د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

په کندهار کې راستانه شویو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پیل شو


په کندهار کې تازه راستانه شویو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پیل شو.

دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د پياوړتیا پروګرام پېلېږي.

د تازه راستانه شویو کورنیو د اقتصاد جوړونې پر دغه پروګرام درې ميلیونه ډالر لګښت راځي چې د ماليې وزارت له‌خوا ورکول کېږي.

په کندهار کي د بېرته راستنېدونکو کډوالو د کاري فرصتونو د پروګرام مسؤل محمد اقبال اوریاخېل ازادي راډیو ته وویل چې د پیل شوي پروګرام په لومړي پړاو کې به په کندهار ښار، ډنډ، پنجوايي، دامان او ژړۍ ولسوالیو کې ۵۰۰ هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان او ايران څخه راستنې شوې وې د غالۍ اوبدلو په برخه کې روزل کېږي او وروسته به ورته د غالۍ اوبدلو کارځايونه جوړېږي ترڅو له دې لارې خپل ورځنی ژوند مخته يوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر دې وروسته چې دوی غالۍ جوړوي موږ به‌يې د مارکېټونو په خاص ډول د نړیوالو مارکېټونو سره وصل کوو د شرکتونو سره مو خبرې کړي د اتحادیو سره مو خبرې کړي."

د الماسي په نوم له پاکستانه راستانه شوې کډواله د غالۍ اوبدلو پیل شوی پروګرام هېواد ته د تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره ګتور بولي او د دوام غوښتونکې يې ده.

په عین وخت کې د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب د تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو پروګرام مهم بولي.

د منیب په وینا دا ډول پروګرامونه کولای شي چې د بې‌کارۍ کچه راټيټه کړي.

کندهار کې پر داسې مهال د ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه راستانه شویو کورنیو لپاره د کاري فرصتونو د پراختيا پروګرام پیلېږي چې د دې ولایت اوسېدونکي د بې‌کارۍ له لوړې کچې څخه شکایت کوي.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG