د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

کابل ته د ترکمنستان ولسمشر سفر


د ترکمنستان ولسمشر د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته ځي.

تمه ده چې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف له خپلو مرستیالانو او د کابینې له یو شمیر غړیو سره افغانستان ته ځي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف په عشق اباد کې رسنیوته وویل چې د افغانستان سفرمهم دی او په ترڅ کې به یې له افغان لوري سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړي.

بل لورته کابل ته د ترکمنستان د ولسمشر تر رسیدو یوه ورځ مخکې په ارګ کې ولسمشراشرف غني د افغانستان د غالیو د تولیدونکې اتحادې له استازیو سره وکتل او هغوی ته یې وویل چې د دوی د ستونزو په اړه به د ترکمنستان له ولسمشر سره وغږیږي.

د غالیو د اتحادې غړیو ولسمشر ته وړاندیز وکړچې د افغان- ترکمن د غالیو کلنی نندارتون دې جوړ کړي، ګډ بازار او صنعتي پارکونه دې ودان کړي او همدا راز د خامو موادو په برابرولو کې دې ترکمنستان له افغان غالۍ اوبدونکو سره همکاري وکړي.

کابل ته د قربانقلي بیردي محمدوف سفر د یو شمېرکتونکو په باورد افغانستان لپاره له څو اړخونو مهم دی، څیړونکي عبدالکریم حقانیار ازادي راډيو ته وویل:

((لومړی دا چې موږ به نور له پاکستانه د غالۍ اوبدونکو لپاره د خامو موادو له وارداتو خلاص شو.

دغه مواد ممکن دي چې له ترکمنستانه ترلاسه شي او که افغانان غواړي په اقتصادي برخه کې نوي امکانات ترلاسه کړي، ښه دا ده چې موږله پاکستانه مخ واړوو او له نورې دنیا سره په تیره بیا له ترکمنستان سره اقتصادي روابط ټینګ کړو.

بل اړخ یې دا دی چې افغانستان او افغانان به د پاکستان له انحصاره ځان خلاص کړي.))

ترکمنستان یو له هغو هېوادو دی چې افغانستان ترې بریښنا اخلي او افغان سوداګر ګاز هم تر ډیره له ترکمنستانه واردوي.

د دواړو هېوادو ترمنځ یوه مهمه پروژه هم د ټاپي د ګازو د پایپ لاین ده چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته ولیږدوي.

په وروستیو کې چې له ایران سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو او جرمني په اټومي برخه کې تړون لاسلیک کړ، داسې راپورونه خپاره شول چې ترکمنستان اوس دا اندیښنه لري چې پر ایران د لګیدلیو بندیزونو له لرې کیدو سره به د ټاپي پروژه وځنډیږي او ممکن هند له ایرانه ګاز وارد کړي.

ټاکل شوې ده چې د تاپي پایپ لاین چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د هرات له تورغونډۍ د فراه او کندهار له لارې پاکستان او هند ته ورسیږي. ترکمنستان غواړي چې د دې پروژې کار روان کال پيل شی، که چیرته د تاپي پروژه شروع شي نو ویل کیږي چې یوازې په افغانستان کې به پنځوس زره کسانو ته کار پیدا شي.

XS
SM
MD
LG