د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ولسمشر غني: د هر ډیپلومات او وزیر دنده افغاني محصولاتو ته بازار موندنه ده


جمهور رئیس غني د کرنې د ترویج پنځم ملي کنفرانس کې
جمهور رئیس غني د کرنې د ترویج پنځم ملي کنفرانس کې

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو منابعو او پانګو پوهېدنه او افغاني محصولاتو او تولیداتو ته بازار موندنه د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره اړینه بولي.

ښاغلي غني دغه خبره د کرنې دودولو پنځم ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړه او له افغان چارواکو او مسؤلینو یې وغوښتل چې د خپلو تولیداتو بازار موندنې ته پام زیات کړي.

نوموړي د بنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵» په دغه کنفرانس کې وویل:

"د افغانستان د هر سفارت کار، ډيپلومات او وزیر دنده بازار موندنه ده، لکه څنګه چې زموږ جلغوزي، نورو هېوادونو ته ځي، داسې به نه زموږ وړۍ پاتې شي او نه هم پوستکي، فلورانس ته مو ستاسو پوستکي ونه‌رسول؟ خپلو منابعو او پانګو باندې باید پوه شو او ورته اغېزمنې لارې جوړې کړو."

د افغان ولسمشر په خبره، له خپلو منابعو سمه استفاده په هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو يوازنۍ حل‌لار ده.

ولسمشر په هېواد کې د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د اوبو مدیریت مهم بولي او د اوبو د تنظیم لپاره د وړو، منځینو او لویو بندونو د جوړولو خبره کوي.

د کرنې د دودولو ملي کنفرانس کې ولسمشر دا ژمنه هم وکړه چې د هېواد پنځه میلیونه جریبه ځمکې خړوبېږي چې په‌کې به کوچیانو ته د مالدارۍ لپاره لومړیتوب ورکول کېږي.

د کابل د لویې جرګې په خیمه کې د کرنې د دودولو ملي کنفرانس
د کابل د لویې جرګې په خیمه کې د کرنې د دودولو ملي کنفرانس

ياد کنفرانس ته د ښځینه بزګرانو په استازولۍ مېرمن روحاني هم خبرې وکړې او له افغان چارواکو او اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل چې د دوی تولیداتو ته د بازار موندنې تر څنګ ورته اصلاح شوي تخمونه ورکړي، باغچې او سړې خونې دې ورته جوړې کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د بېلابېلو افغاني محصولاتو تولیدوونکي تل د بازار له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي، د دوی د محصولاتو او تولیداتو د بازار لپاره دوی سره مرسته وکړي.

افغان حکومت په‌دې وروستیو کې افغاني محصولاتو ته د ښې بازار موندنې لپاره له يو شمېر هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو دهلېزونو له لارې تر اوسه شااوخوا ۶۲۰۰ ټنه وچه او تازه مېوه، اینجه، غالۍ، زعفران، لاسي صنایع او نور صادراتي توکي بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې څه باندې ۱۰۰۰ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز لارې چین ته صادر شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې وزیر نصیر احمد دُراني ياد کنفرانس ته وویل، چې په هېواد کې یې د کرنې د ودې لپاره يو لړ ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي چې په پلي کېدو سره به‌یې د بزګرانو ستونزې هوارې شي.

نوموړی وايي:

"بزګرانو ته په اسانو شرایطو د پورونو ورکول، هغه پانګه‌وال چې د کرنې په سکتور کې پانګونه کوي، هغوی ته د پورونو ورکړه، د ۱۰ ورځو په موده کې به زه د افغانستان د ټولو ولایتونو رئیسان او مسؤلین وغواړم او د کاري پلانونو په اړه به ورسره مشورې وکړم."

دا په‌داسې حال کې ده چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه یوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې دغه رقم په تېرو وختونو کې ۵۰۰ او ۶۰۰ میلیونه ډالره وه.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG