اسراییلي ځواکونه په لبنان کې د احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

په غزه کې جنګېدونکي اسراییلي سرتېري

د اسراییل لوی درستیز وایي، هېواد یې د لبنان دننه پلیو تهاجمي عملیاتو ته چمتو کېږي.

هرزي هالوی چهارشنبه د تلې یا میزان څلورمه وویل چې روانه اوونۍ په لبنان کې سخت هوایي بریدونه د دې برید پيلامه ده.

هالوی د اسراییل په شمالي سرحد کې د پوځي تمریناتو د لیدنې پر مهال وویل چې د دوی ځواکونه د لبنان خاورې ته د احتمالي برید لپاره تیارسی دي.

څو ساعته مخکې تر دې څرګندونو حزب‌الله ډلې ویلي وو چې یو بالستیک توغندی یې تل‌ابیب ته څېرمه د اسراییل د استخباراتو د دفتر پر لور ویشتلی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي دې برید ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه او سي‌این‌این تلوېزیون ته یې وویل چې دا یوه بله نښه ده چې اسراییل د ایران د یوې ملاتړې ترهګرې ډلې له لوري له رښتیني ګواښ سره مخامخ دی.

پر لبنان د اسراییل د بریدونو او د تل‌ابیب پر لور د حزب‌الله له برید سره په ورته وخت کې ‌ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوي چې د یوې پراخې جګړې مخه ونیول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په منځني ختیځ کې کړکېچ سخت بللی او پرون یې وویل چې واشنګتن له خپلو متحدانو سره هڅې کوي چې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د پراخې جګړې مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د اسراییل لوی درستیز ویلي دي چې د حزب‌الله ځپل به ادامه پیدا کړي.

هالوی وایي چې د اسراییل هدف دا دی چې هغه شاوخوا شپېته زره اسراییلیان چې د اسراییل له شماله کډه شوي، بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا کسان د تېر کال اکټوبر له اوومې راوروسته چې حماس د اسراییل دننه برید وکړ، بې‌ځایه شوې دي.

حماس د حزب‌الله ډلې په څېر د امریکا متحده‌ایالتونه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د حماس د پروسږ کال برید په ترڅ کې لږترلږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ کسان برمته شول.

همدا د اکټوبر د اوومې نېټې برید د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې د جګړې سبب شو چې لا هم دا جګړه روانه ده.

حزب‌الله وایي چې پر اسراییل چې کوم بریدونه کوي دا له حماس ډلې څخه د ملاتړ لپاره کوي.

د لبنان دولتي اژانس انسو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې اسراییلي الوتکو د لبنان په جنوبي سیمو کې بریدونه کړي.

اسراییل وایي چې د حزب‌الله ډلې د وسلو په لسګونو زېرمې یې له منځه وړي دي.