د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د محسني خپلوان: طالبانو د سیاسي چارو شنونکی سید باقر محسني نیولی


سید باقر محسیني
سید باقر محسیني

د باقر محسني د کورنۍ یو غړی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخېستل شي وایي، د تېرې د جمعې په ورځ ښاغلی محسني ته زنګ راغی او ورته وویل شول چې د 'سي اېن.اېن'، نړیوالې رسنۍ، سټوډیو ته د مرکې لپاره ورشي.

د دې سرچینې په خبره، باقر محسني دوه تره زامنو سره یوځای د مازدېګر ۵ بجې د کابل ښار د قلعه فتح الله له شپږم سړک، د بي بي مهرو سیمې خوا ته حرکت وکړ.

خو له هغه وروسته، د سید باقر محسني او د دوه تره زامنو یې سید حمید او سید اسماعیل، په تړاو هېڅ مالومات نشته: "پرون ۵ بجې ورته زنګ راغی او وویل شو چې 'سي.اېن.اېن' ټلوېزیون غوښتی، بیا ټول کورنۍ په تشویش شولو، په تمه پاتې شو چې څنګه کېږي، ساعت ۷ بجې شوې، ټیلیفونونه یې هم خاموش و او تراوسه پورې هم خاموش دی، له دولتي چارواکو څخه هم څوک موږ ته څه نه وایي او دوه نور خپلوان او کاکا زمن، سید حمید او سید امید هم ورسره نیول شوي دي."

سید باقر محسني د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد دی.

ښاغلي محسني افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، د ګڼو رسنیو په سیاسي بحثونو کې ګډون کړی چې ډېرو کې یې تل د طالبانو په حکومت کې د عدالت، د بیان ازادي، د بشر حقونو او د ښځو حقونو پر تامین ټینګار کړی دی.

هغه نږدې پنځه ورځې وړاندې طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې د طالبانو په حکومت نیوکه کړې چې د عدالت پر بڼسټ نه دی: ​"د تعصب بحث هاخوا پرېږدو، هر څوک چې د مخالف غږ پورته کړي هغه متعصب بلل کېږي، په داسې حال کې چې حکومت د عدالت پر پایو استواره نه دی. طالبان د شل کلنې جګړې لامل دي. هماغه لارې چې اوس امن دي همغه لارې طالبانو نا امنه کړي وه، طالبانو د خلکو ژوند له وحشته ډکه کړ، طالبانو افغانستان کې نورو تروریستي ډولو ته لاره هواره کړه."

نوموړي دغه شان نږدې ۳ ورځې وړاندې په خپل فیسبوک پاڼه د "فشار او سانسور" په عنوان په وروستۍ لیکنه کې لیکلي چې کابل کې یې خصوصي رسنۍ، نور ټلوېزیون سره چې هغه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم هم حضور درلود، یوه بحث کې ګډون کړی، خو ښاغلي محسني زیاته کړې چې د ګڼو فشارونو له امله نور ټلوېزیون ته د دغې خپرونه د خپرېدو اجازه نه ده ورکړل شوی.

يه داسې حال کې چې د باقر محسني نږدې خپلوان ادعا کوي چې هغه د طالبانو له خوا نیول شوی، خو د طالبانو حکومت د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې تړاو څه وه نه ویل.

تردې وړاندې، د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی فیض الله جلال هم د څو ورځو لپاره د طالبانو له خوا نیول شوی و چې وروسته بیا ازاد شو، خو له دې وروسته بیا تر نننه ښاغلی جلال په کومې سیاسي ټلوېزیوني برنامه کې نه دی راڅرګند شوی.

XS
SM
MD
LG