د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

په افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس یوه لویه فابریکه په کار پیل کوي


په کابل کې د جلغوزیو د پروسس یوه فابریکه
په کابل کې د جلغوزیو د پروسس یوه فابریکه

په افغانستان کې دسیمې له هېوادونو په ښو امکاناتو سمبال د جلغوزیو د پروسس فابریکه په کار پیل کوي.

له کابله چین او ځينو اروپايي هېوادونو ته د جلغوزیو له صادرولو وروسته په هېواد کې دننه د دغې ارزښتناکې میوې د پروسس د یوې سترې فابریکې کارونه بشپړ شوي دي.

دا فابریکه چې په پلازمېنې کابل کې جوړه شوې، په داسې ماشینونو سمبال ده چې د سیمې په هېوادونو کې يې ساری نه لیدل کېږي.

په کابل کې د جلغوزو د پروسس د فابریکې یو انځور
په کابل کې د جلغوزو د پروسس د فابریکې یو انځور

د جلغوزیو د پروسس د دغې فابریکې مرستیال شیر علي ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، د دغې فابریکې د کار له پیل سره به په هېواد کې دننه جلغوزي په نړیوال معیار پروسس او صادرېدو ته چمتو شي.

دی وایي:

"تر اوسه چې جلغوزي په افغانستان، پاکستان یا د سیمې په ځينو نورو هېوادونو کې پروسس کېدل، اوس به یوازې د افغانستان دا فابریکه وي چې سیاله به يې په پاکستان، ایران او هندوستان کې نه وي، ځکه زمونږ ټول کار په ماشین دی چې له کار سره به يې جلغوزي له ډېرو شیانو ساتل شوي وي او هم به په نړیوال معیار برابر پاک وي."

د جلغوزيو د پروسس په دغې فابریکې نږدې ۵ ميلیونه ډالره لګښت راغلی او د کابل په صنعتي پارک کې جوړه شوې ده.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا، فابریکه پهیوه شپه ورځ کې د اتو ټنو جلغوزیو د پروسس ظرفیت لري چې د ده په وینا، دا لا هم د افغانستان د جلغوزیو اړتیا نشي پوره کولای.

د افغانستان د کرنې وزارت په وینا، دا هېواد په کلني ډول له ۳۵ زره ټنو د زیاتو جلغوزیو د تولید ظرفیت لري.

له دې وړاندې په افغانستان کې د جلغوزیو ځينې وړې نورې فابریکې هم شته، خو ویل کېږي چېپه داسې ماشین الاتو نه دي سمبال او نه هم په دې اندازه معیاري دي.

په هېواد کې دننه د جلغوزیو د پروسس دا ګام له هغې وروسته اخیستل شوی چې د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان د جغلوزیو صادرات پیل شول.

ولسمشر غني درې میاشتې وړاندې د کابل او چین تر منځ د جلغوزو د صادراتو هوايي دهلېز پرانيست.

دا هوايي دهلېز چې د لړم د میاشتې په ۱۵مه نېټه پرانيستل شو، تر اوسه يې له لارې تر زرو ټنو ډېر جلغوزي صادر شوي دي.

دې هڅو ته په کتو د جلغوزیو سوداګر هیله مند دي چې په هېواد کې د پروسس او له همدې ځایه د صادراتو له پیلېدو وروسته به د افغانستان جلغوزي لا اهمیت پیدا کړي.

دی زیاتوي:

د دوی له منځه د جلغوزیو د اتحاديې رئیس یحی خان ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل:

"دې پرمختګ ته مونږ ځکه خوشاله یوو چې دا بیخي نوې ټکنالوژي ده، کومه چې تر اوسه په سیمه کې نشته، له دې وروسته باید له ګاونډیو هېوادونو سره د جلغوزیو پر مخ لارې وتړل شي، تر څو هر څه همدلته په هېواد کې تر سره او بیا له همدې ځایه په خپل نوم صادر شي."

له دې سره د چارو څېړونکی زارم خان عادل په هېواد کې دننه د جلغوزیو پروسس د ځان بسیاينې په لوري مهم ګام بولي، خو وړانديز کوي چې د جلغوزیو د ساتلو لپاره باید په ولایتونو کېد جلغوزیو د ساتنې معیاري خونې هم رامنځته شي.

د ښاغلي عادل په وینا، له دې کار سره به د جلغوزیو ساتنې ته پاملرنه ډېره او له اړتیا سره سم پروسس ته به زمینه برابره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG