د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د افغانستان ـ چین تر منځ د رېل ګاډي سوداګریزه لار پرانېستل شوه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ـ چین تر منځ د واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي سوداګریزې لاره پرانېسته وشوه.

د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دغې لارې پرانېسته د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لامل بولي او وایي چې له دې وروسته له دغې لارې نه یوازې دا چې افغانستان واردات کېږي، بلکې د افغانستان د صادراتو کچه به هم ورسره لوړه شي.

د دغه وزارت مرستیال ظهور الدین شېرزاد د پنجشنبې په ورځ د دغې پرانېستې غونډې پر مهال وویل:

"خوښ یم چې نن له افغانستانه چین ته واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي په وسیله لومړنۍ صادراتي محموله پرانيزو، هیله مند یم چې د دغې لارې پرانيسته د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي."

د دغه وزارت په خبره، د افغانستان د حیرتانو له لارې به چین ته افغاني محصولات لکه غالۍ، وچې او تازه مېوې، تالک، د مرمرو ډبرې او یو شمېر نور مدني توکې استول کېږي.

د غونډې ګډون‌والو د افغانستان چین ترمنځ پر سوداګریزې راکړې ورکړې ټينګار وکړ او ویې ویل چې د تېرو څو کلونو راپه‌دېخوا د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې د چین سفارت سوداګریزه اتشه ښاغلي تیان چې په یاده غونډه کې یې ګډون درلود د افغانستان د فعالې ونډې یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې لارې په برانېستې سره به چین ته د افغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان د دغې لارې په پراختیا کې فعاله او ډېر مهم رول ولوباوه او د پام وړ ګټه یې ورسوله چې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره یوه ښه لاره ګرځېدلې. افغانستان د تېرکال له نوومبر راهیسې له دغې لارې ښه ګټه ترلاسه کړې. چین د یوه حکومتي تړون له مخې د ۱۴ میلیارده ډالرو په ارزښت یې ۱۲۵۰ ټنه جلغوزي وارد کړي چې دا د افغان کروندګرو او سوداګرو او د چین لوري د خوښۍ وړ ګرځېدلې."

د افغانستان ـ چین تر منځ دغه صادراتي لار په داسې حال کې پرانيستل کېږي چې مخکې تردې د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د لاجوردو او چابهار لار هم پرانېستل شوې ده.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وايي چې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانستان د سوداګریزو چارو پر وړاندې خنډونه جوړېږي او نه غواړي د دغه هېواد سوداګري پرمختګ وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"سره له دې چې دولت فرصتونه برابروي، خو یو شمېر خلک او ګاونډي هېوادونه په نړیواله توګه د افغانستان سوداګرۍ سبوتاژ کوي، هره ستر سوداګریزه لاره چې پرانېستل کېږي هغه کې تخنیکې ستونزې جوړوي، د مثال په ډول په لاجوردو او چابهار صادراتي لارو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زموږ توکي ودرېږي."

ښاغلي الکوزي دا هم وویل، هغه هېوادونه چې د دغو سترو صادراتي لارو په پرانېستلو کې ونډه لري او له دې لارې افغانستان له دوی سره نښلي، باید نړیوالې ژمنې عملي او افغانستان ته ستونزې جوړې نه‌کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG