د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

بنګله‌دېش کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ په ډاکه زرګونه ځواکونه ځای پرځای شوي


په بنګله‌دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور
په بنګله‌دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

په بنګله‌دېش کې لاریون کوونکو د پنجشنبې تر ماښامه د جولای ۱۸مه پورې تاوتریخوالی ته دوام ورکړ.

دوی د پولیسو لور ته پلاستیکي مرمۍ او تیږې غورځولې.

د يو بل خبرله مخې، يوه ډله قهرجن لاريون کوونکي په ډاکه ښار کې د بنګله‌دېش د دولتي تلوېزيون ودانۍ ته ننوتل او پر ودانۍ سربېره يې لسګونو موټرونو ته اور ورته کړ.

د راپورونو له مخې له اورلګېدو وړاندې یو شمېر کسانو چې له وېرې د دولتي تلوېزیون په ودانۍ کې پناه اخیستې وه او له دې ودانۍ څخه وتلو ته اړ شول.

په ډاکه ښار کې زرګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي، خو ویل کېږي چې وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

د دغه ښار يو سوداګر فاروق خان وايي چې د لاريونونو پر مهال عامه خدمات سخت زيانمن شوي دي.

هغه وویل: "لویه ستونزه دا ده چې هېڅ ځای ته نه شم تللی. ښاري ټرانسپورټ بند دی. ازاد تګ راتګ نه شو کولی، نو څنګه به په دې ډول ژوند ته دوام ورکړای شو؟"

د راپورونو له مخې په بنګله‌دېش کې د تاوتریخجنو لاریونونو په پایله کې له پرون ماښام راهیسې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.

لاريون کوونکي، چې ډېرى يې ځوان محصلان دي، د ملکي خدمتونو د استخدام په قانون کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د بنګله‌دېش صدراعظمې شیخ حسینې امر کړی چې ښوونځي او پوهنتونونه دې تر نامعلومې مودې پورې بند پاتې شي.

هغې دا هم وويل چې د لاريون کوونکو د وژلو مسوولانو ته به سخته سزا ورکړل شي.

د بنګله‌‌دېش د روانو لاریونونو یوه څنډه
د بنګله‌‌دېش د روانو لاریونونو یوه څنډه

د لاريونونو پر مهال مخابراتي او انټرنېټي شبکې سختې محدودې شوي او انټرنېټ ته لاسرسی ډېر ستونزمن شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دې اوونۍ د نښتو ویډیويي شواهد ښيي چې د بنګله‌دېش امنیتي ځواکونه په غیر قانوني کړنو کې لاس لري.

شیخ حسینه چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې د بنګله دېش صدراعظمه ده، تل د اپوزیسیون او ګڼو خلکو له خوا له فساد سره د مبارزې او د ملکي حکومتولۍ په سیستم کې د اصلاحاتو په راوستلو کې د پاتې راتلو په خاطر له نیوکو سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG