د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

بنګله‌دېش کې له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته نوی حکومت اعلان شو؛ نوی صداعظم څوک دی؟


د بنګله‌دېش نوی ټاکل شوی صدراعظم محمد یونس
د بنګله‌دېش نوی ټاکل شوی صدراعظم محمد یونس

بنګله‌دېش کې له لاریونونو او اعتراضونو وروسته نوی حکومت اعلان شو.

د نوبل د جایزې ګټونکی او د کوچینو سوادګرو بریالۍ څېره محمد یونس د بنګله‌دېش نوی صداعظم وټاکل شو.

دا پرېکړه نن سهار د اګست ۷مه د ولسمشر محمد شهاب‌الدین د مطبوعاتي دفتر سکرتر جوینال عابدین اعلان کړه.

عابدین دا اعلان په هغې غونډه کې وکړ چې د مدني ټولنې فعالان، پوځي مشران، مشهور سوداګر او هغو زده‌کوونکو په کې حضور درلوده چې له واکه د شیخ حسینې د لیرې کولو لپاره يې لاریونونه په لاره اچولي وو.

تمه ده، د شیخ حسینې پخوانی سیال محمد یونس به ډېر ژر د فرانسې له پارس ښار څخه چېرته چې د المپیک سیالۍ روانې دي، بنګله‌دېش ته ستون شي.

خو محمد یونس څوک دی؟

۸۴ کلن محمد یونس هغه اقتصاد پوه او بانکدار دی چې ۱۹۷۰ کلونو کې د کوچنیو پورونو بازارونو ته وده ورکړه.

نوموړي يو شمېر بې‌وزلو خلکو ته چې دوديزو بانکونو پور نه ورکاوه، کوچنيو قرضونه پیل کړل.

د هغه دا کار بريالی شو او په چټکۍ سره يې وده وکړه.

شیخ حسینه د بنګله‌دېش د وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو له کبله استعفا ورکړه او هند ته وتښتېده. په دې لاریونونو کې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
شیخ حسینه د بنګله‌دېش د وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو له کبله استعفا ورکړه او هند ته وتښتېده. په دې لاریونونو کې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه د ۱۹۸۰ کلونو په لومړيو کې يې لسګونو زره غړي پيدا کړل چې په ۱۹۸۳ کال کې يې د کلي د بانک په نوم یو بانک جوړ کړ.

بانک يې په ټول بنګله‌دېش کې پروژې پيل کړې چې له ټوکر نيولې د موبايل تر خدمتونو او انټرنېټ پورې يې خلکو ته خدماتونه وړاندې کول.

د دغو خدماتونو له کبله یونس په ۲۰۰۶م کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

یونس پخوا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو: "زه داسې کس نه یم چې په سیاست کې به ارامه یم، خو که حالاتو مجبور کړم، په سیاست کې له ښکېلتیا ډډه نه کوم."

هغه د نوبل جایزې له ګټولو وروسته په ۲۰۰۷م کال کې د خلکو ځواک په نوم یو سیاسي حرکت رامنځته کړ.

خو د هغه دې سیاسي فعالیتونه پایله ورنه کړ او ډېر ژر له سیاسته په شا شو.

د تېر۲۰۲۳م کال په جولای مياشت کې د بنګله‌دېش سترې محکمې محمد يونس ته امر وکړ چې د خيريه مرستو په برخه کې له يو ميليون ډالرو زياته ماليه ورکړي.

له دې سربېره، نوموړی بيا د روان کال د جنورۍ په مياشت کې د بنګله‌دېش د کار قانون د ماتولو په تور محکوم شو، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او په ضمانت خوشې شو.

په نننۍ غونډه کې عابدین وویل، حکومت به د نورو ګوندونو او سیاسي اړخونو سره تر بحثونو وروسته ډېر ژر د نوي حکومت نور چارواکي معرفي کړي.

د سه شنبې په ورځ د بنګله‌دېش ولسمشر د دې هېواد پارلمان منحل اعلان کړ چې وروسته ټاکنو او د نوي حکومت راتګ يې لار هواره کړه.

د بنګله‌دېش ولسمشر د پخوانۍ صداعظمې خالدې ضیا چې په کور کې نظر بنده وه، د راخوشې کېدو امر وکړ.

خالده ضیا په ۲۰۱۸م کال کې په فساد تورنه شوې وه.

د بنګله‌دېش پخوانۍ صداعظمه خالده ضیا
د بنګله‌دېش پخوانۍ صداعظمه خالده ضیا

په بنګله دېش کې نوی حکومت وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د روان کال په جولای میاشت کې د محصلینو له‌خوا په حکومت کې د کاري سهیمې پروګرام د درولو په موخه لاریونونه او اعتراضونه پیل شول.

په دغه سهمیې پروګرام کې حکومت دېرش فیصده دولتي څوکۍ د هغو خلکو کورنیو ته ځانګړې کړې وې چې ۱۹۷۱م کال یې له پاکستانه د بنګله‌دېش د ازادۍ ګټلو مبارزه کې برخه اخیستې وه.

په دغو لاریونونو کې د خلکو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډب کې هغه مهال تر ۱۱زره ډېر کسان ونیول شو، او تر ۲۰۰ ډېر نور کسان ووژل شول.

قهرجنو لاریون کوونکو د تېرې دوشنبې په ورځ د دې هېواد صداعظمه شیخ حسینه استعفا او له هېواده تېښتې ته اړ کړه.

۷۶ کلنه شېخ حسینه ۱۵کاله د بنګله‌دېش صدراعظمه وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG