د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایتس واچ) وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته، د طالبانو چارواکو هغه افغان مېرمنې چې د تېر حکومت په وخت کې یې د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کړې وې، ګواښلي دي.
د یاد سازمان په راپور کې چې نن (د اکتوبر په ۱۰مه نېټه) خپور شو او د تېر جمهوري نظام له ۲۴ ښځينه پولیسو سره د مرکې پر بنسټ جوړ شوی راغلي، پهداسې حال کې چې طالبانو د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په سلګونه انتقامي وژنې ترسره کړي، ډېری پخوانۍ ښځينه افسرانې لهدې ویرې پټې دي چې ونه پېژندل شي.
پهدې راپور کې راغلي چې، ځینې پخوانۍ ښځینه پولیسې او افسرانې، د خپلو خپلوانو لهخوا وژل شوي چې ګومان یې کاوه د دوی کار د کورنۍ لپاره "شرم" دی او طالبانو د دغو وژنو په اړه کره څېړنې نهدي کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان پهدې راپور کې همدا شان په تېر جمهوري نظام کې ښځينه پولیسو سره د دوی د نارینه مسوولینو او همکارانو لهخوا د جنسي تیري او ځورونې یادونه هم شوې ده.
"څو ځلې د طالبانو لهخوا وګواښل شوم، ان زموږ له ګاونډيو یې پوښتنه کوله چې ما پخوا څه کار کاوه، اخر مجبوره شوم چې یوه شپه وتښتم او ایران ته پناه راوړمد تېر نظام يوه ښځينه پوليسه
په راپور کې د پخواني ښځينه پولیسو په حواله راغلي، په دنده کې د ارتقا او د پام وړ پوستونو د ترلاسه کولو او له دندې څخه د ګوښه کولو د مخنیوي په بدل کې به له دوی څخه د لوړپوړو افسرانو لهخوا جنسي غوښتنې کېدې.
د بشري حقونو د څار سازمان پر طالبانو غږ کوي چې، په تېر جمهوري نظام کې د ښځینه پولیسو او نورو کارکوونکو، ځورونه، ګواښل او ناوړه چلند ودروي او باید په بې پرې ډول د دوی پر وړاندې د ناوړه چلند قضیې وڅېړي او مسوولینو ته یې سزا ورکړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې یوشمېر ښځينه پولیسې وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي ستونزو او د طالبانو د ګواښونو تر څنګ له اقتصادي ستونزو هم کړیږي.
یوې له دوی څخه د امنیتي ستونزو له امله، د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "د خپلې کورنۍ یوازينۍ ډوډۍ ګټونکې وم، اوس زه او کورنۍ مې هم امنیتي او هم اقتصادي ستونزو سره مخ یو، د طالبانو لهخوا د تعقیب لاندې یم او ګواښل کېږم، له یوه ولایته بل ولایت ته او له یوې سیمې بلې سیمې ته ځای بدلوم چې دوی پوه نهشي زه چېرته یم."
په تېر جمهوري نظام کې یوه بله ښځينه پولیسه چې نهغواړي نوم او غږ یې په راپور کې واخیستل شي، په لیکلي بڼه یې ازادي راډيو ته وویل، په تېر جمهوري نظام کې په وار وار د نارینه همکارانو لهخوا یې ځورول شوې او اوس د طالبانو له ویرې پټه ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې، ډېری دا ښځينه پولیسې له خپل هېواده تښتېدلي او ګاونډي هېوادونو ایران یا پاکستان ته یې پناه وړې او یا یې نورو هېوادونو ته د پناه اخیستلو هڅه کړې ده.
په ایران کې یوې کډوالې ښځينه پولیسې ازادي راډيو ته وویل: "څو ځلې د طالبانو لهخوا وګواښل شوم، ان زموږ له ګاونډيو یې پوښتنه کوله چې ما پخوا څه کار کاوه، اخر مجبوره شوم چې یوه شپه وتښتم او ایران ته پناه راوړم، دوه، دوه نیم کاله کېږي چې ایران کې یم خو لا هم د امنیت احساس نهکوم، تل هغه ویره او ګواښونه چې د هغوی لهخوا ماته کېدل، ما ځوروي."
په دې اړه نور: د افغانستان د مخکېني حکومت ځينې ښځینه پولیسې: له خطر سره مخ يو او نړيوالو هېر کړوپهداسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو د ملګروملتونو سازمان او د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو په وار وار د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو پر وړاندې د سرغړونو، پرته له قضا وژنو، نیولو او شکنجو راپورونه خپاره کړي.
خو د طالبانو حکومت چارواکو تل ویلي، د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.