د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

افغان حکومت: د روان کال تر پایه به د هوایي دهلېزونو د صادراتو کچه ۵۵۰۰ ټنه شي


افغان حکومت وايي، د روان میلادي کال تر پایه د هوايي دهلېزونو له لارې د دغه هېواد صادرات به تر ۵۵۰۰ ټنو پورې ورسېږي.

افغان حکومت وايي، تر اتو نورو ورځو پورې به د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات تر ټاکل شوې اندازې زیاتې کچې ته ورسېږي.

په مالي او بانکي چارو کې د جمهور رئیس د سلاکار ویاند سمیر رسا د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کال تر پایه به یوازې د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات ۵۵۰۰ ټنه وي.

ده وویل:

"هغه څه چې مونږ هدف ټاکلی و چې باید د ۲۰۱۸ کال تر پایه د هوا له لارې ۵۵۰۰ ټنه صادارت ولرو، له نېکه مرغه مونږ نه یوازې چې دغه هدف ته رسېدلي یوو، بلکې له دې به زیات صادر کړو، دا ځکه چې په نېږدې ورځو کې پروازونه ډېرېږي."

د افغانستان او هند تر منځ د هوایي دهلېز لومړۍ جوپه
د افغانستان او هند تر منځ د هوایي دهلېز لومړۍ جوپه

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال له بېلابېلو اسیايي او اروپايي هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارې نښلول شوی دی.

د افغان حکومت چارواکي وايي، د هوايي دهلېزونو له پرانيستلو راهیسې له یوه کاله ډېر وخت وځي او تر دې مهاله ۳۷۰ پروازونه تر سره شوي دي.

د دغو پروازونو له لارې بېلابېل افغاني محصولات او تولیدات لکه وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، لاسي صنایع، قره قل، جلغوزي او ځينې نور توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دې تر څنګ د کابل او چین تر منځ د هوايي دهلېز له پرانيستلو یوه نیمه میاشت تېرېږي چې د ښاغلي رسا په وینا، تر اوسه له دې لارې اته سوه ټنه جلغوزي هغه هېواد ته رسېدلي دي.

دی راتلونکې اوونۍ د افغانستان او چین تر منځ د هوايي پروازونو د ډېرېدو خبر هم ورکوي او وايي چې شمېره به يې له شپږو څخه لسو ته لوړه شي.

د هوا له لارې د صادراتو د لا ډېرېدو خبره داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، د هېواد صادرات له درېیو فیصدو لسو فیصدو ته لوړ شوي دي.

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي درې ورځې وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په صادراتو کې د څلورو پخوانیو کلونو په پرتله، ۷ فیصده ډېروالی راغلی دی.

له دې سره د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له ډلې یې سیف الدین سیحون وايي، د صادراتو د ډېروالي په خاطر باید حکومت ځمکنیو لارو ته هم پاملرنه ډېره کړي.

ښاغلي سیحون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د چارو افغان کارپوه سیف الدین سیحون
د چارو افغان کارپوه سیف الدین سیحون

"د افغانستان اقتصاد باید تولیدي او صادارتي کتلوي شي، د اورګاډي، کښتۍ او نورو لارو هم باید صادراتو ته پاملرنه وشي، افغانستان دومره صادراتي هېواد نه دی، خو باید هلې ځلې ورته وشي او دا ارقام چې دوی يې خپروي، اوس د خلکو د تېروتنو لپاره ښکاري."

دا په داسې حال کې ده چې د هوايي دهلېزونو تر څنګ، افغان حکومت د ځمکې له لارې هم صادرات پیل کړي دي.

نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د لاجوردو لار پرانيستل شوه او په افغاني محصولاتو او تولیداتو بار نهه لارۍ موټرې د ترکیې پر لوري وخوځېدې.

د افغان چارواکو په وینا، د حکومت هدف دا دی چې په دا ډول اقداماتو افغانستان د ځمکې او هوايي ټرانزيټي لارو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ونښلوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG