په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان سندرغاړي له سختو ستونزو شکایت کوي

په پاکستان کې افغان سندرغاړی سعیدالله وفا او د هغه هنري ډله

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې مېشت یو شمېر افغان سندرغاړي وايي، په کډوالۍ کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي، وايي چې د بې روزګارۍ تر څنګ د ویزو نه تمدید، د کورونو لوړې کرایې او د ماشومانو نامعلوم راتلونکې یې لویې ستونزې دي.

زموږ همکار اکرام‌الله اکرام په پېښور کې د یو شمېر دغو افغان سندرغاړو ژوند ته تم شوی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان سندرغاړو راپور