د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د افغان انځورګر حمدالله ارباب د هنري اثارو نندارتون


په دغه یو ورځني نندارتون کې، چې د لیکوال و شاعر ارواښاد ډاکتر محمد اعظم اعظم د ژوند، فکر و لوړ شخصیت په ویاړ دایر شوی ټول دیرش انځورونه او هنري ټوټې نندارې ته ايښودل شوې وې.
په دغه یو ورځني نندارتون کې، چې د لیکوال و شاعر ارواښاد ډاکتر محمد اعظم اعظم د ژوند، فکر و لوړ شخصیت په ویاړ دایر شوی ټول دیرش انځورونه او هنري ټوټې نندارې ته ايښودل شوې وې.
د افغان انځورګر حمدالله ارباب د هنري اثارو نندارتون د پنجشنبې پر ورځ په پيښور پوهنتون کې پرانیستل شو.

په دغه یو ورځني نندارتون کې، چې د لیکوال و شاعر ارواښاد ډاکتر محمد اعظم اعظم د ژوند، فکر و لوړ شخصیت په ویاړ دایر شوی ټول دیرش انځورونه او هنري ټوټې نندارې ته ايښودل شوې وې.

د نندارتون په ځای یانې د پيښور پوهنتون په پښتو کلتوري موزیم کې ګڼ شمېر لیکوال، شاعران، د مدني ټولنې غړي، محصلین او ددغه هنر مینه وال راغونډ شوي ول.

د پيښور پوهنتون د پاکستان پيژندنې دڅانګې رئیس پوهاند ډاکتر فخرالاسلام د نندارتون د پرانستې پرمهال وویل، چې په وروستیو کلونو کې ځينې مهمو پيښو دکابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي، خو د کلتوري پلوه کیدلاى شي چې د هنري گامونو په اخستلو سره دغه فاصلې ختمې شي :

"د دولتونو ترمنځ دوستانه یا ترینګلې اړیکې موقتي، خو د ولسونو ترمنځ اړیکې دایمي وي. کله چې د ولسونو ترمنځ روابط ښه وي نو د دولتونو ترمنځ د اړیکو خړپړتیا ددوی ترمنځ خنډ نشي جوړولی.

د لر وبر پښتنو او په ټوله کې د افغانستان و پاکستان ترمنځ دښو روابطو لرلو لپاره دغه ډول هلې ځلې تر ټولو غوره وسیله ده او زما هیله داده چې دواړه دولتونه دې په دې لړ کې خپل مسوولیت ادا او ورته نندارتونونه دایر کړي."


هغه همدا راز وویل، چې په افغانستان کې د وروستیو څو لسیزو جګړو له وجې دې هنر ته د پام وړ زیان اوښتی خو زیاته یې کړه چې ځینې هنرمندان شته چې کولی په نړیواله کچه یوارې بیا د افغانستان نوم وځلوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان کلتوري آتشې زردشت شمس ارواښاد ډاکتر محمد اعظم اعظم د لر وبر پښتنو دیوالي سمبول وباله او دهغه د ادبي خدماتو ستاینه يې وکړه:

"موږ دواړې خواوو ته ډیر مشترک شخصیتونه لري او ضرورت ددې خبرې دی چې باید دواړې خواوو ته ولمانځل شي.

زه په اسلام اباد کې د افغانستان دکلتوري آتشې په توګه ښاغلي حمدالله ارباب ته ډاډ ورکوم او غوښتنه ترې کوم چې که په اسلام اباد کې دخپلو هنري اثارو نندارتون دایروي نو د افغانستان سفارت به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي."



حمدالله ارباب دقلم خاوندان د پښتنو اصل شتمني وبلله او پر ځوانانو يې غږ وکړ چې نور دې دا مروجه دود مات او خپل مشران دې په ژوندوني ولمانځي :

(زه ډير خواشینی یم چې ولې مې دا نندارتون د ښاغلي ډاکتر اعظم په ژوند دایر نکړای شوای.

دغه درانه شخصیات له موږ څخه مادیات نه غواړي، دوی دمادیاتو وږي نه دي، بلکې مینه غواړي.

دوی په خپل وار د ولس ډير خدمت کړی بایده چې هر یويې ولمانځل شي)

ډاکتر محمد اعظم اعظم، چې دتیرې نومبر میاشتې پر اوولسمه نیټه په پيښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې یو له هغو قلموالو و چې د ژوند ډيری برخه يې د پښتو ژبې پرمختګ او خدمت ته وقف کړې وه.

نوموړي د پيښور پوهنتون پښتو اکاډمۍ د رئیس په توګه کار کړی، ګڼ شمیر راډيويي و تلویزیوني ډرامې، تحقیقاتي او تنقیدي مظامین، ادبي ټوټې وشعرونه لیکلي، چې څه يې په کتابي بڼه او نور يې په بیلابیلو ورځپاڼو ومجلو کې چاپ شوې دي.

د هنر و ادب مینه وال وايي هنري هلې ځلې د ولسونو په نژدې کولو کې تر ټولو غوره لاره ده او غوښتنه کوي،چې په راتلونکي کې دې په دولتي کچه دغه ډول نندارتونونه په کابل، پښتونخوا او ان په اسلام اباد کې ترسره شي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG