د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

"د افغانانو ميراث"


نيويارک ټايمز ورځپاڼه تر دې سرليک لاندې "د افغانانو ميراث" ليکي، د افغانستان له جګړې سره په يوه وخت امريکا ډير کارونه د بيارغونې په برخه کې هم کړي دي، دغه هېواد د رغونې او امنيت پر پروګرامونو نژدې درې نوي ميليارډه ډالر لګولي دي.

خو له يوې لسيزې وروسته لاهم د حساب ورکونې، ادارې چارو او کارونو په برخو کې ځورونکي انديښنې شته.

د نيويارک ټايمز په وينا، په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د چارو سرمفتش دغه ستونزې په يو لړ رپوټونو کې پرله پسې کتار کړې او دې نتيجې ته رسيدلي، چې په افغانستان کې ځيني پروګرامونه عملا د امريکا د ګټو پر ضد روان دي.

د جان سوپکو په وينا، دغه ستونزې دوام لري او په داسې حساس وخت کې ادامه لري، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر په کمېدو دي او امريکا ډير وخت هم نه لري، څو دا ډاډ ترلاسه کړي، چې پروګرامونه او پروژې يې داسې عملي شي، چې افغانستان په خپلو پښو ودروي.

ورځپاڼه د "افغانانو ميراث" په نوم د خپرې کړې مقالې په پای کې ليکي؛ له پيله امريکا په افغانستان کې د شخړو، خوارۍ، فساد او د ولسمشر کرزي د لږ موثريت په څير ستونزو سره مخامخ وه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دوه زره څوارلسم کال لپاره د درې اعشاريه څلور ميلياډه ډالرو غوښتنه له کانګرسه کړې ده، چې له دې سره به د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا بيلې کړې پيسې شل مليارډه ډالرو ته ورسيږي.

خو د نيويارک ټايمز په باور مخکې تر دې، چې کانګرس دغه اضافي پيسې تصويب کړي، دې ته اړتيا شته، چې د بارک اوباما له ادارې د هغو سوالونو په اړه چې جان سوپکو يې لري، دقيق او صريح ځوابونه وغواړي.

د لويديځ بلې ورځپاڼې ډيلي ټيلګراف په خپلې تازه ګڼه کې د يوې جګپوړې افغان پوليسې د وژل کيدو په اړه ليکنه کړې.

ډيلي ټيلګراف ليکي، اسلام بي بي په هلمند کې د طالبانو د دښمنۍ په وړاندې يوه سيمبول وه. دغه اووه ديرش کلنه د دوه ديرش ښځينه پوليسو قوماندانه وه، چې د هلمند اکثر ښځو ته يوه مثال وه. د هغه ځای ښځو ته چې د ورځپاڼې په باور لاهم په کې طالبان ګڼ دي او په لارو کوڅو کې يې لږ ښځې ترسترګو کيږي.

اسلام بي بي د روان کال په پيل کې ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي وو؛ ورور، پلار او خويندې مې له ما سره مخالفت کوي او ورور خو مې درې ځلې زما د وژلو نيت کړي.

اسلام بي بي په مرکه کې بيا ويلي وو، چې پيسو ته مې اړتيا ده، هيواد راباندې ګران دی، د پوليسو په يونيفارم کې د وياړ احساس کوم او غواړم د يوه په پښو ولاړ پرمختللي افغانستان لپاره هڅې وکړم.
XS
SM
MD
LG