اروپايي ټولنې پرون د بې‌اسناده کډوالو د اخراج پروسې د تېزولو پر لارو چارو بحث کړی

اروپا ته د تلونکو کډوالو يوې ډلې انځور

د اروپايي ټولنې چارواکو، پرون د بې‌اسناده کډوالو او رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج د چټکولو پر لارو چارو بحث وکړ.

د اروپايي ټولنې د مشرانو د پرونۍ غونډې په اجنډا کې د بې‌اسنادو کډوالو او رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج د زیاتولو د لارو چارو موندل، همدارنګه له اروپايي ټولنې بهر د راستنېدو د ځانګړو مرکزونو د جوړولو لانجمن پلانونه شامل وو.

د اروپا په څو هېوادونو کې د ښي اړخو افراطیانو بریا د دې سبب شوې، چې د کډوالۍ مسئله د اروپايي ټولنې د کاري اجنډا سر ته راشي.

د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په‌داسې حال کې دا غونډه وکړه، چې د اروپايي ټولنې مشران د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په لوګزامبورګ کې بیا سره جرګه کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې، د فرانسې د کورنیو چارو نوي وزیر برونو رتایلو (Bruno Retailleau) پرونۍ غونډې ته د رسېدو پر مهال وویل چې، هيڅ یوه حل‌لار باید مخکې له مخکې رد نه‌شي.

دا خبرې څو میاشتې وروسته له هغې کېږي چې اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې په پالیسیو کې پراخ اصلاحات تصویب کړل.

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې په پالیسیو کې د بدلونونو بسته، چې د ۲۰۲۶م کال په جون میاشت کې به عملي کېږي، د سرحدونو طرزالعملونه به سخت کړي.

ډېری کډوال اروپا ته په سختو قاچاقي لارو ځي چې بېلابېل خطرونه ورسره مله وي.

د اروپا په کمېسیون کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د چارو پوه یونس محمدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د ننوتلو مخنیوی، په‌‌دې ټولنه کې نن سبا یوه جدي مسئله ده.

نوموړی وايي: "اروپایي ټولنې د کډوالۍ مسئله ډېره جدي نیولې او له دوو لارو دا کار کوي، یو دا چې هڅه کوي کډوال له‌دې ټولنې وباسي، بله د سرحدونو په تړلو سره. په هر صورت، لکه څنګه چې په جرمني کې ټاکنې نږدې دي، د دې لپاره قوانین اعلانوي او ښايي ځینې خلک د درېیمو هېوادونو له لارې وباسي، مګر په اروپا کې د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج لپاره هيڅ کوم میکانېزم د تطبیق وړ نه‌دی، خو هغه قوانین به پلي کېږي، د پولو د تړلو سبب کېږي."

"اروپایي ټولنې د کډوالۍ مسئله ډېره جدي نیولې او له دوو لارو دا کار کوي، یو دا چې هڅه کوي کډوال له‌دې ټولنې وباسي

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د چهارشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې ډېر ژر به نور کډوال هم افغانستان ته ستانه کړای شي.

نانسي فیزر زیاته کړه چې د جرمني ایالتونه د "مجرمو افغان کډوالو" د نوي فهرست د برابرو په حال کې دي.

جرمني د وږي یا سنبلې پر نهمه ۲۸ افغان کډوال، چې په جرمونو تورن وو، په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته اخراج کړل.

په دې اړه نور: جرمني په جرمونو کې ښکېل نور کډوال هم ډيپورټوي؛ يوشمېر افغان کډوال يې اندېښمن کړي

په بروکسل کې د بروګل څېړنیز مرکز یوه تحلیل کوونکي جیکوب کیرکګارډ د فرانسې خبري اژانس ته وویل، ځینې فشارونه شته چې د بې‌اسناده کډوالو او رد شویو پناه غوښتونکو اخراج ګړندی شي.

د اروپايي ټولنې د احصایې دفتر د شمېرو له‌مخې، تېر کال له هغو ۵۰۰زره کسانو څخه چې له اروپايي ټولنې یې د شړلو امر شوی و، له ۲۰ سلنې څخه لږ یې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د سرحدي ادارې د معلوماتو له‌مخې، سږکال اروپا ته په ور روانو پناه غوښتونکو کې تر ډېره د سوریې، مالي او افغانستان وګړي شامل دي.

په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ګاونډیو او غربي هېوادونو ته د افغانانو کډوالي زیاته شوې ده.