د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د ځوانانو لپاره ځانګړې خپرونه


په دې تاندې څانګې كې لومړى د افغاني دوديزو جامو په اړه چې نن سبا موډ دي د انجونو خبرې اورو.

دوديزې جامې د هر ملت كلتوري ميراث ګڼل كېږي چې له پېړيو ور پاتې وي.

د نړۍ هر ملت لكه څنګه چې ځانته ژبه، انګېرنې، دودونه او خويونه لري دغسې ځانته ځانګړې دوديزې جامې هم لري.

افغانان هم د نړۍ د نورو ملتونو په څېر دوديزې جامې لري چې تر اوسه يې ګڼ افغانان د ورځنيو جامو په توګه اغوندي.

ښځينه دوديزې جامې چې اوس هم د افغانستان په ګڼو سيمو كې په خپله پخوانۍ بڼه پاتې دي او د ښځو په ځانګړې توګه انجونو ورځنۍ جامې جوړوي خاص هنري ارزښت او ښايست لري.

د افغاني دوديزو جامو جوړښت چې په افغاني ګنډ هم مشهورې دي تر ډېره يو ډول دي يعنې چوڼداره كميس، ګېبي يا چتې پرتوګ او لوى ټيكرى لري چې له لسو تر پنځلس مترو ټوټه په كې كارېږي.

دغه جامې معمولا سره، زرغون او تور رنګونه لري، پاولي، وړې هندارې او كله ناكله يو ډول د سپينو زرو روپۍ چې مشهدۍ ورته وايي پرې پورې وي او په زر تارو، چرمو يا ورېښمينو تارونو خامك شوي وي.

افغاني ګنډ تر ډېره په كليو او بانډو كې كليوالي انجونې او مېرمنې اغوندي خو نن سبا دغه ډول جامې په ښارونو كې هم مود شوي او ګڼې نجونې يې په محفلونو او ځينو
نورو مناسبتونو كې اغوندي.

افغاني جامې معمولا له ورېښمينو، بنارس، قناوېز او كتان ټوټو رغېږي.

نن سبا كتان او يو ډول نورې افغاني جامې چې ليلا مجنون يې بولي انجونې زياتې خوښوي.

لكه څنګه مو چې مخكې وويل، افغاني ګنډ انجونې او مېرمنې معمولا د خوښېو په محفلونو كې اغوندي، دغه راز اكثره ناويانې هم د نكريزو په شپه له بنارس ټوټې جوړې افغاني دوديزې ختې اغوندي چې ناوې ته خاص ښايست وركوي.

افغاني جامې ځانته ګاڼه لري چې اكثره د سپينو زرو وي لكه لښتۍ، وښي، بنګړي، اميلونه او داسې نور چې د ګڼو انجونو په نظر د افغاني جامو مهم جز جوړوي.


افغاني ګنډ نه يوازې دننه په افغانستان كې انجونې او مېرمنې زياتې خوښوي بلكې هغه افغانان چې په اروپا او امريكا كې اوسي هم د ملي ورځو په لمانځغونډو، اخترونو او نورو خاصو ورځو كې افغاني ګڼد اغوندي.

د خپرونې په دوهمه برخه كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا د ځوانانو د ملي شورا د جوړېدو په اړه رپوټ لرو.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ځوانانو معينيت غواړي د ځوانانو د ستونزو د اواري او د ټولنې د سمون لپاره په نژدې راتلونكې كې د ځوانانو ملي مشورتي شورا جوړه كړي.

په دغې شورا كې چې د افغانستان د ټولو ولايتونو د استازو په ګډون به جوړېږي د ځوانانو استازي به د ځوانانو په ستونزو او غوښتنو خبرې كوي او خپل نظرونه او سلا مشورې به د عملې كولو لپاره د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته وړاندې كوي.

د ځينو شمېرنو په اساس د افغانستان د نفوسو زياته برخه ځوانان دي خو ګڼو ته يې تر اوسه هم د لومړنيو او لوړو زده كړو زمينه نه ده برابره، د مخدره توكو په جال كې راښكيل دي، د جګړو ميدانونه پرې تاوده ساتل كېږي او ګڼ نور د كار روزګار د زمينو له نشتوالي سرټكوي.

ګڼ ځوانان د ځوانانو د مشورتي شورا په جوړېدو خوشاله دي خو وايي چې دغه شورا بايد نمايشي نه وي بلكې د ځوانانو د ژوند د بهترۍ لپاره عملي ګامونه بايد اوچت كړي.

او د خپرونې په وروستيو كې د اوونۍ د سندرې اورېدل هم له ياده مه باسئ.

تاندې څانګې خپرونه چې په كابل كې يې لينا شريفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG