د یونسکو عمومي مشره: په افغانستان کې د ښځو یو نسل د قرباني کېدو له ګواښ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو سازمان د یونسکو عمومي مشره آدري ازولای

د ملګرو ملتونو فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان یا یونسکو عمومي مشره وايي، په افغانستان کې د ښځو یو نسل د قرباني کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د یونسکو عمومي مشره په افغانستان کې د تعلیمي محدودیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دغه هېواد په تېرو درېیو کلونو کې له عامه ژونده د نجونو او ښځو د لرې کولو په موخه له تاوتریخوالي ډک په شا تګ سره مخ دی.

ارشیف: په کابل کې د طالبانو له‌خوا له زده‌کړو یوه محروم کړای شوې نجلۍ

آدري ازولای د فرانسې خبري اژانس "ایکس‌پرېس" سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو یو نسل د قرباني کېدو له خطر سره مخامخ دی.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان اوسمهال په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

اغلې ازولای زیاته کړه: "دا یو داسې وضعیت دی چې باید موږ ټول اندېښمن کړي او دا زما لپاره یوه حیاتي مبارزه ده."

هغې د خبرو په دوام کې د نجونو د ازادۍ او د زده‌کړو د حق نه ورکول د نه منلو وړ وباله او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې د نجونو د زده‌کړو حق بېرته ورکولو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي.

د یونسکو عمومي مشرې ویلي، په داسې حال کې چې دا سازمان په افغانستان کې د زده‌کړو د بدیل میتودونو د ملاتړ لپاره کار کوي، خو ټینګار یې وکړ چې هېڅ شی د ښوونځیو په ټولګیو کې د رسمي زده‌کړو ځای نه‌شي نیولی.

په همدې حال کې په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې یو شمېر نجونې وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له‌خوا پر زده‌کړو د بندیز دوام دوی ناهیلې کړي.

فرزانه او مريم چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال د ښوونځي په يوولسم او نهم ټولګي کې وې، ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

فرزانې وویل: طالبان دې، دې ته پام وکړي چې ښځې په نورو اسلامي هېوادونو کې څومره پرمختګ کوي، خو مونږ د زده‌کړې حق نه‌لرو.

فرزانه وايي: "څه باندې درې کاله وشول چې د ښوونځیو دروازې زمونږ پر مخ تړل شوي او مونږ په کورونو کې بندیانې شو، طالبان دې، دې ته پام وکړي چې ښځې په نورو اسلامي هېوادونو کې څومره پرمختګ کوي، خو مونږ د زده‌کړې حق نه‌لرو."

مریم وویل: "زه داسې یوه نجلۍ وم چې په یوه نړۍ امېدونو او هیلو مې ژوند کاوه چې له نورو سره مرسته وکړم، خو څه باندې درې کاله کېږي چې زمونږ ټولې هیلې له منځه تللي او د هېواد په شان نامالوم برخلیک لرو."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې په افغانستان کې د بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې پوهنتونونو ته یې له تلو هم منع کړي دي.

د طالبانو حکومت تل د ښځو زده‌کړه او کار د افغانستان کورني مسایل ګڼلي او ټینګار یې کړی چې په دغه هېواد کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه د هېواد دننه او بهر د افغانانو او د بشري حقونو د یو شمېر بنسټونو او نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو سره سره د طالبانو حکومت په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی او پر نجونو یې بندیزونه زیات کړي دي.