د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن سبا او بل سبا د افغانستان په یو شمېر سیندونو کې د سختو ورښتونو له امله د اوبو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د سختو اورښتونو او سېلابونو سره مخ دی، تازه د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د دې هېواد په بېلابېلو سیندونو کې د سختو اورښتونو له امله د اوبو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي چې د نن یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه به د سختو اورښتونو له امله د هریرود، هلمند، کابل، شمال او امو په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شي.
په خبر پاڼه کې راغلي، د اوبو کچې لوړوالی په بادغیس، غور، هرات، دایکندي، فراه، زابل، غزني، لوګر، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، د تخار او بدخشان په مرکزونو، تالقان او فیضآباد کې ډېر ممکن دی.
په خبرپاڼه کې د یادو سیمو له هغه اوسېدونکو چې د سیندونو تر غاړې استوګن دي، غوښتل چې خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
خو پوښتنه دا ده چې خلک څنګه کولای شي د ناڅاپي سېلابونو نه ځانونه وژغوري؟
سلیمان خېل وايي: کله چې د سېلاب په اړه خبرداری ورکول کېږي، خلک باید عاجل امن سیمو ته ځانونه ورسوي.
د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوه سید محمد سلیمان خېل ازادي راډيو ته وویل: "کله چې د سېلاب په اړه خبرداری ورکول کېږي، خلک باید عاجل امن سیمو ته ځانونه ورسوي، په داسې لارو تګ وکړو چې عمومي لارې وي او هلته د سېلابونو د راتګ خطر نه وي، د خوړو او درملو یوه کڅوړه باید له ځانونو سره ولرو چې د اړتیا پر وخت ترې ګټه واخلو."
دی وايي، دغه شان باید خپلو ګاونډویانو د کلي اوسېدونکو او خپلوانو ته خبر ورکړل شي څو هغوی هم ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.
نوموړی غوښتنه کوي چې د خپلو سیمو نه د وتلو پر مهال باید په کورونو کې د برښنا، ګازو او اوبو جریان پرې شي څو د ناوړه پېښو مخه ونیول شي.
سلیمان خېل دا هم وویل چې د سېلاب په جریان او له سېلاب وروسته هم ځینو مهم مسایلو ته باید پام وشي.
د سېلابونو له اوبو استفاده نه کول، د روغتیايي مسوولانو سپارښتونو ته پام او تر دوهم امر پورې خپلو سیمو ته د بېرته تګ هڅه نه کول هغه مهم مسایل دی چې دی یې د سېلاب په جریان او له سېلاب وروسته خلکو ته وړاندیزوي.
د کرنې او چاپېریال ساتنې د برخې یو متخصص سرحدي ځواک بیا ازادي راډيو ته وویل: "هغه سیمې چې ځنګلونه او ونې ونه لري، خلک باید هڅه وکړي چې هلته مصنوعي ځنګلونه وکري، ځکه ځنګلونه د سېلابونو په مخنیوي کې مهم رول لري او دوهمه خبره دا چې هغه خلک چې د سیندونو په غاړو او داسې سیمو کې اوسېږي چې هلته د سېلابونو د راوتلو خطر موجود وي د تېزو اورښتونو پر مهال باید دستي ځانونه امن سیمو ته ورسوي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې هم تېره ورځ د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام پرون ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هېوادونو څخه یو دی چې د اقلیم د بحران تر ټولو لوړه کچه لري.
همدا تېره تېره اوونۍ د ننګرهار او کونړ ځینې سیمې سختو سېلابونو وځپلې چې له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه ورسېدل.
د دغو سېلابونو له امله څلور کسان مړه او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.