د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ښځينه پولیسې له ځينو ناوړه دودونو سره مخامخې دي


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره په افغانستان د ښځینه پولیسو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ښځينه پوليسو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده چې وايي؛ دا ښځې په خپله ټولنه کې له ځينو ناوړه دودونو سره مخا مخ دي.

مقاله د يوې افغان ښځينه پوليسې پروينې په قيصه پيليږي چې په ۲۰۱۳م کال کې د وسله والو کسانو له خوا په يوولسو ډزو ويشتلو سره ووژل شوه. پروينه په ۲۰۱۳م کال کې د وژل شويو شپږو ښځينه پوليسو څخه يوه وه.

مقاله زياتوي چې د ښځو پر وړاندې د تشدد نظريه نه يوازې د طالبانو وه؛ بلکه دا په ټوله کې د افغان ټولنې يوه لويه برخه ده.

مقاله په يوه پوښتنه سره پر وړاندې ځي چې وايي؛ اوس چې بهرني ځواکونه او ورسره مالي مرستې له افغانستانه وځي؛ له لويديځ او د ارزښتونو سره يې له مخامختيا وروسته؛ دې هېواد څومره تغير کړی دی او ايا د ښځو د مقام په اړه په افغانه ټولنه کې بهرنيو نظريو کوم ځای نيولی دی که نه.

مقاله وايي، د طالبانو د حکومت له ختمېدو وروسته په ۲۰۰۱ کال کې افغانې ښځې د نړۍ پر کچه په ډېر ستونزمن حالت کې وې. تعلیم او روغتيايي اسانتياوو ته يې لارسی نه درلود. خو څوارلس کاله وروسته، د ښځو لپاره د پرمختګ مواقع شته.

خو د مقالې په وينا، اوس هم افغان ښځينه پوليسو ته په ښه سترګه نه کتل کيږي. خلک د دوی په هکله غلط فکر کوي او ويل کيږي؛ دوی خپلې کورنۍ شرموي. له همدې کبله، د مقالې په وينا، هغه ښځې چې لږ زده کړې لري او يا ډېري بې وزلې وي؛ له پوليسو سره کار کوي.

مقاله وايي، د لويديځ مرستندويه هيوادونو له خوا هم د دوی غوښتنو ته ځانګړی پام نه دی شوی. مقاله د مثال په توګه وايي چې د ښځو لپاره په حوزو کې د کالو بدلولو جلا خونې نشته ځکه چې ښځينه پوليسې نه غواړي؛ له خپلو کورونو څخه د پوليسو په يونيفورم کې کار ته ولاړې شي.

مقاله زياتوي، کله چې ښځينه پوليسې د خپلو نارينه همکارانو له خوا له جنسي ځورونې سره مخامخ کيږي؛ دوی په قانوني توګه د هغوی پر خلاف هيڅ هم نه شي کولی؛ ځکه چې د شکاياتو داسې سيسټم نشته.

وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال بيا د افغانستان د پوليسو لپاره د مالي مرستو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله وايي، د افغانستان حکومت او نړيوال ملاتړي يې فکر کوي د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې يا UNDP څخه په څه ډول د هغه مالي مرستې د صندوق د سمبالولو چارې تر لاسه کړي چې ورڅخه د افغان پوليسو معاشونه هم ورکول کيږي.

والسټريټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، له دې پيسو څخه چې په کال کې ۵۰۰ مليونه ډالر کيږي او د ملګرو ملتونو د پرمختيا د ادارې يا UNDP له خوا سمباليږي؛ د پوليسو معاشونه، امتيازات او نور مصارف ورکول کيږي.

د مقالې په وينا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له "يو اين ډي پي" څخه د دې صندوق د سمبالولو چارې د اخيستلو د شپږ مياشتني ضرب الاجل ملاتړ کړی و. دا اقدام د هغو هڅو برخه ده چې د افغانستان حکومت غواړي؛ نورې مالي مرستې د حکومت له خوا اداره شي.

والسټريټ ژورنال زياتوي، نړيوال مرستندويه هيوادونه اندېښمن دي چې ایا د افغانستان حکومت دا ظرفيت لري چې د بهرنيو هيوادونو د مرستو په سمه توګه نظارت وکړي او ايا د يوه اطمناني انتقال لپاره په کار وخت شته که نه؟

يوه امريکايي جنرال، توډ سيمونايت چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د امنيتي چارو د انتقال مسوول دی؛ وايي، په افغانستان کې بهرني سفيران به په راتلونکي کې د دې صندوق په اړه د پرېکړې لپاره له ولسمشر غني سره ويني.

XS
SM
MD
LG