د پوهنتون د استاد او شنونکي جاوېد مومند د خپلوانو ادعا: دی طالبانو په نامعلوم دلیل نیولی او بیولی

د پوهنتون استاد او شنونکی جاوېدو مومند چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.

په کابل کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو یو شنونکي جاوېد مومند چې څه موده مخکې یې هم د رسنیو په سیاسي بحثونو کې ګډون کاوه، ځینې خپلوان یې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو له‌خوا درې ورځې مخکې په نامعلوم دلیل نیول شوی او له ځان سره یې بیولی دی.

د مومند دغه خپلوان چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو ته یې ویلي چې نوموړی د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له غرمې مخکې لس بجې له خپل کوره وړل شوی او لا یې هم په اړه معلومات نه‌شته.

د مومند دغه خپلوان دا هم وویل چې د نوموړي کور ته ورغلو کسانو ورته ځانونه د طالبانو د استخباراتو کسان معرفي کړي او خپل کارتونه یې ورښودلي دي.

دی وایي، په اړه سخت یې اندېښمن دي او غوښتنه کوي چې مومند دې ژرترژره ازاد کړي.

که څه هم د هغه د نیول کېدو دلیل مشخص نه دی، خو شاوخوا شپږ ورځې وړاندې نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه په یو ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو یې رسنیو سره په بحثونو د ګډونوالو شنونکو له نوملړه نوم لېرې کړی دی.

هغه وویل: "خیر دی چې زه نن رسنیو کې نه یم او پر ما قیودات وضع شوي، یعنې د رسنیو په لېست کې نه یم او په بحثونو کې ګډون نه شم کولای، خو زه له هرې لارې د خپل افغان غږ پورته کولای شم."

په کابل کې وسله‌وال طالبان

هغه مهال ځینو رسنیو د هغه دا خبره راپور کړه او دا ویډیو یې زیاته لاس په لاس کېده چې د طالبانو پر ضد یې د خواله رسنیو ځینو کارونکو غبرګونونه هم راپارولي وو.

تر هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو د جاوېد مومند یو عکس چې سره خولۍ یې په لاس کې ده زیات خپور شو او د طالبانو د حکومت پلویانو له دې عکس سره لیکل چې دی باید د پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په تور ونیول شي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د دې ادعا په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ازادي راډیو ته په هېواد دننه ځینو کورنیو رسنیو "د کارپوهانو" هغه نوملړ هم رااستولی چې د دوی په خبره یې نږدې دوه اوونۍ مخکې د طالبانو حکومت د استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا دوی ته سپارل شوی دی.

د دوی په خبره، طالبانو ورته ویلي چې له دې نوملړ پرته نور خلک خپلو بحثونو ته نه شي رابللی.

په دې ۹۳ کسیز نوملړ کې یوازې د طالبانو د حکومت د ځینو پخوانیو کارکوونکو یا هغو کسانو نومونه شامل دي چې د دوی پلویان دي.

په نوملړ کې د جاوېد مومند نوم نه‌شته.

دا لېست هم تر اوسه د طالبانو حکومت ازادي راډیو ته رد یا تایید کړی نه دی.

هڅه وشوه چې په دې راپور کې په افغانستان دننه د پوهنتون د هغو استادانو او د چارو د شنونکو چې وړاندې یې په بېلابېلو رسنیو کې په سیاسي بحثونو او خپرونو کې ګډون کاوه، نظرونه واخیستل شي، خو له دې ډلې څو تنو یې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا په کورنیو رسنیو کې بحثونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي او له هېواد بهر رسنیو سره دوی د نیول کېدو له وېرې خبرې نه شي کولای.

خو له هېواد بهر ځینې سیاسي شنونکي او د چارو پوهان وایي په هېواد دننه د حقیقي وضعیت له بیانولو نه په شا کېږي.

له دې ډلې د سیاسي چارو پوه غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل: "دوی (طالبان) غواړي چې په افغانستان تیاره خواره کړي تر څو هغه ظلم، استبداد، ناپوهي او تاوتریخوالی چې پر افغانانو جاري کوي هغه له نظرونو پټ وساتي، خو مونږ افغانان چې په بهر کې یو په ټول قوت به د دوی دا ظلم او استبداد را بربنډوو."

غوث جانباز

د یادونې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو حکومت په کابل کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی جاويد کوهستاني هم نیولی و چې بیا څه باندې شل ورځو بند وروسته بېرته خوشې شو.