پاکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان جوړېدونکې غونډه؛ دې هېواد افغان طالبان نه دي وربللي

ارشیف: د شانګهای د همکاریو د سازمان له مخکېنۍ غونډې یو انځور

پاکستان د شانګهای د همکاریو د سازمان غونډې ته افغان طالبان نه دي وربللي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته سر له ننه د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړیو سفر پیل شوی چې ټاکل شوې ده د سې‌شنبې په ورځ د دې سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه پيل شي.

دې غونډې ته په کابل کې د واکمنو طالبانو پلاوی نه دی ورغوښتل شوی، خو د غړیو هېوادونو ترڅنګ منګولیا ته چې د دې سازمان څارونکې ده، بلنه ورکړل شوې او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا راپور ورکړی چې طالبانو ته د دې لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې چې د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي دغهَ هېواد ته بلنه نه وه لېږلې.

د روان میلادي کال د جولای په څلورمه په قزاقستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې ګډ انځور

پاکستاني رسنیو د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب په کابل کې په ۲۰۲۱م کال کې د اګست له ۱۵مې څو اوونۍ وروسته غیر فعال شو.

افغانستان د ۲۰۱۲م کال د جون په میاشت کې د شانګهای د همکاریو د سازمان څارونکی غړی شو.

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱م کال کې د چین، روسیې او منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‌خوا جوړ شو.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې له دې سازمان سره یوځای شو، هغه وخت داسې راپورونه خپاره شول چې ښایي ژر به ایران او افغانستان هم د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړي، ایران پروسږ کال له دې سازمان سره یوځای شو.

د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه په ګډه د نړۍ ۴۰ فیصده نفوس تشکیلوي.

په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د افغان طالبانو د نه ګډون په اړه تراوسه طالبانو څه نه دې ویلي، خو د دې سازمان په تېرو دوو سرمشریزو کې هم د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنې نه وې ورکړل شوې.

د اسلام‌اباد د غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، د پولیسو ترڅنګ په زرګونو پوځیان ګمارل شوي چې د ښار امنیت وساتي، درې ورځي عمومي رخصتي اعلان شوې حتی پرون د پاکستان هوایي چلند "پي‌آی‌اې" اعلان وکړ چې خپل دفترونه به په اسلام‌اباد کې د دې سرمشریزې لپاره درې ورځې بند کړي.

په اسلام‌اباد کې لویې لارې تړل شوي او د عمران خان د پلویانو د لاریونونو د مخنیوي لپاره هم امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

بل لور ته د دې غونډې لپاره یو ګواښ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ډلې خبرداری دی چې ویلي یې دي چې د دې غونډې پر مهال به په اسلام‌اباد کې مظاهرې وکړي.

د راپورونو له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د اسلام‌اباد په غونډه کې به د اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېریال، ټولنیزو اړیکو او د غړیو هېوادونو تر منځ د کلتوري روابطو په برخو کې د همکاریو په اړه بحث وشي او د سازمان فعالیت ته به بیا کتنه وشي.

د اسلام‌اباد په غونډه کې د دې سازمان د بودیجې په تړاو د مهمو پرېکړو اټکل هم کېږي.