د شمېرل شویو رایو لهمخې، د اتریش ښي اړخي افراطي د (ازادۍ) ګوند د ٢٩،٩ سلنې رايو په تر لاسه کولو سره په لومړي مقام کې دى.
د اتریش د اوسني صدراعظم کارل نهامر په مشرۍ د خلکو ګوند د ۲۶،۳ فیصده رایو په ګټلو سره دویم ځای خپل کړی دی.
سوسیال دیموکرات ګوند هم د ۲۰،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په درېیم ځای کې دی.
دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې د اتریش په انتخاباتو کې د ښي اړخه ګوند لومړی مقام ګټلی دی.
لهدې سره-سره دا ګوند ممکن راتلونکی حکومت جوړ نهکړای شي ځکه اړ دی چې له نورو ګوندونو سره ایتلاف وکړي.
نورو اکثرو ګوندونو وار د مخه له ښي اړخي افراطي ګوند سره د کار کولو لېوالتیا نهده ښوولې.
د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د ازادۍ ګوند مخالفین د اتریش په پلازمېنه ویانا کې واټونو ته راووتل او د پارلمان مخې ته یې مظاهرې وکړې.
د ازادۍ ګوند پلويان هم په جلا جلا توګه په واټونو کې راټول شوي وو او خوښي يې کوله.
د ازادۍ ګوند مشر او د اتریش د کورنیو چارو پخوانی وزیر هربرت کیکل د پایلو تر اعلان وروسته د اتریش په مخ د یوه نوي باب د پرانیستو خبر ورکړ.
نوموړي ويلي: "موږ د یوه نوي فصل په مخ ور پرانیست، موږ واقعاً اوس د اتریش په تاریخ کې دا نوی باب په ګډه لیکو، موږ دا فکر بنسټیز کړ چې اول خلک دي بیا صدراعظم."
دا پایلې د اتریش په سیاسي ډګر کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي.
"موږ د یوه نوي فصل په مخ ور پرانیست، موږ واقعاً اوس د اتریش په تاریخ کې دا نوی باب په ګډه لیکود ازادۍ ګوند مشر او د اتریش د کورنیو چارو پخوانی وزیر هربرت کیکل
د ازادۍ ګوند د پلویانو د پام وړ وده د اوسني حکومت د پالیسیو په وړاندې د خلکو د یوې مهمې برخې ناخوښۍ ښیي او سخت دریځو ښي اړخو د لوړ انفلاسیون، په اوکراین کې د جګړې او د کوویډ ناروغۍ اړوند د رای ورکوونکو لهدې ناخوښۍ ګټه پورته کړې ده.
د ښي اړخي افراطي ګوند مشر هربرت کیکل په خپل ټاکنیز کمپاین کې د "نابللو کډوالو" د بېرته ستنولو شعار ورکاوه.
کیکل همدارنګه د سرحدونو د سخت کنټرول او د یوه بېړني قانون لهمخې د پناه د حق د ځنډولو په اړه ټینګار کړی.
د هغه ګوند پر روسیې د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتونکی دی او اوکراین ته د لوېدیځوالو په پوځي مرستو سخته نیوکه لري.
اوسني صدراعظم او د خلکو د ګوند مشر کارل نهامر خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې، ګوند یې د خپل سیال "ازادۍ ګوند" په وړاندې بایللې ده.
په اکثرو اروپايي هېوادونو کې ښي اړخي افراطي ګوندونه مخته راغلي.
دا میاشت د جرمني د کډوالو ضد اې اف ډي الترنیتیف ګوند هم ګڼې رایې وګټلې.
تر دې مخکې هالند کې د ګیرت ویلډرز په مشرۍ ښي اړخي ګوند هم بریا خپله کړې وه.
په جون میاشت کې هم د اروپا پارلمان ته د اکثرو ښي اړخو ګوندونو غړو لار پیدا کړه.