بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر بنګړيوالې: د طالبانو له لوري مو کاروبار له خنډ سره مخامخ دی

له ارشيفه د يوې بنګړيوالې انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر بنګړیوالې چې د سړکونو په غاړو کې بنګړي خرڅوي، ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو یې کار له خنډ سره مخ کړی دی.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار، دلته د واټونو پر سر ګڼ پلورونکي بېلابېل توکي پلوري، چې بنګړیوالې هم په‌کې دي.

کله چې کار کوو طالبان راځي او وايي ټول کړئ بنګړي، ټولوم يې خو چې بېرته ولاړ شي بیا يي هواروو."
افغان ګل بنګړيواله

خو ځینې دوی ادعا کوي د طالبانو ځواکونه یې د کار مخه نیسي او نه پرېږدي چې د نجونو مړوندونو ته بنګړي واچوي.

افغان ګل چې له درې لسیزو راهیسې په کابل کې بنګړي خرڅوي، ازادي راډيو ته یې وویل: "له دېرشو کلونو راهیسې همدا کار کوم، د ورځې درې سوه یا څلور سوه ګټم، پخوا مو هم همدا کار و او اوس هم دی، مخکې هم څلور یا پنځه سوه کېدل، کله چې کار کوو طالبان راځي او وايي ټول کړئ بنګړي، ټولوم يې خو چې بېرته ولاړ شي بیا يي هواروو."

په جوزجان ولایت کې د نسيمې په نوم یوه بله بنګړیواله وايي، له اتو کلونو راهیسې نجونو او ښځو ته بنګړي اچوي او له‌دې لارې عاید ترلاسه کوي.

که څه هم هغه د خپل کار څخه راضي ده خو وايي، دې ته اړه ده چې د اسلامي حجاب په مراعتولو چې طالبان پرې ټینګار کوي، په واټونو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه وايي: "دولس کاله کېږي چې بنګړي خرڅوم، د ورځې دوه سوه درې سوه ګټم، مخکې مو هم کار ښه و او اوس هم ښه دی، نور بل څوک نه‌لرم یوازې یم، موږ ته وايي ماسک واغوندئ او حجاب وکړئ."

په دې اړه نور: یو شمېر سوداګرو مېرمنو له افغانستانه له وتلو وروسته انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې

په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي د بنګړیوالو د کار پر وړاندې د خنډونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار کې د بنګړیوالانو لپاره د یوې بلې کاري ورځې پیل، خو یوشمېر بنګړيوالې د طالب ځواکونو له چلند څخه ناخوښې دي.

مرجان او صبري ګل چې دواړه د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرستانې دي ازادی راډیو ته یې وویل، طالبان ډېری وخت دوی ته د کار اجازه نه ورکوی چې له امله یې اقتصادی ستونزې یې زیاتې شوې دي.

بنګړي خرڅوم، تاوان يې له عایده زیات دی، یو خو له کور او اولادونو مې لرې یم او له بلې خو اسلامي امارت ګډوډي جوړوي
صبري ګل

مرجان راډيو ته وويل: "زموږ په کور کې بل څوک نه‌شته چې کار وکړي، مېړه مې مړ شوی او لس کاله کېږي چې بنګړي خرڅوم، مخکې مو کار ډېر ښه و، خو اوس چې د اسلامي امارت کارکوونکي راځي، زموږ وسايل هر خواته غورځوي او موږ ګواښي، له همدې امله مو کار خراب شوی."

دغه راز صبري ګل وايي: "له کله نه مې چې واده کړی، بنګړي خرڅوم، تاوان يې له عایده زیات دی، یو خو له کور او اولادونو مې لرې یم او له بلې خو اسلامي امارت ګډوډي جوړوي، د هغوی له لاسه ډېرې پرېشانه یو."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته، په تېرو درې کلونو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي، چې تر ټولو مهم یې د کار او زده‌کړو په برخه کې دي.

له بلې خوا په کابل کې یوشمېر ښځې او نجونې چې د بنګړيو په لاسولو لېواله دي وايي چې، په وروستیو کلونو کې د بنګړیوالانو حضور د استوګنې په سیمو او تفریحي ځایونو کې هم کم شوی دی.

د دوی له ډلې زهرا ازادي راډيو ته وويل: "پخوا به بنګړيوالې په کوڅو کې ګرځېدلې او هغو مېرمنو او نجونو چې غوښتل هغوی به یې کور ته غوښتې او بنګړي به یې اخیستل، خو اوس دوی په کوڅو کې نه ګرځي او د خلکو کورونو ته هم نه‌ځي."

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په ټوله کې د ښځو سوداګري زيانمنه شوې چې ډېری سوداګرو مېرمنو ازادي راډيو سره مرکو کې د خپلو کاروبارونو د تړلو ادعا هم کړې.

دغه راز د سپوږمۍ په نوم د کابل يوه بله اوسېدونکې وايي: "هرې سیمې ته به چې تلې لږ تر لږه ۸ تر ۱۰ بنګړیوالې به وې، زه په خپله شاهده وم، اوس ډېر لږ شوي دي، په پارکونو کې خو بیخي نه‌شته، د قرغې بند، سیاد یا پغمان ته به چې تلو لیدلې به مو چې یو ځای به سره کېناستې او بنګړي به یې خپل مخکې ایښودل او نجونو او مېرمنو به په خپلو لاسونو کې بنګړي اچول."

بنګړي د لاس مشهورو ګاڼه ده چې په پراخه کچه د نجونو او مېرمنو له‌خوا کارول کېږي.

ډېری مېرمنې په مېلمستیاو او ودونو کې له سیمه‌ییزو کالیو سره بنګړي اچوي.

دا بنګړي بېلابېل رنګونه او ډولونه لري چې ډېری یې شیشې او پلاستيکي دي.

د افغانستان ترڅنګ، هند او پاکستان هم د هغو هېوادونو څخه دي چې مېرمنې د بنګړیو په لاس کولو سره خاصه مینه لري او هند د دې ګاڼې یو له اصلي جوړونکو څخه دی.