د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

هنر د ترهګرۍ په مخنیوي کې ګټوره وسیله ده


دغونډې کوربه جمالشاه
دغونډې کوربه جمالشاه
په پښتنو کې د ځغم نشتوالي په باب نړیوال سمینار، چې پر ځايي کارپوهانو سربیره یوشمیر بهرنيان هم پکې ونډه لري، د دوشنبې په ورځ په پيښور کې پرانستل شو.

دې سمینار ته، چې ټاکل شوې دوه ورځې به دوام ولري د پاکستان له بیلابیلو سیمو ترڅنګ له افغانستان او یوشمیر اروپايي هیوادونو نه د چارو کارپوهان او د هنر مینه رابلل شوي دي، چې هر یو به يې له خپل لیدلوري د موضوع په اړه ویناوې وکړي او خپلې تجربې به یو له بل سره شریکې کړي.

د دې کنفرانس، چې دتلویزیوني سريالونو د وتلي ستوري، انځورګر او په اسلام اباد کې د ښکلیو هنرونو د خصوصي اکاډمۍ دمشر جمال شاه په کوربه توب جوړ شوی، هدف دا دی چېڅنګه کولی شي په پښتنو کې د هنر له لارې د ځغم کچه لوړه شي.

شاعر و لیکوال رحمت شاه سائل وايي سره له دې، چې په لرې پرتو پښتني سیمو کې لا هم هنر ته په ښه سترګه نه کتل کیږي، خو بیا هم د هنر و قلم خاوندان کولی شي په ډیرې اسانۍ سره د موجودو حالاتو مقابله وکړي او پرتې ستونزې په اسانۍ سره حل کړي :

( هنر هغه وسیله ده، چې زموږ د احساساتو په راکمولو یا نرمولو کې د پام وړ کار کولی شي.
هنر د انسان د لاس، غوږ، سترګې او ان د احساس یوه بله بڼه ده نو کوم انسان چې دغه څه ونه لري هغه څنګه انسان کیدی شي؟)

پر پاکستاني هغو سربیره له افغانستان، امريکا او اروپايي هیوادونو نه راغلیو پوهانو د ځغم یا تحمل نشتوالی د ترهګرۍ په ګډون د هرې بدبختۍ اصل لامل وباله .

د نورو ډيرو پښتنو پوهانو او هنرمندانو پشان له جلال اباده راغلي افغان فلم جوړوونکي حمدالله ارباب هم پښتانه مینه پال او سوله خوښوونکي وبلل او ويې ویل چې ترهګري په پښتنو پورې تړل پر حقایقو سترګې پټول دي :

( پښتون هوجره او جومات لري، دا یواځې د ودانیو نوم نه دی بلکې هر یو يې ځانته خصوصیات لري.
هوجره د سولې مرکز وي، خو تاسو به کله هم د کوم ترهګر هوجره ونه وينئ، ترهګر دایمي مرکز نه لري ځکه نو زه وایم چې نه خو موږ ترهګر یو او نه ترهګري زموږ کار دی خو له بده مرغه دا هرڅه په ډیر ماهرانه انداز راباندې تپل شوي )

د کنفرانس د لومړۍ ناستې ډیری ګډونوالو ترهګري پر پښتنو تپل شوې وبلله، خو لیکوال او ژورنالیست عقیل یوسفزی بیا پر پښتنو هم نیوکه کوي او وايي، چې په ډیری مواردو کې پخپله پښتنو د نورو لاسوهنو ته لارې اوارې کړي :

( دا سمه ده، چې ډیر ځله پر پښتنو جنګونه تپل شوي او په لاس د بدبختیو کندو ته ټیل وهل شوي خو حقیقت دادی، چې پخپله پښتانه هم ملامت دي ځکه چې که دوی وغواړي د نورو د ناوړه غوښتنو او پلانونو مخه نیولی شي)

په دې کنفرانس کې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، مذهبي، مطبوعاتو او نورو څانګو ماهرین د اجتماعي پرمختګ لپاره د ځغم اهمیت ته د خلکو پام اړوي.

دیوشمیر اروپايي او امريکايي هغو په ګډون څه باندې دوه سوه لیکوال، ادیبان، هنرمندان اقتصادپوهان او د پرمختیايي چارو کارپوهان د دوشنبې په ورځ په پيښور کې راټول شول، چې په دې نظريې خبرې وکړي، چې ځغم او تحمل دقامونو او هیوادونو په پرمختګ او د ترهګرۍ په مخنیوي کې څومره مهم او څنګه کولی شي د هنر له لارې په پښتنو کې دغه ستونزه راکمه کړي.
XS
SM
MD
LG