د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش هغه څېړنه ردوي چې وايي، د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان د محصولاتو صادرول یو ګران او بې ګټې پلان دی.
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار تېره اوونۍ په یوه راپور کې هغه ګواښونه په ګوته کړل چې افغانستان د سولې د روانو هڅو د احتمالي بریا په صورت کې ښايي ورسره مخامخ شي.
ځانګړي سرمفتش جان سوپکو د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د خپل دې راپور جزیات له خبریالانو سره شریک کړل او ویې ویل چې غواړي احتمالي ګواښونه رابرسېره کړي، څو کانګرس او نور پالېسي جوړوونکي د سولې له احتمالي موافقې وروسته لازم پلانونه جوړ کړي.
سوپکو پر نورو سربېره د اقتصاد او په تېره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې په افغانستان کې د نیمګړتیاوو یادونه وکړه.
په دې لړ کې یوه مسئله چې ښاغلي سوپکو انتقاد پرې وکړ، بهر ته په خاص ډول د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان د صادراتو پالېسي وه.
سوپکو د هغې لویې سبسېدې یادونه وکړه چې افغان حکومت یې په دې برخه کې مني.
ده وویل:
"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅې پیل کړې چې د افغانستان صادرات زیات کړي، دا کار وشو او موږ هم وویل چې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی، خو دا هر څه په ډېر ابتدايي پړاو کې دي، هند او ځینو نورو هېوادو ته د صادراتو د زیاتېدو یوازنی علت دا دی چې موږ سبسېدې ورکوو، که زموږ د وروستۍ ربعې راپور وګورئ، ځینو صادراتو ته د ټولو لګښتونو تر نوي سلنې پورې سبسېدي ورکړل شوې ده."
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، حکومت دومره لویه سبسېدي ځکه مني چې د صادراتو لپاره بدیلې لارې ولري.
د دې وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل:
"هغه سبسیدې چې د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو لپاره سوداګرو ته ورکول کېږي، په سلو کې ۸۰ یې افغان حکومت د مالیې وزارت له لارې او په سلو کې ۲۰ یې سوداګر ورکوي، له خصوصي سکټور او سوداګرو سره مرسته ځکه کېږي چې په خپلو پښو ودرېږي، په بهر کې ښه بازارموندنه وکړي او د مالونو د لېږد رالېږد لپاره بېلابېلې لارې ولرو."
خو رسا زیاتوي چې په راتلونکي کې د دې لګښتونو د کمولو په اړه بحث کېدای شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د هوايي دهلېزونو له لارې تراوسه شااوخوا ۶۲۰۰ ټنه وچه او تازه مېوه، اینجه، غالۍ، زعفران، لاسي صنایع او نور صادراتي اقلام بهر ته صادر شوي دي.
خو د تجارتي او اقتصادي چارو کارپوه صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې په هوايي لارو صادرات ګران پرېوځي.
دی زیاتوي:
"کله چې دا هوايي دهلېزونه جوړېدل او پرانیستل کېدل، هغه مهال موږ له ولسمشر سره موضوع شریکه کړه چې که صادرات د هوا له لارې کوئ، نو دا موږ ته ګران پرېوځي، د افغانستان او هند بازارونه ډېر زیات توپیر نه لري او پیسې مو هم ډېر توپیر نه لري، نو باید د دې لپاره یوه لاره وسنجول شي، بیا چې حکومت دا مسئله د امریکا د نړیوالې پراختیا له ادارې سره مطرح کړه، نو خصوصي سکټور ته یې له ۷۵ نیولې تر ۹۰ سلنې سبسېدي ورکړه، څو موږ هند ته صادرات ولرو او همغه و چې هند، ترکیې او ځینو اروپايي هېوادونو ته مو صادرات پیل شول."
په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۱۰۰۰ ټنه جنغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادر شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا جلغوزي د مثال په توګه یادوي او وايي چې د صادراتو ګټه یې هم سوداګرو او هم عامو خلکو ته رسېږي.
نوموړي وویل:
"پخوا له دې زموږ جلغوزي قاچاق کېدل او په ډېره کمه بیه په بازار کې خرڅېدل چې سوداګرو او دهقانانو زیان پکې کاوه، خو له نېکه مرغه سږکال مو ۱۳۵۰ ټنه جلغوزي له کابله شانګهای ته صادر کړل چې هم یې سوداګرو ته او هم یې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایت بزګرانو ته ډېره ښه ګټه راوړه او دا له حکومت څخه د دوی غوښتنه وه."
د سوداګرۍ د چارو کارپوه ښاغلی پسرلی په دې باور دی چې که د هوايي دهلېزونو د سبسیدې پیسې د کورنیو محصولاتو د ساتنې لپاره په ضروري تاسیساتو ولګول شي، نو د کروندګرو او سوداګرو لپاره به خورا زیاته ګټه راوړي.
پسرلي وویل:
"که دا پیسې او امکانات موږ په هېواد کې دننه پر زیربنایي چارو لکه د سړو خونو او ګدامونو پر رغونه، د برښنا پر برابرولو او د سړکونو پر جوړولو ولګوو، څو خپل تولیدات د هېواد نورو برخو ته ورسوو او کله چې زیاتېږي او پر ځان بسیا کېږو، نورو هېوادونو ته یې صادر کړو، اوس موږ رومیان بهر ته صادروو، خو دلته دا امکان شته چې د رُب او جوس فابریکې جوړې کړو او په نورو برخو کې موږ باید متوسط شرکتونه او پانګونې هڅولې وای او امکانات مو ورته برابر کړي وای."
افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، نو ځکه حکومت هوايي دهلېزونه د صادراتو لپاره حیاتي لاره بولي.
د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات په ۲۰۱۷ کال کې پیل شول.
لومړی هوايي دهلېز له هند سره جوړ شو او اوس مهال د افغانستان صادرات د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات له هوايي ډګرونو څخه بېلابېلو هېوادونو ته استول کېږي.
چارواکي وايي، ډېر ژر به د بامیان له هوايي ډګره هم بهر ته صادرات پیل شي.