د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د بنګله‌دېش صدراعظمې استعفا کړې او له هېواده وتلې؛ پوځ د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو خبر ورکړی


شېخ حسینه
شېخ حسینه

د بنګله‌دېش صدراعظمې شېخ حسینې استعفی کړې او له هېواده وتلې ده.

د دوشنبې په ورځ قهرجن مظاهره‌ چیان د ګرځبندیز د قانون خلاف راووتل او د شېخ حسینې په هستوګنځي یرغل ورووړ.

نړیوالو خبري اژانسونو له هغې ډلې اسوشېټېډپرېس او فرانسپرېس خبر ورکړی چې قهرجنو مظاهره چیانو شېخ حسینې استعفی ته اړ کړه.

د راپورونو له مخې شېخ حسینه په یوه پوځي هیليکوپټره کې له خپل هېواده ووتله.

د هند سي‌این‌این نیوز۱۸ تلوېزیوني شبکې د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی شېخ حسینه د هند خاورې ته ننوتې ده.

۷۶ کلنه شېخ حسینه ۱۵کاله د بنګله‌دېش صدراعظمه وه.

د بنګله‌دېش د پوځ لوی درستیز جنرال واکر الزمان په یوه بیان کې د شېخ حسینې د استعفی او له هېواده د وتلو تایید وکړ او ویې ویل چې یو لنډمهاله دولت به رامنځته شي.

د شېخ حسینې د استعفی او له هېواده د وتلو د خبر تر خپرېدو وروسته د راپورونو له مخې مظاهره چیانو په سړکونو خوشالۍ کړي او جشنونه یې نیولي.

مظاهره چیانو پرون د شېخ حسینې استعفی غوښتې، خو هغې ګواښ کړی و چې د تاوتریخوالو عاملان به وځپل شي.

تېره میاشت په بنګله دیش کې د مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

په پلازمېنه ډاکه کې د تاوتریخجنو لاریونونو یوه څنډه
په پلازمېنه ډاکه کې د تاوتریخجنو لاریونونو یوه څنډه

په بنګله‌دېش کې دغه تاوتریخجنې مظاهرې د ملکي خدماتو او دندو په قانون کې د تخصیص شویو ونډو پر ضد پيل شوې وې.

حکومت دېرش فیصده دولتي څوکۍ د هغو خلکو کورنیو ته ځانګړې کړې وې چې ۱۹۷۱م کال یې له پاکستانه د بنګله‌دېش د ازادۍ ګټلو مبارزه کې برخه اخیستې وه.

د شېخ حسینې په مشرۍ د بنګله‌دېش حکومت په ټول هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو او د انټرنېټ د بندولو تر څنګ نظامي حکومت اعلان کړی و او هم یې پوځیانو ته د ډزو اجازه ورکړې وه.

په وروستیو اونیو کې په بنګله‌دېش کې د مظاهرو په تړاو لږ تر لږه ۱۱ زره کسان نیول شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG