د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

پر ځينو بنسټونو د هند تحصیلي سکالرشپونو ته د بریاليو کسانو تور


د هند تحصیلي سکالرشپونو ته په ازموینه کې يو شمېر بریالي شوي معترض افغان محصلین
د هند تحصیلي سکالرشپونو ته په ازموینه کې يو شمېر بریالي شوي معترض افغان محصلین

د هند تحصیلي سکالرشپونو ته په ازموینه کې يو شمېر بریالي شوي کسان ادعا کوي چې ښايي تحصیلي بورسونه یې د پیسو او واسطو په بدل کې نورو ته ورکړل شي.

د هند تحصیلي سکالرشپونو ته د ۵۰۰ بریالیو کسانو له ډلې ۲۱۹ تنه یې هند ته رسېدلي، خو پاتې ۲۷۱ تنه نور یې لا هم بې برخلیکه ګرځي.

دوی ادعا کوي چې هغه کسانو چې واسطې او پیسې یې لرلې، د هند په بېلابېلو پوهنتونو کې یې خپلې زده کړې پیل کړي، خو د دوی د حق پوښتنه څوک نه کوي.

د دغو کسانو له ډلې يو شمېر یې د پنجشنبې په ورځ د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې يوه اعتراضیه راټولېدنه وکړه او اړوند بنسټونه یې په فساد او بې عدالتۍ تورن کړل.

احسان الله همت او سید ثاقب:

"موږه دوست هېواد هند ته ډېر احترام لرو، خو که داسې موږ سره د مور او مېرې چلند کېږي، غلي نه پاتې کېږو، دلته داسې ګونګسې دي چې بورسونه په ډالرو باندې خرڅېږي، مستحقه خلک پاتې کېږي او هغوی چې پیسې ورکوي، انتخابېږي او منظوري یې راځي."

"په زیات احتمال سره هغو کسانو ته اډمشنونه راغلي چې واسطې او پیسې لري، یعنې د پیسو په زور کامیاب شویو کسانو ته داخلې راغلي دي."

هند هرکال افغانستان ته د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا زر تحصلي بورسونه ورکوي چې پنځه سوه یې د دولتي ادارو اړوند مامورینو لپاره وي چې ازموینه یې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې واخیستل شوه.

په دغه ازموینه کې سږ کابل د افغانستان له ټولو ولایتونو نږدې ۶۰۰۰ کسانو ګډون کړی و چې په لومړي پړاو کې یې ۱۶۰۰ تنه او په دوهم پړاو کې یې ۵۰۰ تنه بریالي اعلان شول چې په کې ۹۱ تنه یې د دوکتورا او ۴۰۹ تنه نور یې د ماسټرۍ بورسونو وړ وګڼل شول.

اوس چې له دغې ازموینې شااوخوا اته میاشتې اوړي، د دې معترضینو د ادعاوو پر بنسټ تر اوسه دوکتوار بورسونو ته له بریالیو کسانو ۲۸ او ماسټرۍ بورسونو ته له بریالیو کسانو ۱۹۱ تنه یې هند ته لېږل شوي او د پاتې نورو برخلیک یې لا ناڅرګند دی.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بیا په دې برخه کې هر ډول ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې د هند د بورسونو په ازموینه کې ټول بریالي شوي کسان د (ای. سي. سي. ار) يا د هند د کلتوري اړیکو شورا ته پېژندل شوي دي چې د هندوستان د بېلابېلو پوهنتونو له خوا به ورته په نوبت سره داخلې راځي او بیا به دوی هند ته لېږل کېږي.

د دغه وزارت ویاند فیصل امین وايي: دا چې دوی دا ډول څرګندونې کوي چې د يوې ډلې کسانو داخلې راغلې، د کاسې لاندې نیم کاسه ده، دا موږ قطعاً ردوو، د يو ایالت پوهنتون چې نږدې دی، داخله یې ژر راځي او هغه چې لېرې دی، په ځند سره راځي، د ۵۰۰ تنو اسناد مو بشپړ کړي دي او د هند د سفارت او (ای. سي. سي. ار) له لارې مو لېږلي دي، دا چې داخلې یې کله راځي، دا په هند پورې اړه لري.

د هند د کلتوري اړیکو شورا (Indian council for cultural Relations) په اسیا کې بهرنیو زده کوونکو ته د تحصیلي سکالرشیپونو د وېش تر ټولو ستر او پراخ پروګرام دی، چې په کې د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره سکالرشپونه شامل دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، هند له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانانو ته د دغو سکالرشپونو د ورکړې پروګرام پیل کړی چې تر دې مهاله شااوخوا ۱۰۰۰۰ افغان محصلینو د هند له بېلابېلو پوهنتونو څخه د ماسټرۍ او لسانس د فراغت سندونه ترلاسه کړي او زرګونه نور لا هم هلته په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG