په تیرو درو کلونو کې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو بېلګې

طالبانو په لومړیو کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته د درناوي ژمنه کړې وه خو واک ته له رسېدو وروسته يې داسي فرمانونه صادر کړل چې په دوامداره توګه یې د ښځو پر زده کړو، کار، ټولنیز او سیاسي فعالیت او سفر په برخو کې بندیزونه وضع کړل. د دغو بندیزونو یو شمېر بلیګې دلته وګورئ.

د پېښو مهالوېش

د نورو جزیاتو لپاره، په مهالوېش کې پر پېښو کلیک وکړئ

  • وږی ۲۱, ۱۴۰۰م کال

    د نجونو او هلکانو پر ګډ درس بندیز

  • وږی ۲۶, ۱۴۰۰م کال

    طالبانو د ښځو چارو وزارت له منځه یووړ

  • وږی ۲۷, ۱۴۰۰م کال

    طالبانو د نجونو پر منځنیو ښوونځيو بندیز ولګاوه

  • لیندۍ ۰۲، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه له منځه یووړه او ښځينه قاضیانې او څارنوالانې يې له دندو ګوښه کړې

  • مرغومی ۰۵, ۱۴۰۰م کال

    طالبانو موټر چلوونکو ته ویلي چې پرته له محرمه دې ښځې نه پورته کوي

  • مرغومی ۱۰، ۱۴۰۰م کال

    طالبانو له هټۍ والو او کالي پلورونکو غوښتي چې له هغو نانځکو سرونه پرې کړي چې لباسونه یې پر ځړولي

  • کب ۰۲، ۱۴۰۰م کال

    طالبانو له وزارتونو او دولتي ادارو غوښتي چې دوی په خبره بې حجابه ښځې دولتي ادارو ته له تللو منع کړي

  • کب ۲۴, ۱۴۰۰م کال

    طالبانو هغه ښځینه ښوونکې چې هلکانو ته یې درس وایه، اضافه بست کړې

  • وری ۱۷، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو په پوهنتونونو کې د نارینه او ښځو ګډو علمي سمینارونو، فراغت غونډو او کنفرانسونو باندې بندیز ولګاوه

  • چنګاښ ۲۸, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو په ماليې وزارت کې ښځو ته ویلي چې د ځان پر ځای یو نارینه ورته معرفي کړي.

  • وږی ۲۹, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو ښځينه محصلانې له عکس او ويډيو اخيستلو منع کړې

  • وږی ۳۱، ۱۴۰۱م کال

    په کندهار کې طالبان تر شپږم ټولګیو کښته نجونې په دې پلمه ایستلي چې عمرونه یې تر۱۳ کلونو لوړ دي

  • غویی ۰۴، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو په کابل پوهنتون کې د نجونو او هلکانو د تدریسې ورځو د جلا کولو پرېکړه اعلان کړه

  • غویی ۱۷, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د ښځو لپاره حجاب جبري اعلان کړ

  • غویی ۲۳, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو اعلان وکړ چې ښځې له نارینه خپلوانو او کورنیو سره یو ځای په رستورانونو کې ډوډۍ نشي خوړلای

  • غویی ۲۶، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون منحل کړ

  • غویی ۲۸, ۱۴۰۱

    طالبانو پوهنتون ته له رنګه پوړني سره د نجونو مخه ونیوله

  • غویی ۲۹، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو رسنیو ته امر وکړ چې ښځې باید په خپرونو کې له سترګو پرته خپل ټول مخ پټ کړي

  • چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو، پرته له محرمه د ښځو پر سفر بندیز ولګاوه

  • وږی ۰۳, ۱۴۰۲م کال

    طالبان وايي، ښځې او نجونې نور بند امیر ته د تګ اجازه نه لري

  • تله ۲۶, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځينه کارکوونکې له دندو ځواب کړې

  • لړم ۱۵, ۱۴۰۱م کال

    طالبان ښځينه ناروغانو ته امر کړی چې یوازي دې ښځينه ډاکټرانو ته ورشي.

  • لړم ۱۷، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو ښځې حمام او تفریحي پارکونو ته له تګه منع کړې

  • لړم ۲۴, ۱۴۰۰ م کال

    د ۱۲ ټولګیو زده ‌کوونکې به په کلنیو ازموینو کې ګډون نشي کولای

  • لیندۍ ۲۹, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د نجونو تحصيل وځنډاوه

  • مرغومی ۱، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د نجونو پر خصوصي کورسونو بندیز ولګاوه

  • مرغومی ۰۲, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د نجونو لیلیې بندول پیل کړل

  • مرغومی ۰۳, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه

  • مرغومی ۴، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د کابل په جوماتونو کې د بالغو نجونو پر دیني زده کړو بندیز ولګاوه

  • مرغومی ۱۳, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو په کنړ او ننګرهار کې د معلولو نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه

  • مرغومی ۱۹, ۱۴۰۱م کال

    طالبانو یوازي تر شپږم ټولګي پوري د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو امر وکړ.

  • سلواغه ۸، ۱۴۰۱م کال

    طالبانو د خصوصي پوهنتونونو لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز ولګاوه

  • وری ۱۱, ۱۴۰۲م کال

    د طالبانو مشر د نویو مقرراتو له مخې د پخوانیو حل شویو قضیو د بیا ارزونې امر وکړ چې له کبله یې طلاقې شوې ښځې پخواني مېړونو ته د ستندېدو له خطر سره مخامخ شوې

  • وری ۱۵, ۱۴۰۲م کال

    طالبانو په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز وګاوه

  • وری ۲۷, ۱۴۰۲م کال

    طالبانو په کندهار ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو او ټولو ښوونیزو موسسو د ځنډولو امر وکړ

  • چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۲م کال

    طالبانو په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو د بندېدو امر وکړ.

  • چنګاښ ۲۲، ۱۴۰۲م کال

    طالبانو د وړوکتونونو سلګونه ښځینه ښوونکې او کارکوونکې له دندو ګوښه کړې

  • چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۲م کال

    طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو موضوع تر امر ثاني معطل وي، کانکور به یې هم معطل وي.

  • چنګاښ ۲۷، ۱۴۰۲م کال

    طالبانو لویه څارنوالي لغوه او د ښځو په ګډون یې شا او خوا ۴۰۰۰ خدماتي پرسونل، ملکي او نظامي څارنوالان له دندو ګوښه او امتيازات يې قطع کړل

  • زمری ۲۲، ۱۴۰۲م کال

    طالبانو په رسنیو او تجارتي اعلانونو کې د ښځ پر ږغ بندیز ولګاوه

  • تله ۱۲، ۱۴۰۲م کال

    طالبانو د یوې کړنلارې تر جوړېدو د ښځینه سوداګرانو نندارتونونه وځنډول

  • وری ۰۵, ۱۴۰۳م کال

    طالبان به پر ښځو په عام محضر کې د سنګسار او درو وهلو سزا پلې کوي

  • وری ۵، ۱۴۰۳م کال

    طالبانو په ننګرهار کې د خبریالۍ په روزنیز پروګرام کې له ګډونه منع کړې

  • غبرګولی ۱۵, ۱۴۰۳م کال

    طالبانو د دولتي ادارو ټولو کارکوونکو معاشونه پنځه زره ته ټيټ کړل

  • وری ۳۱, ۱۴۰۳م کال

    طالبانو د کابل په ښوونیزو مرکزونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر جذب او زده‌ کړو بندیز ولګاوه

  • زمری ۳۱، ۱۴۰۳م کال

    طالبانو د ښځې لوړ ږغ عورت وباله

  • لېندۍ ۱۲، ۱۴۰۳م کال

    طالبانو په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه

  • لیندۍ ۰۸, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت په هرات کې د ښځو ټولې کافې وتړلې

  • لیندۍ ۲۶، ۱۴۰۳

    طالبانو اعلان وکړ چې د طبي پوهنځیو په اګزیټ ازموینو کې به یوازي نارینه ګډون کوي