د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

امريکا اخر هم افغان ځواکونو ته د الوتکو د ورکړې تړون لاسليک کړ


وال ستريت جورنال:

وال ستريت جورنال ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې افغانستان ته د الوتکو د سپارلو مساله څيړلې ده.

د دې مقالې په يوې برخه کې لولو چې د امريکا پوځ وروسته تر ډير ځنډ اخر افغان ځواکونو ته د الوتکو د ورکړې تړون د سيرا نيوادا کورپ په نوم له يوه شرکت سره چې هغه برازيلي شريک لري، لاسليک کړ.

له دغو شرکتونو سره د امريکا تړون تر څلور سوه اووه وويشت ميليونه ډالر زيات دي څو افغانستان ته يو شمير جنګي الوتکې وسپاري.

د وال ستريت جورنال ورځپاڼې په باور په افغانستان کې د يوې اغيزمنې هوايي قوې د جوړيدو په برخه کې د امريکا هڅې له ستونزو سره مخامخ وې خو له دې نوي تړون سره پکې پرمختګ وشو.

افغانستان تر اوسه جنګي الوتکې نه لري او په افغانستان کې امريکايي ځواکونه تل له افغان او بهرنيو ځواکونو سره هوايي ملاتړ کوي چې دغه حمايت د ملکي تلفاتو له امله تل د افغان او امريکايي پوځي چارواکو تر منځ د اختلافاتو په يوې منبع بدل شوي دي.

د ورځپاڼې په باور د الوتکو په برخه کې له شوي تړون سره به د افغانستان دغه نوي روزل شوي پوځ د لومړي ځل لپاره بريد کوونکې وړې الوتکې ترلاسه کړي.

د هغه شرکت رييس چې دا الوتکې تياروي وايي، له دې تړون سره خوشاله دي، ځکه چې يو شمير امريکايانو ته به د دغو الوتکو د جوړيدو له خاطره کار پيدا شي.

د وال ستريت جورنال په وينا څيړونکي په دې باور دي چې له دې تړون سره سره به بيا هم د دوه زره څوارلسم کال تر پايه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، دغه هيواد دا وړتيا پيدا نه کړي چې يو بشپړ هوايي ځواک ولري. خو وال ستريت جورنال څرګندوي چې کيداي شي د دې الوتکو اخيستل د افغانستان د هوايي ځواک د ستونزې د لرې کيدو لومړي ګام وي.

ټايمز:

د لندن ټايمز ورځپاڼه بيا د افغانستان پر هوايي ستونزې نه پر مځکنۍ امنيتي ستونزې غږيدلې. ورځپاڼې د افغان ښځينه پوليسو پر ستونزو ليکنه کړې ده.

ټايمز ليکي چې د ښځينه پوليسو په برخه کې په افغانستان کې د مخفي پوليسو عبارت دومره مطرح نه دي لکه د پوليسو د مخفي کيدو عبارت. د ورځپاڼې په باور ښځينه پوليسې تل په افغانستان کې غواړي چې ځانونه پټ کړي، د ټايمز په وينا کله ناکله له افغان پوليسو د هغوي ميړونه او کورنۍ هم خبرې نه وي چې دوي پوليسې دي.

د ټايمز ورځپاڼې په باور طالبان يوازې نه دي چې ښځينه پوليسې ګواښي، دودونه هم د هغوي د کار مخې ته خنډ ګرځيدلي.

ورځپاڼه د هلمند په ولايت کې د ښځينه پوليسو د روزنې يوه مرکز ته اشاره کوي او ليکي، دلته ښځې په چادريو کې راغلې دي او بهرني روزونکي روزنه ورکوي.

خو دا ښځې سربيره پر دې چې اکثر يې ليک لوست نه شي کولي د زده کړو په برخه کې ډيره انديښنه نه لري. د دغو ښځو يوې غړې ټايمز ته وويل، دا غواړي چې خپل هيواد ته خدمت وکړي خو د دې کورنۍ خبره نه ده او که چيرته هغوي خبرشي لويه ستونزه به ورته پيدا شي او که چيرته طالبان پوه شول نو بيا خو ورته د مرګ خطر شته.
XS
SM
MD
LG