منیر: د طالبانو حکومت باید د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته ترجیج ورنه کړي

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې پر ځای، اسلام‌اباد ته ترجیح ورکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي، افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د خپل ګاونډي او ورور پاکستان پرتله د پاکستان تحریک طالبان ډلې ته ترجیح ورنه کړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، منیر دغه څرګندونې پرون د اګست په ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په پوځي پرېډ کې د وینا پر مهال وکړې.

په یاده غونډه کې هغه له افغانستان سره د خپل هېواد د لوېدیځو پولو او د پاکستان د بلوچستان ایالت د حالاتو په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان د طالبانو تحریک په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت کې د خونړیو پېښو پړه پر غاړه اخیستې ده چې زیاتره پېښو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال غړي

پاکستان څو ځله ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي ډله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د طالبانو حکومت له دې ډلې سره په مبارزه کې له اسلام‌اباد سره همکاري نه ده کړې.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت نه لري.

تر دې مخکې په ۲۰۲۲م کال کې د طالبانو حکومت د اسلام‌اباد او د پاکستاني طالبانو د مشرتابه ترمنځ د سولې خبرو اترو منځګړیتوب کړی و چې په پایله کې یې د دواړو خواوو ترمنځ لنډمهاله اوربند رامنځته شو، خو دغه اوربند تر ډېره دوام ونه کړ او پاکستاني طالبانو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ ته دوام ورکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان د طالبانو تحریک د خبرو او لنډمهاله اوربند په ترڅ کې په خپلو جنګي پلانونو باندې کار کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په خپلو خبرو کې پر دې هم ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د تورخم په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو، دغه جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې دوی د ګورکي په سیمه کې خپله قرارګاه پراخه کړه چې د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې.

د ځايي طالب چارواکو په وینا، دوی هم ځوابي ډزې کړي.

په دې نښته کې د درې تنو د وژل کېدو خبره شوې ده.

د تورخم لویه لاره اوس مهال د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بنده ده.