د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا (سېف د چلډرن) خبرداری ورکوي چې، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو له سېلابونو زیانمن شوي او هغوی چې د خوراکي توکو له کمښت (ناامنۍ) سره مخامخ دي لا ډېرو ستونزو سره به مخامخ شي.
سېف د چلډرن په افغانستان کې د زیانموونکو کسانو د وضعیت په اړه د اندېښنې سربېره وايي چې، دغه صندوق د ژمي د برنامو د پلي کولو لپاره د ۴۰۲ میلیونه ډالرو د بوديجې له کښمت سره مخامخ دی.
"سېل راغی او دوکان یې راته یووړ، دلته څه باندې شل کورونه اباد و، خو له هغې یوازې دوه کورونه پاتې شوي ديد بغلان اوسېدونکی، نقيبالله
دغه صندوق پرون یکشنبه د نومبر ۱۰مه په خپله ايکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې، د ژمي په رارسېدو به سېلابځپلي او هغوی چې د خوراکي توکو له کمښت (ناامنۍ) سره مخامخ دي لا ډېرو ستونزو سره به مخامخ شي.
سیف د چلډرن ویلي چې، د اټکل لهمخې مرسته کوونکي بنسټونه د ژمنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره په افغانستان کې یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
دغه صندوق همدا راز ویلي، د ژمنیو مرستو په دوام به ۱۸ زره کورنیو سره ډول-ډول مرستې وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې یوشمېر سېلابځپلي بیا ګیله کوي چې، د پام وړ مرستې ورسره نهدي شوي.
د پروان ولایت اوسېدونکي محمد حلیم پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل: "امکانات نهلرم چې په کوم ځای کې کرایي کور ونیسم، اړ یم چې په همدې نیمه ویجاړ کور کې ګذاره وکړم."
د بغلان اوسېدونکی نقیبالله د ورته اندېښنې په شریکولو سره وايي: "سېل راغی او دوکان یې راته یووړ، دلته څه باندې شل کورونه اباد و، خو له هغې یوازې دوه کورونه پاتې شوي دي، د کورنۍ غړي وژغورل شول خو نور هيڅ نهدي پاتې شوي."
د یوه ټولنیز مرسته کوونکي بنسټ غړی محمد فرهمند چې د مرستو او اړمنو وضعیت له نږدې څاري، پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "پکاره ده چې ملي او بینالمللي مؤسسې د بېوزلو او زیانمو لاسنیوی وکړي او په هر حال حالت کې له خلکو ملاتړ وکړي، ځکه هغوی خپل هرڅه له لاسه ورکړي."
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیوايفپي) هم په خپله ايکسپاڼه کې د ورته اندېښنو په شریکولو سره ویلي چې، د اقلیمي بدلون څپو په افغانستان بد اغېز لرلای دی.
د ډبيلوايفپي په خبره وچکالي او د سېلابونو راوتل په افغانستان کې د غذايي امنیت پر وړاندې له جدي ننګونو شمېرل کېږي.
په دې اړه نور: سيف دِ چلډرن: د ژمي په راتلو افغانستان کې د ۱۸زره کورنيو لاسنيوی کوود ملګروملتونو د معلوماتو لهمخې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی او نږدې ۲۴میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ډېری افغانان د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې له طالبانو ناهیلي شوي دي.
ملګروملتونو همداراز ویلي چې، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو له کبله ډېری نړیوالو مرسته کوونکو خپلې مرستې راکمې کړي، چې دې مسئلې د هغو مرسته کوونکو بنسټونو چارې له خنډ سره مخامخ کړي، چې غواړي په ساړه ژمي کې د اړمنو لاسنیوی وکړي.