د امريکايي ځواکونو د وتلو درېيمه کليزه؛ مک‌‌کال: افغانستان د ترهګرو پر پټن‌ځای بدل شوی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مکال

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ لېږد د درې کلنۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلي، د امریکا په‌دې اقدام سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټن‌ځای بدل شوی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، دغه هېواد له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره خپل په لسګونو زره افغان متحدین د طالبانو ښکار ته پرېښي.

د دې کمېټې مشر او د امریکا د ولسمشر جوبایډن یو له سر سختو منتقدینو څخه مایکل مک‌کال د اګست د ٣٠مې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ لېږد د درې کلنۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلي، په‌دې سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټن‌ځای بدل شوی، چېرې چې ښځې په‌کې د ده په ټکو د طالبانو د واکمنۍ تر ظالمانه اسارت لاندې ژوند کولو ته اړې شوې دي.

په بیان کې د ښاغلي مک‌کال په حواله راغلي، د بایډن او هاریس ادارې له افغانستان د پوځیانو په ايستلو سره لږ تر لږه زر تنه امریکایي وګړي یوازې پرېښودل، له ۷ ميلیارد ډالرو څخه زیات د امریکا پوځي تجهیزات یې هم پر ځای پرېښودل چې د بیان په ټکو طالبان یې اوس په تور بازار کې پلوري.

خو د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراخېدو ادعاوې غندلي او ویلي دي، چې د خپل مشر د عمومي بښنې فرمان یې عملی کړی دی، دغه شان د ښځو د حقونو د تامین ادعا یې کړې او دا یې هم رد کړې، چې امریکايي وسلې په نورو پلوري.

مک‌کال دغه شان زیاته کړه، چې د سپتمبر میاشتې په نهمه به له افغانستانه د بایډن-هاریس د ادارې د وتلو په اړه د خپلې کمېټې د درې کلنو تحقیقاتو راپور خپور کړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې بیاځلي واک ته ورسېدل.

د سپينې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال د اګست په ١٤مه پيل او د اګست په ٣١مه بشپړ شول.

د امریکا د ۸۲مې هوايي لښکر قومندان جنرال کریس داناهیو وروستی امریکايي عسکر و چې له نورو امریکايي پوځيانو سره یې د شپې ناوخته افغانستان پرېښود.

د امریکا د ۸۲مې هوايي لښکر قومندان جنرال کریس داناهیو وروستی امریکايي عسکر و چې له نورو امریکايي پوځيانو سره یې د شپې ناوخته افغانستان پرېښود.

خو د امریکا په زرګونه افغان متحدین په افغانستان کې په یوه ناوړه حالت کې بې‌برخلیکه پاتې شول.

یو له دوی څخه چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي، چې امریکایانو سره د کار له امله د طالبانو له‌خوا څو ځلې نیول شوی او شکنجه شوی دی.

"په افغانستان کې ډېر منفي بدلونونه راغلل، په ځانګړي توګه د مېرمنو په ژوند کې، مېرمنې محدودې شوې، خپله ازادي یې له لاسه ورکړه
يوه معترضه مېرمن

هغه ازادي راډيو ته وويل: "څو ځله نیول شوی یم شکنجه شوی یم او داسې ډېر ځوانان او وګړي شکنجه شوي، دلته په ډېرو ستونزو سره ژوند تېروو، موږ ته کار نه‌شته، خپل حق نه‌شو غوښتلی، د خپل حق څخه دفاع نه‌شو کولای، ژوند ډېر سخت دی دلته."

نوموړی د امریکا له حکومته غواړي چې د خپل هغه افغان همکارانو ملاتړ وکړي، کوم چې په افغانستان کې پاتې دي.

هم‌مهاله په افغانستان کې معترضې مېرمنې وايي، د طالبانو حکومت تر سیورې لاندې دا درې کلونه افغان مېرمنو ته د یوه ډارونکي خوب په شان و.

یوه معترضه مېرمن، چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې ډېر منفي بدلونونه راغلل، په ځانګړي توګه د مېرمنو په ژوند کې، مېرمنې محدودې شوې، خپله ازادي یې له لاسه ورکړه، د بیان ازادي یې له لاسه ورکړه، خپل حقونه او انساني کرامت یې له لاسه ورکړ، ښځې په ټوله کې محدودې شوې او په کور کې زنداني شوې."

په دې اړه نور: مايکل مک‌کال: د افغانستان له زندانونو تښتېدلي داعش وسله‌وال نورو هېوادونو کې بريدونه کوي

د امریکا حکومت د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو اوونیو کې د امريکايي ځواکونو له بشپړ لېږد له اعلان سره هم‌مهاله د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې شاوخوا ۱۲۴زره کسان له افغانستانه په ځانګړو الوتکو کې وایستل او ویې ویل چې د لېږد پروسه به د هغو لپاره دوام ولري چې د امريکا سره همکار پاتې شوي.

په‌داسې حال کې چې تمه کېده د امريکا د متحده‌ایالاتو د کډوالۍ د ځانګړو ويزو يا ایس‌آى‌وي د صادرولو پروسه د روان کال د اګست په میاشت کې چې له افغانستانه د امريکا د متحده‌ایالاتو او د متحدینو د وتلو له درېمې کلیزې سره برابره ده پاى ته ورسیږي، خو د امريکا متحده‌ایالاتو د وري په لومړې نېټه خپلو افغان همکارانو ته د کډوالۍ د ١٢ زرو نورو ويزو اعلان هم وکړ.

که څه هم د طالبانو حکومت له بيا راتګ وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو په تېرو درې کلونو کې د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو او ملګروملتونو د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي چې، د امريکا پخواني افغان کارکوونکي او پوځيان په افغانستان کې د طالبانو د غچ اخیستنې تر ګواښ لاندې دي.