د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

په خوست کې د نوي کال په اوله ورځ د بزګر جشن جوړ شو


په خوست کې دا ځل د بزګر دویز جشن د نوي کال په اوله ورځ د ښار په تفریحي غونډۍ کې جوړ شو.

دې لمانځنې ته چې د خوست له مرکز او ولسوالیو ګڼ خلک ورغلي وو، د غونډۍ په څنډو-څنډو کې یو شمېر ځوانانو او کورنیو د نوي کال په مناسبت میلې هم جوړې کړې وې.

د بزګر جشن او نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د کرنیزیو او حیواني محصولاتو یو نندارتون، د دې تر څنګ وزلوبه، ملي اتڼونه او د محلي موسیقۍ پروګرامونه هم جوړ شوي وو.

په خوست کې د بزګر جشن د لمانځنې د کمېسیون غړي عبدالبصیر محمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ښار پر تفریحي غونډۍ په‌دې اړه ښه تدابیر نیولي دي.

دی وايي، په پیل کې په ځانګړو مراسمو د افغانستان ملي بیرغ پورته کېږي، وروسته به مراسمو ګډونوال د کرنیزو او حیواني محصولاتو له نندارتون کتنه کوي او په تعقیب به يې وزلوبه ترسره شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې ۱۳۹۸یم لمریز کال به په افغانستان کې د سولې او امنیت کال شي.

د خوست د کرنې او مالداری رئیس حفیظ الله وايي چې د بزګر جشن یوه ملي ورځ ده او په همدې پاريې د یاد ولایت د کرنیزو او حیواني تولیداتو یو نندارتون جوړ کړی دی.

دی زیاتوي، له دا ډول نندراتونونو يې هدف دا دی چې د خوست تولیداتو ته په ملي او نړیواله کچه بازار موندنه وشي.

دی د بیلګې په توګه جلغوزي یادوي چې اوس‌مهال بهرنیو مارکیټونو ته صادریږي.

په‌دې نندراتون کې هرې ولسوالۍ د خپلو محصولاتو غرفې درلودې.

د سپیرې ولسوال هم چې د خپلې ولسوالۍ غرفې مخې ته ولاړ و، وویل، د دوی مهم کرنیز او حیواني محصولات جلغوزي، هوږه، پیاز، جوار، اوربشې، لوبیا، مۍ، غنم، چهارمغز، ګبین، مڼې، کوچ او غوړي دي.

تفریحي غونډۍ ته د نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د بېلابېلو سیمو ځوانان او اوسیدونکي ورغلي وو.

د قاضي په نوم د خوست یو اوسیدونکي وویل چې د نوي کال د لمانځنې لپاره يې پوره چمتوالی نیولی او دی هیله لري چې په‌دې کال کې د جګړو ناخوالې پای ته ورسېږي.

که څه هم د خوست د تفریحي غونډۍ په ګډون د یاد ولایت یو شمېر میله ځایونو ته ځوانان او خلک ورغلي، خو ځیني کسان وايي چې د نوي کال په لمانځنې وروستیو امنیتي پيښو اغېز کړی او د خلکو ګډون په‌کې د نورو کلونو په پرتله لږ دی.

په خوست کې د بزګر مېله
په خوست کې د بزګر مېله

د سردار شفق په نوم یو خوستی ځوان وايي چې وروستیو امنیتي پيښو خلکو سره انديښنې پیدا کړي او د نوي کال په لمانځنه کې يې ونډه کمه شوې ده.

یو بل خوستی ځوان موسی احسان وايي چې ځوانان د نوي کال په شپو ورځو کې د میلو او ساعت تیریو لپاره په بېلابېلو سیمو او میله ځایونو کې پروګرامونه لري، خو د د تېرو کلونو په پرتله يې ګډون لږ دی.

خوست کې له پخوا نه د نوي کال په ورځ خلک په ځانګړي ډول ځوانان میله ځایونو او زیارتونو ته ځي، میلې جوړوی او یو بل نه د نوي کال مبارکۍ ورکوي او دا څلور لسیزې هر نوی کال په دې تمه پیلوي چې ګوندې جګړې به ختمې شي او هغوی به د سوله ییز او ارامه ژوندانه څښتنان شي، خو د نورو کلونو برخلاف په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو پرله‌پسې خبرو اترو ته په کتو د افغانانو په منځ کې د تلپاتې سولې هیلې ډېرې شوي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل-خوست

XS
SM
MD
LG