بنګله‌دېش کې سیاسي کړکېچ او ناکرارۍ؛ دغلته افغان محصلانو پر خپل امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده

په بنګله‌دېش کې د روان سیاسي کړکېچ یو انځور. خلکو د دې غونډې په ترڅ کې له فرانسې د نوي موقت صدراعظم محمد یونس د ورتګ لپاره خوښي څرګنده کړې ده.

د بنګله‌دېش په پوهنتونونو کې یو شمېر افغان محصلان په دې هېواد کې له سیاسي ناورین وروسته د امنیتي ناکراریو له کبله د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي.

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه او د دې هېواد په ځينې نورو ښارونو کې له څو اوونیو راهیسې د ملکي خدمتونو په قانون کې د ونډې په په تړاو خونړي لاریونونه شوي دي.

د راپورونو له مخې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په لاريونونو او اعتراضونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي، هغه څه چې ازادي راډیو يې په خپلواک ډول نه شي تایيدولی.

په بنګله‌دېش کې د وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو یوه څنډه

په بنګله‌دېش کې دغو لاريونونو او تاوتريخوالي په دغه هېواد کې لسګونه افغان نجونې محصلانې اندېښمنې کړې دي.

دوى چې کره شمېر يې معلوم نه دی او ډېری یې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته د تحصيلي بورسيو له لارې د دغه هېواد پوهنتونونو ته لار موندلې، وايي چې د ښه ژوند او راتلونکي لپاره یې افغانستان پرېښود، خو اوس د دوی پر وړاندې نورې اندېښنې اوننګونې راولاړې شوي چې دوی يې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې کړې دي.

په بنګله‌دېش پوهنتون کې دوه افغان نجونو محصلانو د خپل نوم او هويت د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوې محصلې وویل: "مونږ په ليليه کې اوسېږو، اندېښنه لرو چې د خلکو بريد تر ليلیې راونه‌رسېږي هغه ډول یې چې په کليساګانو حمله وکړه پر ليليه يې ونه‌کړي، لومړی وزير نوى شوى امکانات شته جې بيا وضعیت خراب شي، مونږ افغانستان ته هم نشو تلى زمونږ برخليک به څنکه کېږي."

یوه بله محصله وايي: "د پوهنتون مشر وايي چې ستاسو امنيت ساتل شوى ځکه ستاسو د پوهنتون دېوالونه لوړ دي، لومړی دا چې د پوهنتون دېوالونه لوړ نه دي، بل دا که څوک وغواړي پر مونږ حمله وکړي د دروازې ساتونکي حتى وسلې نه لري چې له مونږ ساتنه وکړي، مونږ د دې لپاره د خپل امنيت په اړه اندېښمن يوو."

د بنګله‌دېش په وروستیو پراخو اعتراضونو کې اعتراض کوونکو د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه کوله چې بلاخره د هغې په شخصي کور او ګوند پورې اړوند ودانیو يې بريد وکړ چې په پايله کې شېخ حسينې استعفا ورکړه، له هېواده وووته او هند ته ولاړه.

په بنګله‌دېش کې له مظاهرو وروسته د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ښوونځي او پوهنتونونه د نامعلومې مودې لپاره وتړل شول او مخابراتي او انټرنېټي شبکې محدودې شوې او انټرنېټ ته لاسرسی ډېر ستونزمن و.

له بنګله‌دېش څخه د شیخ حسینې له وتلو وروسته، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی او د کوچنیو پانګونو بریالی څېره محمد یونس د اعتراض کوونکو د غوښتنې پر بنسټ د بنګله‌دېش د نوي لنډمهاله صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی.