د قطر په ملاتړ د اندونیزیا بورسونه؛ افغان زده‌کوونکي یې د هرکلي ترڅنګ ګټور بولي

د پلازمېنې جاکارتا یوه څنډه

یو شمېر افغان محصلین د اندونیزیا تحصیلي بورسونو څخه، چې د قطر په ملاتړ په افغانستان کې ځوانانو ته ورکول کېږي، هرکلی کوي.

يو شمېر محصلین په افغانستان کې د اندونیزیا له‌خوا د تحصیلي بورسونو د وړاندې کولو هرکلی کوي او وايي، هیله لري چې دغه بورسونه هغو کسانو ته ورکړل شي چې وړ او مستحق دي.

هغوی د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دغه بورسونه په اوسنیو شرایطو کې چې زده‌کړې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، له دوى سره ډېره مرسته کوي.

صمیم وايي: په اوسنیو حالاتو کې په هېواد کې ستونزې شته او محصلین نه‌شي کولی په سمه توګه خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي. که دا ډول بورسونه وي، هغوی کولی شي خپلې زده‌کړو ته په ډاډه زړه سره ادامه ورکړي.

صمیم چې په کابل ښار کې د یو پوهنتون محصل دی، وايي: "په اوسنیو شرایطو کې هغه بهرني بورسونه چې افغان محصلینو ته ورکول کېږي، ښه دي، ځکه چې په اوسنیو حالاتو کې په هېواد کې ستونزې شته او محصلین نه‌شي کولی په سمه توګه خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي. که دا ډول بورسونه وي، هغوی کولی شي خپلې زده‌کړو ته په ډاډه زړه سره ادامه ورکړي."

د قطر او اندونیزیا حکومتونو تازه د قطر په مالي ملاتړ یوه هوکړه‌ليک لاسلیک کړى چې په کې افغان ځوانانو ته په اندونیزیا کې د زده‌کړو د دوام لپاره تحصیلي بورسونه ورکول کېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر ۲۰مه په يوې اعلامیه کې د دې بورسونو ورکول د افغان ځوانانو د تحصیلي وړتیاوو د لوړولو او د تعلیم په برخه کې د همکاریو لپاره یوه چوکاټ بللى دی.

په اعلامیه کې د اندونیزیا په حواله ليکل شوي چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره ځانګړې اړتیا ده چې افغان ښځو او نجونو ته تعلیم ورکړل شي او اندونیزیا هغوی ته د زده‌کړو د لارو چارو په برابرولو کې مرسته کوي.

که څه هم په مشخص ډول نه‌دي ویل شوي چې په دې بورسونو کې به هغو افغان ښځينه محصلینو ته هم سهم ورکړل شي که نه چې په افغانستان کې له زده‌کړو څخه بې برخې شوي دي، خو ځینې دغه نجونې وايي چې د دې ډول تحصیلي بورسونو ورکړه نجونو ته ګټوره ده.

فوزیه چې د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصله وه، ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل: "هغه هڅې چې موږ کړې وې، ضایع شوې او خاورې شوې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، زما په نظر دا یو غوره کار دی، په ځانګړي ډول که دا کار د ښځینه محصلینو لپاره ترسره شي."

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. اوسمهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی دی.

سودابه چې په کابل کې له لوړو زده کړو څخه بې برخې شوې محصله ده، هم ازادي راډيو سره په خبرو کې یې وویل، په داسې حال کې چې ټولې تحصیلي لارې د طالبانو له‌خوا پر دوی بندې شوې دي، دا په رښتیا سره یو غوره فرصت دی.

هغه زیاتوي: "په دې شرایطو کې لوړو زده‌کړو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول د افغان نجونو لپاره، د قطر او اندونیزیا ترمنځ د شوي هوکړه‌ليک له مخې، یو طلایي فرصت کېدای شي، په ځانګړي ډول چې د متوسطې او لوړو زده‌کړو ټولې لارې پر دوی بندې شوې دي."

هڅه وشوه چې د دې بورسونو د وېش په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت څخه پوښتنه وشي، خو د دې وزارت ویاند احمد تقي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې د طالبانو د دې وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په یوه ناسته کې خبریالانو ته ویلي وو چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه پوښتنه تر امر ثاني پورې په افغانستان کې منع ده.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو زارت سرپرست ندا محمد ندیم

طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې کله يې چې د افغانستان واک د دوهم ځل لپاره تر لاسه کړ، همهاله يې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ راوګرځولې او د ۲۰۲۲م کال وروستیو کې یې هغوی پوهنتونونو ته له تلو هم منع کړې.

د طالبانو حکومت تل دا بندیزونه موقت بللي او د اسلامي شریعت مطابق د مناسب تعلیمي چاپېریال په جوړولو يې ټینګار کړی، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو د طالبانو له حکومت له‌خوا د نجونو پر زده کړو لګول شوې محدودیتونه په وار وار غندلي دي.