د ملګروملتونو دوو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي دي، له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د چمتو کېدو لپاره د یوې لارې د پرانیستو هڅې روانې دي.
افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.
"زما په فکر د ملګروملتونو دا اقدام ډېر تشویقونکی دی. باید ملګروملتونو په تېرو وخت کې دا اقدام کړی ویولي مدقق
بل لور ته د اقلیم د بدلون له امله په دغه هېواد کې وخت په وخت سخت سېلابونه بهیږي، خو د سیاسي او اداري ستونزو له امله د ملګروملتونو له اقلیمي مرستو بېبرخې دی.
د رویټرز اژانس په وینا د ملګروملتونو ادارې اوس د هغو پروژو د تمویل لپاره هڅې کوي چې د اقلیمي ستونزو په وړاندې په افغانستان کې مقاومت زیاتوي.
که چېرته دا هڅې بریالۍ شي نو ملګري ملتونه به په څه باندې درېیو کلونو کې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون لپاره بودیجه ځانګړې کړي او دغه هېواد ته به یې واستوي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخواني مرستیال ولي مدقق د ملګروملتونو د دې هڅې ستاینه وکړه او ازادي راډيو ته یې وویل: "زما په فکر د ملګروملتونو دا اقدام ډېر تشویقونکی دی. باید ملګروملتونو په تېرو وخت کې دا اقدام کړی وی، خو اوس هم ډېر ښه خبر دی ترڅو د افغانستان هغه کنګل شوې پیسې چې د (جیف) مؤسسې له لورې پخوا بېلې شوې وې، هغو ته لاسرسی پیدا شي او دغه بودیجه په افغانستان کې د اړینو خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د ملګروملتونو په وسیله باندې مصرف شي چې د فساد مخنیوی وشي."
ښاغلي مدقق زیاته کړه، دا مهمه ده چې په افغانستان کې د اقلیم له امله د رامنځته شویو ستونزو بیا ارزونه وشي او لومړیتوبونو مشخص شي.
د رویټرز اژانس د راپور لهمخې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې مؤسسه پلان لري چې، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د څړځایونو، ځنګلونو او د اوبو د ډنډونو د مدیریت د ښهوالي لپاره د لس میلیونه ډالرو غوښتنه وکړي.
په ورته وخت کې د ملګروملتومو پراختیایي پروګرام غواړي چې د غیرمنظمو موسمي بارانونو په وړاندې د کلیوالي ټولنو د پیاوړتیا لپاره اته اعشاریه نهه میلیونه ډالره چمتو کړي.
همدا اداره د راتلونکو پروژو لپاره د شل میلیونه ډالرو نورې بودیجې د ترلاسه کولو په لټه کې هم ده.
په دې اړه نور: د يوشمېر نړيوالو ادارو ګډ راپور: طبيعي افتونو افغانستان کې ښځې تر ټولو ډېرې زيانمنې کړي ديپه افغانستان کې د ملګروملتونونو د پراختیایي پروګرام استازي سټین روډ ریکس وویل، د نړیوال چاپيریال تسهیلاتو له مؤسسې، د شنه اقلیم له وجهي صندوق او اډاپشن فنډ مهمو مؤسسو سره په خبرو دي چې، افغانستان ته پهدې ډول مرستې واستوي چې واکمن طالبان لاسرسی ورته ونهلري.
طالبانو تر اوسه د ملګروملتونو لهخوا د اقلیمي مرستو د ازادولو د هڅو په اړه څه نهدي ویلي.