د پاکستان پوځ له‌خوا د "آی‌ایس‌آی" د پخواني مشر نیونه؛ پر فیض حمید څه تور دی؟

متقاعد جنرال حمید وروسته له هغه مشهوره شو چې په ۲۰۲۱م کال د طالبانو د واک ته رسیدو په لومړیو ورځو کې کابل ته لاړ او د کابل په سرینا هوټل کې یې د چایو له پیالې سره عکس خپور شو.

د پاکستان پوځ، د خپل هېواد د استخباراتي ادارې یا "آی‌ایس‌آی" پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی.

د پاکستان پوځ پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د "آی‌ایس‌آی" پخوانی مشر متقاعد جنرال حمید فیض یې د مځکې او د یوه ښارګوټي په تړاو نیولی دی.

په پاکستان کې د یوه جګپوړي پوځي صاحب منصب نیول غیر معمولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد په ۷۷ کلن تاریخ کې تر ۳۰ کاله زیاته موده واکمني کړې او اوس هم د مهمو چارو واګې په لاس کې لري.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې فیض حمید د سترې محکمې په حکم نیول شوی دی.

د پاکستان پوځ زیاته کړې چې جنرال فیض حمید له تقاعد وروسته څو ځلې د پاکستان د پوځي قانون سرغړونه کړې ده.

په بیان کې بې له دې چې د حمید د سرغړونو موارد یاد شي، ویل شوي چې پوځي محاکمه پیل شوې او متقاعد جنرال پوځي زندان ته لېږدول شوی دی.

جنرال فیض حمید له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د "آی‌ایس‌آی" استخباراتي ادارې مشر و او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړاوه چې د کابل په یوه هوټل کې یې د چای پیاله په لاس کې وه.

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو د حضور پر مهال، واشنګټن او د افغانستان حکومت په ځلونو "آی‌ایس‌آی" د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

د "آی‌ایس‌آی" مشر په پاکستان کې عموماً له لوی درستیزه وروسته دوهم مهم پوځي افسر ګڼل کېږي.

جنرال فیض حمید له پخواني صدراعظم عمران خان سره نژدې ګڼل کېده او هغه د صدراعظمۍ پر مهال د "آی‌ایس‌آی" مشر ټاکلی و.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې دا مهال بندي دی.

د پاکستان د پوځ متقاعد افسر محمود شاه په دې باور دی چې حمید د هغو تورونو په خاطر نه دی نیول شوی، چې نوموړي د پاکستان له پخواني صدراعظم عمران خان سره اړیکې لرلې.

بېلابېل سیاسي ګوندونه او سیاستوال پر متقاعد جنرال فیض حمید تور پورې کوي چې په پېښور کې د استخباراتو او قول اردو د قوماندان په توګه د دندې پرمهال یې د پاکستاني طالبانو یا "ټي‌ټي‌پي" له غیرقانوني ډلې سره خبرې کړي او د عمران خان په مشرۍ د هغه وخت حکومت ځینې پاکستاني طالب بندیان خوشې کړل او ځینو ته یې اجازه ورکړه چې قبایلي سیمو ته بېرته ستانه شي.

عمران خان په ۲۰۲۲م کال کې د نه باور رایې په پایله کې له واکه لرې کړای شو چې د هغه په وینا د اردو له‌خوا تنظیم شوې دسیسه وه، خو اردو دا تورونه ردوي.