کابل کې د وروستي بريد قربانيان څوک و؟ د بريد مسووليت داعش منلی او خلک د امنيت غوښتنه کوي

د کابل په پروني بريد کې يو شمېر وژل شوي کسان

د کابل ښار د پروني ځانمرګي برید چې مسوولیت يې داعش ډلې منلی، د قربانیانو یو شمېر کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې د خلکو او ملکي کارکوونکو امنیت تامین کړي.

سمیر انګار د افغانستان د لويې څارنوالۍ د دفتر د پخوانۍ او د طالبانو د مشر "د حکمونو او فرمانونو د تعقيب او اجرا رياست" د اوسنۍ د ودانۍ مخې ته د دوشنبې ورځې په ځانمرګي بريد کې د وژل شوي څارنوال نقیب‌الله وراره دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، تره يې نقيب‌الله ۵۹ کلن و او په کابل کې د يوې اووه کسيزې کورنۍ مشر و چې په‌دې اداره کې يې دنده درلوده.

هغه د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د خلکو او ملکي کارکونکو امنيت تامين کړي، ترڅو د دغه ډول خونړيو پېښو مخه ونيول شي او تکرار نه‌شي.

نوموړی وايي: "تره مې څرنوال صاحب نقیب‌الله خان چې څو لسیزې یې په بېلابېلو دندو کې د خلکو خدمت کړی او دا مهال یې په لويه څارنوالۍ په دفتر کې دنده ترسره کوله، د رخصتۍ او کور ته د ستنېدو پر مهال د لوی څارنوالۍ دفتر ته څېرمه چاودنه کې ووژل شو، د هغه ټوله کورنۍ او خلک د هغه د وژل کېدو په اړه خواشيني دي."

هڅه مو وکړه چې په‌دې پېښه کې د نورو وژل شويو او ټپيانو له کورنيو سره هم خبرې وکړو، خو هغوى له خبرو کولو ډډه وکړه.

دغه ځانمرګى بريد پرون دوشنبې د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته چې اوس دغه ځاى د طالبانو د حکومت د مشر د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست په نوم يادېږي، د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال شوى.

د بريد مسووليت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي، په‌دې چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو په ياده پېښه کې د وژل شویو کسانو په اړه د ځینو رسنیو له‌خوا خپاره شوي راپورونه او انځورونه ښېي چې د دغې ادارې د کارکوونکو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنه دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې داعش د سه‌شنبې په ورځ له دغه برید یوه ورځ وروسته په ټلېګرام کې ويلي، د دې ډلې یوه غړي خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړې او ادعا یې کړې چې په‌دې پېښه کې تر ۴۵ زیات کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

بريد ته ښودل شوي غبرګونونه

دغه برید د افغان او بهرنیو چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس‌پاڼه دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

"که طالبان هر څو ووایي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی، علت یې دا دی چې خلک لا يوې نیابتي جګړې ته چمتو نه‌دي
اختر راسخ

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د پارلمان غړې فوزیه کوفي، په خپله ايکس‌پاڼه لیکلي، په‌دې پېښه کې زیات شمېر هغه بې‌ګناه خلک وژل شوي، چې د دین د ساتنې تر نامه لاندې د واک تر لاسه کولو د مبارزې قرباني دي.

په افغانستان کې د بريتانیې د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسون په کابل کې د دوشنبې د ورځې پېښه "یو وحشتناک ترهګريز بريد" بللى او ويلي يې دي، چې افغانستان د لسیزو تاوتریخوالي وروسته سولې ته اړتیا لري او زیاته کړې يې ده، چې دوی ترهګري په ټولو بڼو غندي.

دا برید په‌داسې حال کې شوی چې طالب چارواکو تل په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت خبره کړې او خلکو ته یې په‌دې اړه ډاډ ورکړی دی.

په دې اړه نور: کابل کې ځانمرګی برید شوی؛ طالبان: ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

طالبان ولې د دا ډول بريدونو مخنيوی نه‌شي کولی؟

خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان په کابل کې د دوشنبې ورځې برید ته په اشارې سره طالبان د امنیت په ټینګښت او د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي بولي.

له ډلې یې اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "که طالبان هر څو ووایي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی، علت یې دا دی چې خلک لا يوې نیابتي جګړې ته چمتو نه‌دي، خو د سیمې استخباراتو د داعش تر نفوذ لاندې نوې جګړه پیل کړې ده او د پاکستان د استخباراتو د جاسوسانو په مرسته کولای شي د افغانستان امنیتي وضعیت ګډ وډ کړي او طالبان مسلکي کسان نه‌لري، چې تر اغېزې لاندې يې راولي."

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نامه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او فعاليت نه‌لري.

تر دې وړاندې د داعش خراسان څانګې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو بریدونو مسوولیت منلی و چې لسګونه ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي دي.