د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

بنګله‌دېش کې حکومت ضد مظاهرې؛ لږ تر لږه ۷۵ کسان په‌کې وژل شوي


بنګله‌دېش کې اعتراضونه
بنګله‌دېش کې اعتراضونه

په بنګله‌دېش کې د یک‌شنبې په ورځ د تاوتریخجنو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د یک‌شنبې په ورځ بنګله‌دېش پلازمېنه ډاکه او ګڼو نورو ښارونو کې بیا د ناکراریو څپې پيل شوې.

زرګونه کسان سړکونو ته وتلي وو او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، له پولیسو سره د شخړو پر مهال سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ګڼ پولیس هم په‌کې شامل دي.

صدراعظمې شېخ حسینې اعلان کړی، کوم کسان چې د مظاهرو په نوم ورانکاریو کې ګډون کوي محصلان نه‌دي، بلکې د دې په خبره جنایت‌کاران دي او خلک باید کلک ځواب ورکړي.

دا په بنګله‌دېش کې د تاوتریخجنو مظاهرو دویمه څپه ده، په مخکېنۍ هغه کې چې تېره میاشت وشوه لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

د یک‌شنبې په ورځ مظاهره‌چیانو د صدراعظمې شېخ حسینه د استعفی غوښتنه کوله.

د بنګله‌دېش صدراعظمه شېخ حسينه
د بنګله‌دېش صدراعظمه شېخ حسينه

مظاهره‌چیانو همداراز له ټولو خلکو غوښتي چې له دوی سره لاس یو کړي او د برېښنا بیلونو او نورو مالیاتو له ورکړې ډډه وکړي.

اسوشیتید پرېس راپور ورکړی چې حکومت له یک‌شنبې تر چهارشنبې رخصتي اعلان کړې او محکمې تر نامعلومې نېټې تړل شوي.

د اطلاعاتو او راډیو او ټلوېزیون مرستیال وزیر محمد علي عرفات اعلان وکړ چې، د تاوتریخوالی د مخنیوي لپاره د مبایلونو انټرنیټ او د پیغام رسولو خدمتونه بند شوي دي.

د راپورونو له‌مخې بنګله‌دېش حکومت په ټول هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو او د انټرنېټ د بندولو تر څنګ نظامي حکومت اعلان کړی او پوځیانو ته یې د ډزو اجازه ورکړې ده.

په وروستیو اوونیو کې په بنګله‌دېش کې د دغو مظاهرو په تړاو لږ تر لږه ۱۱ زره کسان نیول شوي دي.

په بنګله‌دېش کې د محصلانو مظاهرې څه باندې یوه میاشت مخکې پیل شوې او لا هم روانې دي.

دغه تاوتریخجنې مظاهرې د ملکي خدماتو او دندو په قانون کې د تخصیص شویو ونډو پر ضد پيل شوې وې.

حکومت دېرش فیصده دولتي څوکۍ د هغو خلکو کورنیو ته ځانګړې کړې وې چې ۱۹۷۱ کال یې له پاکستانه د بنګله‌دېش د ازادۍ ګټلو مبارزه کې برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG