امربالمعروف قانون ته اندېښنې او غبرګونونه؛ اروپايي ټولنې دا د ښځو او نجونو پر حقونو بل جدي ګوزار وباله

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون ته په کور دننه او بهر د غبرګونونو په دوام، اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې قانون حیران او اندېښمن کړي دي.

دغه خبرپاڼه پرون دوشنبه د اګست ۲۶مه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل په خپله ایکسپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې یاد قانون د افغانانو د حقونو د محدودویت دوام او د ښځو پر حقونو یو بل جدي ګوزار او دوی ته د زغم وړ نه دی.

د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې قانون پلي کول د بشري حقونو اړوند له ټولو هغو مکلفیتونو او تړونونو څخه سرغړونه ده چې افغانستان یې غړی هېواد دی.

اروپایي ټولنې له طالبانو غوښتي چې دې "سیستماتیکو تېریو" ته دې د پای ټکی کېږدي، که‌نه له نړیوالو سره به د طالبانو د اړیکو عادي کولو لپاره خنډ وګرځي.

دغه ټولنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۷۲۲۱م پرېکړه لیک ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو عادي کولو لپاره له افغانانو سره د ژمنو پلي کول شرط دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم پرون دوشنبه په خپله ایکس‌پاڼه د افغان نجونو د یوې ویډیو په خپرولو لیکلي چې افغان مېرمنې اوس په عام محضر کې د سندرو په ویلو مجازات کېدای شي.

دې سازمان زیاته کړې چې "په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د غږ چپ کول د کرکې وړ خبره ده."

په کابل کې د جاپان سفارت هم د طالبانو د دې قانون په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو غوښتي چې د تعلیم، کار او ګرځېدلو آزادیو په اړه دې د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.

له دې مخکې سویس اسټرالیا، بلجیم، کاناډا اود ګڼو نورو هېوادونو په ګډون ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم دا قانون غندلی دی.

په ورته وخت کې د رودارۍ په نوم د بشري حقونو یو سازمان پرون دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا قانون، د زورواکۍ د فرهنګ، د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض، عقیدې ځپلو او د خصوصي حریم د نقضولو زیاتېدو لامل ګڼلی دی.

بلخوا د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې هم د خبرپاڼې په خپرولو دا قانون "سخت دریځه" بللی او له نړیوالو یې پر طالبانو د دوی په خبره د دې سخت دریځو اقداماتو لپاره د فشارونو واردولو غوښتنه کړې ده.

هغه څه چې په کور دننه یې هم یو شمېر مېرمنې غوښتنه کوي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: د طالبانو غوښتنه په رسمیت پېژندل دي او دوی پوهېږي چې نړیوال ښځو ته ارزښت ورکوي، په همدې خاطر په ښځو فشار راوړي چې دوی په کې خپل هدف ته ورسېږي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي څو طالبان د پوهنتونونو او ښوونځيو پرانیستلو او پر ښځو محدودیت ختمولو ته اړ کړي، د طالبانو غوښتنه په رسمیت پېژندل دي او دوی پوهېږي چې نړیوال ښځو ته ارزښت ورکوي، په همدې خاطر په ښځو فشار راوړي چې دوی په کې خپل هدف ته ورسېږي."

د لوګر یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، بیا په دې برخه کې په نړیوالې ټولنې نیوکه کوي چې تر اوسه په عملي ډول د افغان مېرمنو لپاره هېڅ نه دي کړي

هغه وايي: "طالبان په دې کارونو سره د اسلام نوم بدوي، نړیوال هم یوازې ننداره کوي او تراوسه یې د ښځو لپاره د یادولو وړ څه نه دي کړي، دواړه اړخونه افغان مېرمنې دوکه کوي، په منځ کې بېچاره ولس په ځانګړي ډول ښځې سوځي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون د نړیوالو اندېښنې بې اساسه او ګستاخي بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد پرون دوشنبه په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې غیرمسلمانان دې لومړی په اسلامي قوانینو ځان پوه او درناوی دې وکړي.

نوموړی ویلي چې د بېلابېلو اړخونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د دوی په دریځ اغېز نه‌شي کولای.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د روانې اګست په ۲۱ مه اعلان کړ.

د دې قانون په ۱۳ مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

د دې قانون د ۱۳ مې مادې په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له مخې یې ښځې حق نه لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ اواز قرائت وکړي.