د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

بنګله‌دېش کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ په پلازمېنه ډاکه کې ګرځبندیز اعلان شوی


په بنګله‌دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور
په بنګله‌دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

د بنګله‌دېش په پلازمېنه کې ګرځبندیز اعلان شوی دی.

په دغه هېواد کې د محصلانو له پراخو لاریونونو او اعتراضونو وروسته پرون حکومت له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې ایسار شي.

په بنګله‌دېش کې تېره اوونۍ محصلانو د حکومت پر دې پرېکړې اعتراض وکړ چې مشخص شمېر محصلان به تر فراغت وروسته په حکومتي دوایرو کې جذبېږي.

د دې لاریونونو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۱۴ کسان وژل شوي دي.

پوځیانو پرون جولای شلمه د پلازمېنې ډاکه په لارو کوڅو کې ګزمې کولې او حکومت پرېکړه کړې چې ټول دفترونه او موسسې به د دوو ورځو په مخه بند وي.

رویټرز اژانس د روغتیایي چارواکو په وینا خبر ورکړ چې پرون هم د پلازمېنې ډاکې په ځینو سیمو کې د ګرځبندیز سربېره مظاهرې وشوې چې د ګرځبندیز په خاطر پوځیانو ډزې وکړې او لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول.

د بنګله‌دېش د صدراعظمې شیخ حسینې حکومت د ګډوډ امنیتي وضعیت په خاطر نن یکشنبې او سبا دوشنبې عمومي رخصتي اعلان کړې او یوازې به د بېړنیو چارو ادارې فعاله وي.

د بنګله‌دېش صدراعظمه شیخ حسینه
د بنګله‌دېش صدراعظمه شیخ حسینه

پوهنتونونه او نور تحصلي مراکز له چهارشنبې راهیسې بند دي.

په بنګله‌دېش کې دا مظاهرې وروسته تر دې پيل شوې چې د فارغانو له ډلې ۳۰ فیصده څوکۍ د هغو کسانو کورنیو ته ځانګړې شوې چې د پاکستان پر ضد یې د بنګله‌دېش د ازادۍ لپاره مبارزه او جګړه کړې ده.

د شیخ حسینې حکومت په ۲۰۱۸م کال کې دا سهمیه لغوه کړه، خو د بنګله‌دېش سترې محکمې تېره میاشت بېرته راژوندۍ کړه.

له پنجشنبې راهیسې انټرنېټ بند شوی دی، نه په ویبپاڼو کې څه نوي خپاره شوي او نه هم په خواله رسنیو کې چا څه لیکلي دي.

پولیس د لاریون کوونکو د خورېدو لپاره له خپله ځواکه کار اخیستی دی.
پولیس د لاریون کوونکو د خورېدو لپاره له خپله ځواکه کار اخیستی دی.

د روغتونونو په وینا، د لاریونونو په ترڅ کې په زرګونو کسان ټپیان شوي دي.

د رویټرز اژانس په وینا، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې پولیسو د خلکو د خورېدو لپاره له اوښکي بهونکي ګازه، پلاستکي مرمیو او غږیزو بمونو استفاده کړې ده.

لاریونوالو بیا پولیس په کاڼو او ډبرو ویشتل او موټرو ته یې اور ورته کاوه.

په پلازمېنه ډاکه کې له پرون غرمې رارووسته ګرځبندیز ولګېد چې له دوه ساعته وروسته لږ نرم شو څو خلک خوراکي موادو واخلي، د چارواکو په وینا حکومت غواړي چې وضعیت وارزوي او د همدې لپاره به نن هم په ډاکه کې ګرځبندیز دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG