د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

په مخدره موادو له روږديوالي تر پرېښودو د پهلوان کیسه!


پهلوان د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې شااوخوا (۱۰) کاله يې د هیروئينو نشه کړې او هغه مهال يې کورنۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ وه، خو کله چې يې نشه پرېښودله، نو اوس يې کورنۍ له غمونو او جنجالونو خلاصه شوې او خوشحاله ژوند لري.

پهلوان (۴۵) کاله عمر لري او د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دی وايي چې پخوا د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان و، په ښه نوم يادېده او خلکو يې درناوی کاوه، خو کله چې په نشو اخته شو، حکومت له وظيفې ګوښه کړ او نېږدې ملګرو يې هم يوازې پرېښود.

دی وايي چې شااوخوا لس کاله يې د هیروئینو نشه کړې ده، هغه مهال د غله او پوډري په نوم يادېده او خپله ټوله شتمني یې په دې لاره کې بايللې ده.

څرنګه چې دی د خپلوانو له خوا په زور علاج ته اړ ايستل شو، نو علاج يې هم ګټه و نه کړه.

دی زیاتوي:

"زما اوښي کندهار او کابل ته بوتلم، بستري یې کړم، خو نشه راڅخه پاتې نه شوه، وروسته مې ورور د هلمند روغتون ته بوتلم، خو بيا هم نشه راڅخه پاتې نه شوه."

که څه هم د زور علاج پهلوان له نشو څخه را و نه ګرځاوه، خو يوه ورځ له داسې يوې پېښې سره مخ شو چې له نشو سره یې د تل لپاره خدای پاماني وکړه.

دی زیاتوي:

"له کابل څخه کندهار ته راغلم، هلته مې له بدخشان څخه راوړي مواد څکول، له جومات څخه نورو معتادینو بيټرۍ او غالۍ غلا کړې وې، یوه سړي معتادینو ته ښکنځل کولې، پر ما دا ښکنځلې بدې ولګېدې، سمدلاسه مې هيروئين وغورځول، روغتون ته ولاړم او ځان مې بستري کړ، بس هلته مې علاج وشو او نشه راڅخه پاتې شوه."

پهلوان وايي، کله چې له روغتونه راستون شوی، نو نه يوازې دا چې خپله نشه نه کوي، بلکې خپل څو پخواني معتاد ملګري يې هم له نشو راګرځولي دي.

پهلوان وویل:

"کله چې وطن ته راغلم، تر ننه پورې مې بيا نشو ته شوق نه دی شوی، نه له معتادينو سره کېناستلی يم او نه تر دې وروسته ورسره کېنم، زما ځينو انډيوالانو زما له خاطره نشه پرېښوده او چا چې نه پرېښودله، له هغوی سره نور نه کېنم، نشه پرېښودل کلک عزم او عقيده غواړي."

د پهلوان کورنۍ پخوا له بېوزلۍ او ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، ځکه چې په کور کې يې بل د کار او ګټې څوک نه درلود، خو اوس چې یې نشه پرې ايښې، نو کورنۍ يې هوسا او ارام ژوند لري.

د پهلوان مشر زوی لالا چې شپاړس کاله عمر لري، وايي، کله یې چې پلار نشه کوله، د کور ټولې چارې د ده پر غاړه وې او ښوونځی هم ځنې پاتې و، خو اوس چې یې پلار روغ شوی، ده بېرته خپلې زده کړې پيل کړي دي.

لالا وايي چې اوس په نهم ټولګي کې درس وايي او هر سهار د کلي له نورو ماشومانو سره مکتب ته ځي.

نوموړي وویل:

"پخوا مې پلار ټولې پیسې پر نشو لګولې، کورنۍ ته ما ډوډۍ برابروله، درسونه راڅخه پاتې او د پلار له مینې څخه بې برخې وم، اوس چې مې پلار نشه پرې ايښې ده، د کور چارې بېرته ده پر غاړه اخيستې دي، زه اوس بېرته خپل درسونه وایم، زموږ ژوند اوس تر پخوا ډېر ښه شوی دی."

پهلوان چې ډېر عمر يې نشه کړې او له دې امله يې ډېر کړاوونه ګاللي، اوس دا د ځان وظيفه ګڼي چې نور خلک له نشو راوګرځوي، دی پر ځوانانو غږ کوي چې له خپلو هغو همزولو او انډيوالانو څخه لېري وګرځي چې نشې کوي او وایي:

"نورو ځوانانو ته مې دا ویلي دي چې د خدای پار دی، داسې مه کوئ! نشه پرېږدئ! يوازې لس شپې یې زما له خاطره پرېږدئ! بیا به يې په ګټه پوه شئ، په ځان کې به د ارامۍ او مثبت بدلون احساس وکړئ، پوه به شئ چې د نشې په پرېښودلو سره سړی بېرته له سره ځوانېږي."

ارزګان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې کوکنار پکې کرل کېږي او د معتادينو شمېر هم پکې ډېر دی، خو دا چې لږ خلک يې باسواده دي او هلته د عامه پوهاوي ځانګړی پروګرام هم نشته، نو د معتادينو شمېر يې هم ورځ په ورځ ډېرېږي.

راپور: شریف الله شرافت

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG