د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د کندهار د خرقې شريفې د زيارت د ورکو شویو تاريخي توکو د ادعا په اړه څېړنه کېږي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري د تېرې يکشنبې په ورځ د ولایتونو د یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي و چې د کندهار د خرقې شريفې او د احمدشاه بابا د زيارت يو شمېر ورک شوي تاريخي توکي د دغه زيارت د ساتونکو متوليانو له‌خوا کورونو ته وړل شوي او ورڅخه په شخصي توګه ګټه اخېستل کېږي.

په عین وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فضل باري بريالی د ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي چې د خرقې شريفې له زيارت په ورکو شویو تاريخي توکو کې دوی ته د رسېدلو معلومات پر بنسټ قالينې او د خرقې شريفې دروازه شامله ده.

بريالي وویل چې د ورکو شویو تاريخي توکو په اړه د کورنیو چارو وزارت له لوري څېړنه کېږي:

"په‌دې یاداښت کې خو تر ډېره غالۍ ښودل شوي چې خرقې شریفې ته ورکول شوي او دوی په خپل منځو کې ویشلي دي، د غالیو ترڅنګ د دروازې او یو شمېر نورو شیانو یادونه هم شوې."

بل‌خوا د کندهار د خرقې مطهرې د زيارت متولي شاولي اخندزاده د تاريخي توکو د ورکېدو ادعا ردوي او وایي چې ځينې له کاره لوېدلي توکي يې له زيارته لېرې او خوندي کړي دي.

نوموړی وايي:

"هر شی چې راغلي؛ ټول پر ځای پراته دي، یو سپڼسی هم نه‌ده بې‌ځایه شوې، موږ درې نفره د کیلیو مسوول یو چې دا درې نفره یو ځای نه یو دا خلاصېږي نه."

څېړونکي د تاريخي اثارو سره دا ډول چلند د اندېښنې وړ بولي او له دولته يې د ساتنې غوښتنه کوي.

څېړندوی شېرشاه رشاد او استاد نور احمد قرانمل د تاریخي ابداتو ساتنه د خلکو مسوولیت بولي.

په عین وخت د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي چې د خپل وزارت له لوري يې امر تر لاسه کړی، څو د خرقې مطهرې د زيارت د ورکو شویو تاریخي توکو په اړه څېړنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږکاله مخکې په کندهار کې د ایران د قونسلګری چارواکو غوښتل چې د سپینو زرو جوړه د خرقې شریفي دروازه او پنجرې وکاږي او پرځای يې د خپل هېواد جوړه شوې ماشیني د میسو دروازه او پنجرې ولګوي چې هغه محال يې د دغه ولایت د اوسیدونکو او فرهنګیانو له‌خوا مخنیوی وشو.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG