په کندهار کې د افغاني غالیو سوړ بازار او د دې صنعت ورکېدو اندېښنې رامنځته کړي

په کندهار کې د غالیو پلورنې یو دوکان

په کندهار کې د غالیو اوبدونکي او پلورونکي وایي، د افغاني غالیو بازار سوړ شوی دی.

دوی وايي، پخوا به افغاني غالۍ نړیوالو بازارونو ته صادرېدې، خو اوس د سوداګریزو اړیکو محدودیتونو دې صنعت ته زیان رسولی دی.

د غالۍ اوبدونکو او پلورونکو په وینا، افغانۍ غالۍ د بهرنیو غالیو په پرتله ښه کیفیت لري او د دې صنعت د ژغورلو لپاره اړتیا ده چې حکومت ورته بازار موندنه وکړي.

۴۵ کلنه فاطمه د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره یوځای په خپل کور کې غالۍ اوبي څو د خپلي کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

ارشیف: په افغانستان کې یوه غالۍ اوبدونکې

فاطمه وايي، د کندهار په بازار کې اوس غالۍ هېڅ پلور نه لري او یا هم په ډېره کمه بیه
پلورل کېږي.

د هغې کوچنی کارځای، چې په کندهار کې د لاسي غالیو یوازېنی مرکز دی، د سوړ بازار له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي وویل: "موږ ډېر زحمت باسو، خو د غالیو بازار داسې خراب شوی چې زموږ لاسي غالۍ په هېڅ بیه نه پلورل کېږي، پخوا په اووه یا اته سوه افغانۍ پلور کېده، اوس په دوه درې سوه افغانۍ خرڅېږي."

که څه هم کندهار د د لاسي غالیو اوبدلو دود د پخوا څخه کمرنګه دی، خو یو مهال په‌کې لسګونه دوکانه موجود وو.

اوسمهال د لاسي غالیو د پلور یوازې یو دوکان فعاله دی.

حاجي عبدالرشید، چې د کندهار په ښار کې د غالیو د پلور یوازېنی فعال دوکان لري، وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې هېڅ غالۍ بهر ته نه ده صادره کړې.

هغه زیاتوي که حالت همداسې دوام وکړي نو دی اړ دی چې خپل دوکان هم بند کړي او که د حکومت له‌خوا ورته کومه پاملرنه ونه شي نو دا صنعت به نور هم زیان وویني.

په کندهار کې غالۍ پلورنکي د دې صنعت د بیا راژوندي کېدو لپاره د بازار موندنې غوښتونکي دي.

حاجي عبدالرشید زیاتوي: "پخوا په دغه مارکېټ کې ټول د غالیو د پلور دوکانونه وو، اوس یوازې زما دوکان پاتې دی. حکومت دې د بازار په پیدا کولو کې راسره مرسته وکړئ."

د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولان وايي چې د لاسي غالیو دود په دې ولایت کې کمرنګه دی، خو دوی هڅه کوي چې دا ډول صنعتونه دلته بیا راژوندی کړي.

د کندهار د صنعت او کانونو د خونې رییس سید سرور اماني ازادي رادیو ته وویل چې څه موده وړاندې یې د دې لپاره په کندهار کې د لاسي غالیو یو لوی نندارتون هم جوړ شوی و.

اماني وايي: موږ هڅه کوو چې دا ډول هنرونه او صنعتونه په کندهار کې بیا دود کړو او ورته نړیوال بازارونه پیدا کړو.

اماني وویل: "موږ هڅه کوو چې دا ډول هنرونه او صنعتونه په کندهار کې بیا دود کړو او ورته نړیوال بازارونه پیدا کړو. مثلاً موږ په تېر وخت کې هم په بېلابېلو وختونو کې نندارتونونه جوړي کړي."

د تېر جمهوري نظام پر مهال د یوې پروژې له لارې د ایران او پاکستان څخه لسګونه راستانه شویو افغان کډواو ته د غالۍ اوبدلو توکي ورکړل شوي وو څو دوی وکولی شي خپله اقتصادي پیاوړتیا لاښه کړي، خو د طالبانو په اوسني حکومت کې داسې پروژې نه دي عملي شوي.