له افغانستانه په غیرقانوني او خطرناکو لارو د یو شمېر افغان ښځو د وتلو هڅې زیاتې شوي

په افغانستان کې د یوه بازار څنډه کې وسله‌وال طالبان د ګزمې پر مهال

یو شمېر ښځو او نجونو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له طالبانو د تېښتې او حقونو ته د رسېدو په هدف په غیرقانوني او خطرناکو لارو له خپل هېواده وتلو او کډوالۍ ته مخه کړې ده.

"سي‌این‌این" خبري شبکې په دې اړه خپل تازه راپور کې د افغانستان د ملي اردو د یوې ښځینه پوځي کیسه خپره کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې دا ښځه په ۲۰۲۲م کال کې د غیرقانوني کډوالۍ په ترڅ کې له ایرانه تر ترکیې د قاچاقبرو له‌خوا د شل ورځو لپاره برمته شوې او قاچاقبرانو یې له کورنۍ د پیسو غوښتنې کړي دي.

د دغه راپور له مخې، افغان ښځې او نجونې د طالبانو د حکومت له لوري د لګول شویو محدودیتونو او ګواښونو له امله آن د نیونې او مرګ تر بریده له خطرنو سره سره غیرقانوني کډوالېدو ته اړې شوي دي.

"سي‌این‌این" په خپل راپور کې د دې ښځې مستعار نوم فاطمه یاد کړی دی.

خو دا یوازې د فاطمې کیسه نه بلکې سلګونه نورې افغان ښځې او نجونې شته چې پر افغانستلن د طالبانو د بیا واکمنېدو او د دوی له لوري پرې د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو همدارنګه فشارونو له امله له قاچاقي لارو تېښتې ته اړې شوي دي.

د متعرضو ښځو له ډلې صالحې عیني ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو په اعتراضونو کې ګډون کاوه چې ګواښونو او نیولو له وېرې اړ ایستل شوې چې له خپل ورور سره یې چې په خبره یې پخوانی پوځي دی، په قاچاقي توګه له افغانستانه ایران ته ولاړه شي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

صالحه وایي، د موجوده شرایطو له امله نه ده توانېدلې چې پاسپورټ واخلي او په قانوني لاره له هېواد ووځي.

هغه ادعا کوي چې د سفر پر مهال لاره کې د ایراني پولیسو له‌خوا نیولې شوې هم ده.

عیني وايي: د سفر په اوږدو کې له غلو او نورو ستونزو سره هم مخ شو، دا سفر زموږ لپاره سراسر له ترخو خاطرو ډک و.

مېرمن عیني زیاته کړه: "له بده مرغه موږ سل کسان یې ټول رد مرز کړو، خپل کارت او د ورور پوځي کارت مې ور وښوده، موږ او څو نورې ښځې یې د پیسو په بدل کې خوشې کړو، د سفر په اوږدو کې له غلو او نورو ستونزو سره هم مخ شو، دا سفر زموږ لپاره سراسر له ترخو خاطرو ډک و."

یوه بله ښځه هم چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې دې په افغانستان کې مدني فعالیتونه کول او له همدې امله څو ځلې د طالبانو له لوري ګواښل شوې ده.

هغه وايي: "زموږ کور ته تالاشي ته راغلې وه، له هغې وروسته مې مېړه له کوره ووت او د هغو ګواښونو له امله چې زه او مېړه مې ورسره مخ شو، بېرته را ونه ګرځېد، له هغه وروسته مجبوره شوم چې له لور سره مې د چمن له لارې په قاچاقي توګه پاکستان ته ولاړه شم."

دا وایي، دا مهال په پاکستان کې په بد وضعیت کې ژوند کوي او د خاوند برخلیک یې هم معلوم نه دی.

خو یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې لا هم په افغانستان کې دي د طالبانو د حکومت له لوري له ننګونو او محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.

د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکې دنیا حمیدي وایي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند سخت او له قانوني لارې کډوالي هم ډېره پېچلې شوې ده.

مېرمن حمیدي وویل: "اوسني شرایط داسې شوي چې قانوني کډوالي ډېره سخته شوې، پاسپورټونه او ویزې نه‌شته، د پاسپورټ سایټونه تړل شوي او حضوري نوملیکنه هم ممکنه نه ده، سایټ هم په میاشت کې یوځل پرانیستل کېږي چې خلک نوملیکنه وکړي او د پاسپورټ اخیستل هم شپږ اوه میاشتې وخت نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د دوی د محدودونکو اقدامتو له امله نه یوازې ښځې او نجونې بلکې ډېری نور افغانان هم د کار، زده‌کړو او ښه ژوند په نیت ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته په قانوني او غیرقانوني توګه کډوال شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې اته میلیونه افغانان ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.