د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

"جغرافیايي نښې"؛ نور هېڅ یو هېواد د افغانستان توکي په خپل نوم نه‌شي صادرولی


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی کابل کې د یوه تړون پر مهال
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی کابل کې د یوه تړون پر مهال

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي له دې وروسته به د افغانستان صنایع او کرنیز محصولات اروپایي هېوادونو ته د افغانستان په مارک او نښان صادر او ملکیت به‌یې دې هېواد پورې اړه ولري.

دغه وزارت وایي «جي. ای» یا د «جغرافیايي نښې» سیستم ته د افغانستان د صنایعو او کرنیزو محصولاتو له ثبتېدو سره هېڅ هېواد نه‌شي کولای چې د افغانستان توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۹» په کابل کې د دې پروژې پلي کېدو او ګټو په اړه وویل:

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی

"په لومړي ځل «جي. ای» پروژه د کرنې په سکټور کې پیلېږي، دا پروسه به د کرنې وزارت، بزګرو، بڼ‌والو او همداراز د سوداګرۍ او صنعت وزارت د صادراتو په برخه کې یو ستر پرمختګ وي، هر کله چې موږ وتوانېږو خپل تولیدات په «جي. ای» سیستم کې راجستر کړو بیا نور هېوادونه‌یې په خپل نوم نه‌شي صادرولی."

نوموړي وویل «جي. ای» منل شوی نړیوال سیستم دی چې د تولیدوونکي او استفاده کوونکي له حقونو دفاع کوي.

دا پروګرام د افغانستان د کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او د اروپايي اتحادیې د خوړو او کرنې سازمان په تخنیکي همکارۍ او په مالي مرستو د درېیو کلونو لپاره پلی کېږي.

په لومړي پړاو کې چې یو کال وخت نیسي، د کندهار انار، د پکتیا جلغوزي او د هرات زعفران د افغانستان په مارک او نوم اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان یو شمېر صادراتي توکي لکه جلغوزي او غالۍ د پاکستان له لوري د هغه هېواد په نوم نړیوال بازار ته صادرېدل چې دې چارې د افغانستان تولیدوونکو ته ستره ضربه رسولې وه.

د دې غونډې په ترڅ کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیالې مقدسه یورش هم د یادې پروژې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دا پروژه به د دې لامل شي چې افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او د بازار د ښه‌والي په برخه کې پرمختګ وکړي.

نوموړې وویل چې د جغرافیایي نښو قانون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د اجراء وړ وګرځېده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان یا «FAO» استازي راجندرا اریال وویل چې دا سیستم په نورو هېوادونو کې پلی کېږي او هغوی خپلې تجربې افغانستان ته انتقالوي.

دی وايي:

"اوس مناسب فرست دی چې موږ هغه تجربې چې نورو هېوادونو کې درلودې له تاسو سره شریکې کړو او په ځانګړي ډول د جغرافیایي نښو د سیستم هدف دا دی چې روڼوالی او اړیکې رامنځته کړي او د بېلابېلو برخو د استازو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي."

په افغانستان کې د اروپایي اتحادېې مشرې نیکلاس تېلر وویل، جغرافیایي نښې هغه څه دي چې تصدیق کوي او هر کله چې محصولات په نښه شي د هېوادونو د اقتصاد د پراختیا او د تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي.

د کرنې وزیر نړیوال بازار ته د افغانستان د تولیداتو نه‌لاسرسی، د تولیداتو نه‌معیاریتوب او په سمه توګه د دسته‌بندۍ نه‌کول هغه څه بولي چې نړیوال بازار ته دغه تولیدات لار ونه‌مومي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د جغرافیایي نښو سیستم پلي کېدل د کرنې او صنعت په برخه کې یو ډول فشار دی او له مخې يې تولیدوونکي اړ دي چې نړیوال معیارونه مراعت او خپل محصولات ستنډرډ کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG