شورابک ته څېرمه په ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو نښته؛ طالبان: وضعیت لا هم نورمال نه دی

ارشیف: په ډیورنډ کرښه پاکستانی سرتېری د پیرې پر مهال

د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې ورځې پیل شوې نښته پای ته رسېدلې، خو په یادې سیمه کې طالب چارواکو ازادي راډيو ته ویلي چې وضعیت لا هم نورمال نه دی.

د شورابک لپاره د طالبانو د حکومت امنیه قومندلن ملا ظفرالله ازادي راډيو ته وویل چې وضعیت لا هم نورمال نه دی او د بلې جګړې د پیل احتمال شته.

ظفرالله وايي: د پاکستان لخوا هاوانونه او ډزې کېدلې چې دلته یې د خلکو فصلونو او مالونو ته زیان ورساوه. هلته زموږ ځواکونو پوستې جوړولې چې لومړی پرې پاکستانیانو ډزې وکړې، زموږ مجاهدین نو بېرته پرې دفاعي ډزې وکړې

هغه وايي: "د پاکستان لخوا هاوانونه او ډزې کېدلې چې دلته یې د خلکو فصلونو او مالونو ته زیان ورساوه. هلته زموږ ځواکونو پوستې جوړولې چې لومړی پرې پاکستانیانو ډزې وکړې، زموږ مجاهدین نو بېرته پرې دفاعي ډزې وکړې او دلته د هغوی نږدې پوستې یې ورختمې کړې. اوس هم وضعیت نورمال نه دی. زموږ مجاهدین په خپلو مورچلو کې د دفاع په حال کې چمتو ناست دي."

ملا ظفرالله وایي چې د سیمې اوسېدونکو ته د محافظوي تدابیرو خبره کړې ده.

نوموړي وویل چې په دې نښته کې د دوی لورې ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو د پاکستان د بلوچستان ایالت د نوشکي سیمې د پولیسو قومندان امجد سومرو بي‌بي‌سي سره خبرو کې ادعا کړې چې د دوی پوله ساتو ځواکونو په نښته کې د افغانستان لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې، خو طالب سیمه‌ییزو چارواکو دا ادعا رد کړه.

په دې اړه نور: بلوچستان سرحدي سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو او افغان طالبانو نښته؛ سومرو: طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

بلخوا پاکستانۍ رسنۍ ډان نن د اکټوبر په اوومه د د جګړې په سیمه کې د پاکستاني امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړي چې په دې نښتو کې یو پاکسانی عسکر هم ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې د شورابک ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې د ګزلني په نوم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ لاره تړل شوې چې د دواړو خواو خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: "د شورابک د اغزن تار شاوخوا وړې او لویې لارې ټولې تړل شوي دي، د همدې جګړې له امله نن یې درېیمه ورځ ده چې دا لارې بندې دي او د دواړو خواوو د کلیو اوسېدونکو ته یې سختې ستونزې پیدا کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وسله‌والې نښتې زیاتې شوي دي.

تازه څو ورځې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې او د کونړ او خاص کونړ ولسوالۍ کې هم د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې مرګ‌ژوبله یې هم لرله.

په دې اړه نور: د سيمې خلک: کونړ او ننګرهار کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي

د دغه نښتو له امله د سیمې ګڼې کورنۍ هم بې‌ځایه شوي چې لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستنې شوي دي.

د ننګرهارد ګوشتې ولسوالۍ یو اوسېدونکي ممتاز ازادي راډیو ته وویل: "نن څلورمه ورځ ده چې وضعیت نورمال دی، له پنځه کلیو سلاله، وچتل، توتکیه او شیدکی نه چې د جګړې له امله کوم کسان بې‌ځایه شوي دي، یونیم یې بېرته خپلو سیمو ته تللي نور ټول لا بې ځایه دی."

د یادولو ده چې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې تر پخوا لا ډېرې ترینګلي شوي دي.

کابل او اسلام‌اباد یو بل تورنوي چې د دوی وسله‌والو مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی.

پاکستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د داعش خراسان څانګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پټنځایونه لري.