له پاکستان سره د خرلاچي لاره بېرته پرانيستل شوې؛ خو يوشمېر سوداګر وايي لا هم ستونزې شته

ارشيف

یوشمېر سوداګر وايي، سره له‌دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ خرلاچي پوله له نهو ورځو بندیز وروسته بېرته پرانیستل شوې او همدا راز د تورخم له لارې هم د دواړو هېوادونو تر منځ په تدریجي ډول سوداګرۍ بېرته پیل شوې، خو دوی لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، خرلاچي لاره چې په سیمه کې د دوه قومونو ترمنځ د سختو نښتو له امله د سپټمبر په ۲۱مه بنده شوې وه، پرون سه‌شنبه د اکتوبر په لومړۍ نېټه بېرته پرانيستل شوه، خو بیا هم ډېر لږ شمېر موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

ډېر لږ موټر اوړي، پخوا که په ورځې کې ۵۰ موټر اوښتل اوس یوازې ۵ موټره اوړي."
يو افغان سوداګر

افغان سوداګر حمید‌ګل ازادي راډيو ته وویل، په سوداګریزو توکو بار ۱۱ موټر یې په تورخم او درې نور یې د خرلاچي په دروازه کې له تېرو څو ورځو راهیسې ولاړ دي.
نوموړی وايي: "خلاص شوی دی خو د دې نه بند ښه و، زموږ تمه او هیلې ورته نه وې چې بند دی، اوس مو موتر ولېږل، هلته په ګرمۍ کې ولاړ دي، د ۲۸مې نېټې موټر اوس هم ولاړ دي، ډېر لږ موټر اوړي، پخوا که په ورځې کې ۵۰ موټر اوښتل اوس یوازې ۵ موټره اوړي."

په ورته وخت کې یوشمېر نور سوداګر بیا وايي چې، د تورخم له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ له تېرو څو ورځو راهیسې په تدریجي ډول بیا پیل شوې او د بار وړونکو موتړو چلونکو ته د شلمان-ملاګوري له لارې د تګ راتګ اجازه ورکول شوې.

خو د تازه مېوو افغان سوداګر رفیع‌الله جبارخېل د دې لارې د ستونزو په هکله ازادي راډيو ته وویل: "په شلمان باندې موټر پرېږدي، خو هلته ډېرې ستونزې دي زموږ موټر له هغې لارې نه ځي، موږ خپل یوشمېر مالونه د تورخم په شلمان لارې ولېږل، ډېرې ستونزې موږ ته پیدا شوې، په میلیونونه روپۍ مو زیان وکړ، د شلمان لاره یوه خامه لاره ده، ډېر کنډوکپرده."

ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې

دغه سوداګر چې وايي، په میلیونونه ډالرو زیان ور اوښتی، د دې ستونزو د حل غوښتونکي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه که څه هم د خرلاچي لارې له خلاصېدو هرکلی کوي، خو وايي باید د تورخم-پېښور لار چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار ده، خلاصه شي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "د خرلاچي لاره هم زموږ لپاره ښه ده، زموږ د مېوو او سبزیو لپاره، حد اقل ستونزې به حل شي، یعنې یو لس سلنه به زموږ په سوداګرۍ کې حرکت راشي، د شلمان په نوم بله لار ده چې خامه ده، په هغې هم زموږ موټر راځي خو درانه او ترانزیتي موتر نه‌شي راتلای او هغه هم ډېر لږ موټر راځي او ډېر لګښت پرې راځي."

نوموړی وايي، له پاکستان سره د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ د سیاسي مسایلو له کبله ۶۰سلنه کم شوی دی.

په دې اړه نور: الکوزی: ښايي له پاکستان سره ټرانزیټ او راکړه ورکړه تر ۶۰ سلنې هم ډېره کمه شوې وي

د تورخم-پېښور لار د بېګیاړۍ په سیمه د تېرې اګسټ میاشتې له ۲۰مې نېټې راهیسې د ولسي احتجاج کوونکو له لوري تړل شوې ده.

که څه هم په اسلام‌‌اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست په ٢٧مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته د دغې لارې د خلاصېدو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه کوم اقدام نه‌دی شوی.

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزۍ ګډې خونې چارواکو هم ازادي راډيو ته ویلي و، چې د بېلابېلو سیاسي لاملونو له امله، د دې دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه خورا ټیټه شوې او سوداګرو ته یې په میلیونونه ډالرو زیان اوښتی.