د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۴

نړۍ

بنګله‌دېش کې پوليسو سره شخړه کې ۲۰ کسان ټپيان شوي

بنګله‌دېش کې د پوليسو او خلکو ترمنځ شخړه
بنګله‌دېش کې د پوليسو او خلکو ترمنځ شخړه

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان له پولیسو سره په شخړو کې ټپیان شوي دي.

پولیسو پر اعتراض کوونکو رابړۍ مرمۍ ویشتلي او اوښکي بهوونکي ګاز هم کارولي دي.

پرون په ډاکه او نورو ښارونو کې زرګونو اعتراض کوونکو د صدارعظمې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه وکړه.

اعتراض کوونکو د هغو ۱۵۰ کسانو د کورنیو لپاره د انصاف غوښتنه وکړه، چې تېره میاشت د دندو د ونډې پر نظام د اعتراض لپاره لارو سړکونو ته راوتلي وو.

پولیس وايي، دوی پر اعتراض کوونکو ځکه رابړۍ مرمۍ او اوښکي بهوونکي ګاز کارولي، چې لومړی د معترضانو ډلو ورباندې حمله وکړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: که ایران خپل چلند بدل نه کړي، بیا به یې بمباري کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره د شوې هوکړې له پایلو راضي نه وي او تهران خپل چلند اصلاح نه کړي، امریکا به یو ځل بیا پر ایران پوځي بریدونه ترسره کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په فرانسه کې د جي-۷ هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

«دا یوازې یو تفاهم‌لیک دی. که زه ترې راضي نه وم او هغوی خپل چلند بدل نه کړ، نو موږ به بیا پرې ډزې وکړو او بمونه به ورباندې وغورځوو.»

د امریکا ولسمشر هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې واشنګټن به د یاد تفاهم‌لیک له مخې په ایران کې د ۳۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه وکړي. خو نوموړي زیاته کړه چې امریکا به د نورو هېوادونو له لوري په ایران کې د پانګونې مخه ونه نیسي.

د تفاهم‌لیک بشپړ متن لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی، خو د ځینو امریکايي رسنیو له‌خوا د خپرو شویو مسودو له مخې، په یوه ماده کې راغلي چې:

«متحد ایالتونه ژمنه کوي چې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه د ایران د اقتصادي بیارغونې او پراختیا لپاره یو هر اړخیز او د دواړو لورو له‌خوا منل شوی پلان جوړ کړي او د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارد ډالرو تمویل تضمین کړي. د دې پلان د عملي کولو میکانیزم به د وروستۍ هوکړې د یوې برخې په توګه په ۶۰ ورځو کې ترتیب شي.»

خو ټرمپ ټینګار وکړ چې په تفاهم‌لیک کې داسې کومه ماده نشته چې له مخې یې امریکا ایران ته مستقیمې پیسې ورکړي. هغه همداراز دا ادعا هم رد کړه چې په سند کې د ایران پر وړاندې د بندیزونو د فوري لغوه کېدو کوم بند شامل دی.

د امریکا ولسمشر ویلي چې هر ډول احتمالي اقتصادي اسانتیاوې یا د بندیزونو نرمښت به د ایران په ژمنو او راتلونکي چلند پورې تړلی وي.

ټرمپ ګواښ کوي که چیرې ایران له هوکړې سره سم چلند ونه کړي نو پوځي عملیات به بیا پیل شي

ولسمشر ټرمپ فرانسه کې د جي ۷ هیوادونو د مشرانو غونډه کې دڅرګندونو په مهال
ولسمشر ټرمپ فرانسه کې د جي ۷ هیوادونو د مشرانو غونډه کې دڅرګندونو په مهال

په داسې حال کې چې دنړۍ مشرانو دایران او امریکا ترمینځ د هوکړې هرکلی وکړ د متحدو ایالاتو ولسشمر وايي که چیرې ایران له هوکړې سره سم چلند ونه کړي نو واشنګټڼ کیدای شي بیا پوځي عملیاتو ته مخه کړي.

دونالد ټرمپ فرانسه کې د جي ۷ یا اوو صنعتي پرمختللیو هیوادونو غونډه کې چې دمصر ولسشمر عبدالفتاح سیسي یې ترڅنګ ولاړ وو خبریالانو ته وویل دغه تفاهم لیک یواځې مقدماتي توافق دی او ګواښ یې وکړ که چیرې ایران هغه څه چې امریکا یې تمه لري ترسره نه کړي نو پوځي عملیات به بیا پیل شي.

ټرمپ هغه رپوټونه چې وايی امریکا به دهوکړې سره سم ایران کې ۳۰۰ ملیارډ ډالر پانګونه وکړي هم رد کړل. خو دايی هم وویل چې واشنګتن به نور هیوادونه ایران کې له پانګونې منع نه کړي.

تمه ده چې دامریکا او ایران استازي دغه تفاهم لیک د راتلونکې جمعې په ورځ سویس کې رسما لاس لیک کړي.

د نړۍ د فوټبال ستوری لیونل مسي د نړیوال جام لوبه کې تیره شپه یو ځل بیا وځلید

د نړۍ د فوټبال ستوری او د ارجنتین د ټیم کاپیتان لیونل مسي
د نړۍ د فوټبال ستوری او د ارجنتین د ټیم کاپیتان لیونل مسي

د نړۍ د فوټبال ستوری او د ارجنتین د ټیم کاپیتان لیونل مسي تیره شپه د نړیوال جام په لوبو کې یوځل بیا وځلیده.

د ارجنتین ټیم د الجزایر ټیم ته ۳-۰ ماته ورکړه اوپه دې سره د مسي نوم د نړیوال جام په تاریخ کې یوځل بیا ثبت شو.

۳۸ کلن مسي تیره شپه لومړنۍ لوبغاړی شو چې د نړیوال جام په ۶ دورو کې ګډون کوي.

هغه د تیرې شپې لوبه کې هتریک یا درې ګولونه وکړل او په نړیوالو جامونو کې یې د خپلو ګولونو شمیر ۱۶ ته ورساوه.

مسی دغه راز دنړۍ لومړنۍ هغه لوبغاړی شو چې پنځو پرله پسې سیالیو کې ګولونه کوي.

فرانسه د لسګونو کډوالو د ډوبېدو د پېښې په  تړاو ۱۴ تورن کسان محاکمه کوي

ارشیف
ارشیف

فرانسه ۱۴ تورن کسان، چې ډېری یې د افغانستان او عراق اتباع دي، مانش کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له پېښې سره په تړاو محاکمه کوي.

دا پېښه د ۲۰۲۱ کال نومبر میاشت کې شوې چې په کې ۲۷ کډوال ،مانش کانال کې د کښتۍ دډوبېدو له امله مړه شول.

د فرانسې څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ، د جوزا په ۲۶مه، اعلان وکړ چې دغه ۱۴ کسان د انسان دقاچاق، غیرعمدي قتل او په یوې منظمې جرمي شبکې کې د غړیتوب په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.

د چارواکو په وینا، تورن کسان د کډوالو د لېږد لپاره د موټر چلولو څخه نیولې د غیرقانوني سفرونو تر تنظیمولو پورې د دې عملیاتو په بېلابېلو برخو کې دخیل وو .

د دې پېښې ډېری قربانیان عراقي کردان وو، او داسې انګېرل کېږي چې څلور نور کسان لا هم ورک دي.

فرانسوي چارواکو تر اوسه د دې محاکمې د پیل دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

فرانسه لا هم د هغو کډوالو لپاره یوه مهمه لار ده چې هڅه کوي د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د ایران د خامو تېلو درې بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي

دسپوږمکۍ لخوا د ایران دیوې تیل وړونکې بیړۍ اخیستل شوی تصویر ، ارشیف
دسپوږمکۍ لخوا د ایران دیوې تیل وړونکې بیړۍ اخیستل شوی تصویر ، ارشیف

د امریکا لخوا د سمندري محاصرې له پیل راهیسې، د ایران د خامو تېلو لومړنۍ تیل وړونکې درې بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي.

دا خبره د چهارشنبې په سهار د بېړیو د څارنې یوې وېبپاڼې اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د را تلونکې جمعې په ورځ ، د ایران او امریکا لوړپوړي استازي د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویس کې یوه هوه کړه لاسلیک کړي.

د «ټانکر ټرېکرز» (Tanker Trackers) په نوم وېبپاڼه، چې د تېلو د زېرمه کولو او د نفتي محمولو د لېږد بهیر څاري، د سپوږمکۍ د انځورونو او ډیجیټلي معلوماتو پر بنسټ، «په تېرو دوو میاشتو کې د ایران د خامو تېلو لومړنی صادرات» تأیید کړي دي.

یادې وېبپاڼې په ایکسپاڼه لیکلي چې لږ تر لږه د ایران د ملي نفت‌ وړونکو بېړیو شرکت اړوند دوو ټانکرونو په ټولیز ډول ۳.۸ میلیونه بېرله خام تیل بار کړي او خپلو ټاکل شویو مقصدونو ته روان دي.

ټانکر ټرېکرز همدارنګه خبر ورکړی چې درېیم ایرانی نفت‌وړونکی ټانکر هم د امریکا د سمندري محاصرې له ساحې څخه تېر شوی دی.

ټرمپ وایي، له ایران سره هوکړه به کانګرس ته واستوي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشرډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره هوکړه به د "څېړنې" لپاره د امریکا کانګرس ته واستوي.

ټرمپ په فرانسه کې د جي اوه د سرمشریزې ترڅنګ د متحده عربي اماراتو له مشرمحمد بن زاید النهیان سره د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل: "ما یې هېڅکله هم پراستولو فکر نه و کړی، حتی یو ځل هم نه، خو زه به دا کار وکړم. زه به یې کانګرس ته ولېږم. دا نظر مې خوښ دی."

تردې مخکې د کانګرس ځینو جمهوريپالو غړیو د دغې هوکړې د متن د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.

ټرمپ همدارنګه ژمنه وکړه چې له ایران سره د هوکړې متن به "په راتلونکو یوې یا دوو ورځو کې" په عامه توګه خپور کړي، او ان دا یې هم وویل چې امکان لري ټول سند به د کامرې مخې ته ولولي.

ټرمپ زیاته کړه چې"د دې (سند) محتوا دا ده: ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي."

ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو تفاهم‌ لیک چې یو عمومي سند دی او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي ډي ونس په ټکو په "یو نیم مخ" کې ترتیب شوی، د غبرګولي په ۲۴ په برېښنايي ډول لاسلیک کړی او ټاکل شوې چې د غبرګولي په ۲۹ په سویس کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې په حضوري ډول هم لاسلیک شي.

د (G7) مشران به دامریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړي چې ایران سره لنډمهاله هوکړه به ددغه هیواد اټومي پروګرام پیاوړی کړي

ولسمشر ټرمپ د فرانسې په ایویان کې د G7 غونډه کې د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس او دکاناډا صدراعظم مارک کارنی سره دخبرو په مهال .
ولسمشر ټرمپ د فرانسې په ایویان کې د G7 غونډه کې د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس او دکاناډا صدراعظم مارک کارنی سره دخبرو په مهال .

د اوو پرمختللیو صنعتي هیوادونو یا (G7) مشران به په فرانسه کې نننۍ غونډې کې دامریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړي چې ایران سره لنډمهاله هوکړه به ددغه هیواد اټومي او د توغندیو پروګرامونه پیاوړي کړي.

دوی به له ولسمشر ټرمپ داهم وغواړي چې د اوکراین په وړاندې خپلې پالیسي باندې له سره غور وکړي.

دامریکا و ایران ترمینځ هوکړه چې پرون اعلان شوه تهران او واشنګټن ته فرصت ورکوي چې په ۶۰ ورځو کې دیوه تفصیلي تړون په اړه خبرې وکړي.

د رویترز خبري اژانس رپوټ وايي چې فرانسه ، بریتانیه او جرمني چې په وروستیو میاشتو کې خبرو نه ګوښه شوي وو غواړي د راتلونکو خبرو په بهیر کې رول ولري.

ولسمشر دونالد ټرمپ د (G7) غونډه کې ګډون لپاره پرون فرانسې ته ورسیده او ولسشمر ایمانویل مکرون او دهغه له میرمنې سره یې ولیدل.

د امریکا متحدایالات، بریتانیه، فرانسه، جرمني ، ایټالیا، کاناډا او جاپان د (G7) غړي هیوادونه دي.

بریتانیې هم اعلان وکړ چې د ۱۶ کلونو کم عمر کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کوي

بریتانیه اعلان وکړ چې د ۱۶ کلونو کم عمر کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کوي.

صدراعظم کیېرستارمر د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه رسنۍ کوچنیان او تنکي ځوانان له داسې مطالبو سره مخ کوي چې "خطرناک" دي او د "روږدي کولو" لپاره ډیزاین شوي دي.

د بریتانیې حکومت وايي دغه بندیز په سنپ چت، تیک تاک ، یوتیوب، اینستاګرام ، فیسبوک او ایکس باندې لګیږي خو د وتساپ په څیر د پیغامونو د لیږلو پلتفورمونو ته نه شاملیږي.

بریتانیه دریم هیواد دی چې دغه ډول بندیز اعلانوي.

کاناډا کې د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته یوه لایحه وړاندې شوه چې له ۱۶ کلونو د کم عمرکسانو باندې د خواله رسنیو کارول منع کوي.

تردې مخکې، استرالیا لومړۍ هیواد وو چې په تیرې لیندۍ میاشت کې یې د ۱۶ کلونو کم عمر کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کړل.

ونس: ټرمپ ښايي د جمعې له ورځې مخکې ایران سره د هوکړې متن خپور کړي

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جي ډي ونس
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جي ډي ونس

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې متن ، د رسمي لاسلیک له مراسمو مخکې چې د جمعې په ورځ ترسره کېږي، خپور کړي.

هغه وویل چې دا هوکړه لا دمخه د دواړو لورو دمشرانو له خوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شوې ده.

ونس له فاکس نیوز سره په خبرو کې هغه راپورونه چې ګواکې امریکا به ایران ته ۲۴ میلیارده ډالر ورکړي، «په بشپړه توګه ناسم» وبلل. هغه وویل چې دا هوکړه د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل او د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی تضمینوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری هم ورکړ چې که ایران خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې نه شي، نو د دې هوکړې له ګټو به بې برخې شي. هغه وویل چې د ټرمپ اداره کولای شي د محاصرې یا د پوځي بریدونو د بیا پیلولو په څېر انتخابونه په پام کې ونیسي.

د امریکا مرستیال ولسمشر په عین حال کې وویل چې د ولسمشر ټرمپ موخه د ایران د اسلامي جمهوریت د "چلند بدلون" دی، نه د حکومت بدلون.

ولسمشر ټرمپ د G7 ، په غونډه کې ګډون لپاره فرانسې ته ورسید

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ دفرانسې ختیځ کې ایویان ښارته د G7  غونډه کې ګډون لپاره د رسیدو په مهال،
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ دفرانسې ختیځ کې ایویان ښارته د G7 غونډه کې ګډون لپاره د رسیدو په مهال،

ولسمشر ټرمپ د ۷ پرمختللیو صنعتي هیوادونو،یا G7 ، په غونډه کې ګډون لپاره چې دامریکا او ایران ترمینځ تفاهم لیک یې د اجند په سر کې دی،د دوشنبې په ورځ فرانسې ته ورسید.

دغه غونډه سملاسي وروسته لدې دایریږي چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د توافق دلاسلیکولو اعلان وکړ.

تمه ده چې دا موضوع او د اسلام اباد د تفاهم لیک په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کول به د اوو صنعتي هیوادونو دمشرانو د خبرو اصلي موضوع وي.

امریکا، فرانسه، بریتانیا، جرمني،کانادا ایتالیا او جاپان ددغې ډلې غړي هیوادونه دي.

د غونډې کوربه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ دایران او امریکا د توافق له اعلان وروسته وویل چې د G7 په غونډه کې د توافق نتایج ، پرلبنان باندې یې اغیزې، د هرمز تنګي د تلپاتې پرانیستلو او دایران دتوغندیو د پروګرام په اړه خبرې کیږي.

مکرون په ایکسپاڼه ولیکل چې فرانسه او بریتانیا چمتو دي د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره مرسته کې یو ګډ ماموریت ترسره کړي او فرانسوي جنګي بیړۍ استولو ته اماده دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG