د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د بنګله‌دېش پارلمان منحل شو؛ ولسمشر د نوي موقت حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی


د محصلانو له‌خوا د پیل شویو اعتراضونو په نتیجه کې شیخ حسینه دې ته اړه شوه چې استعفا وکړي او له هېواده وتښتي.
د محصلانو له‌خوا د پیل شویو اعتراضونو په نتیجه کې شیخ حسینه دې ته اړه شوه چې استعفا وکړي او له هېواده وتښتي.

د بنګله‌دېش ولسمشر نن پارلمان منحل کړ او په‌دې توګه په دغه هېواد کې د نوي حکومت جوړولو ته لاره پرانيستل شوه.

ټاکل شوې چې د بنګله‌دېش د پوځ لوی درستیز به چې د صدراعظمې شیخ حسینه د استعفا په پایله کې یې د هېواد چارې په لاس کې اخیستي، نن د محصلانو له مشرانو سره خبرې وکړي.

د محصلانو له‌خوا د پیل شویو اعتراضونو په نتیجه کې شیخ حسینه دې ته اړه شوه چې استعفا وکړي او له هېواده وتښتي.

۷۶ کلنه حسینه چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په قدرت کې وه، په وروستیو ترسره شویو انتخاباتو کې په درغلیو تورنه شوې وه، چې له واک څخه د لیرې کېدو لپاره یې په ميلیونونه کسان واټونو ته راوتلي و.

د بنګله‌دېش لوی درستیز جنرال واقرالزمان د دوشنبې د ورځې ناوخته د ټلوېزیون له لارې اعلان وکړ، چې شیخ حسینه استعفا کړې او پوځ به موقت حکومت جوړوي.

د محصلانو مشرانو د بنګله‌دېش د پوځ له لوی درستیز سره د کتنې په درشل کې ویلي، دوی غواړي چې ۸۴ کلن اقتصاد پوه او د نوبل د جایزې ګټونکی محمد یونس د نوي موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شي.

د محصلانو یوه مشر اصف محمود چې د تبعیض ضد یوه ډله رهبري کوي، وویل چې دوی پر ښاغلي یونس باور لري.

که څه هم په خپله ښاغلي یونس د معترضینو د دې غوښتنې په اړه تر اوسه څرګندونې نه‌دي کړي، خو مخکې یې د شیخ حسینه تر واک لاندې بنګله‌دېش یو اشغال شوی هېواد بللی و.

د نوبل د جایزې ګټونکی محمد یونس
د نوبل د جایزې ګټونکی محمد یونس

هغه نن وویل چې، نن ورځ د بنګله‌دېش ټول وګړي د ارامۍ احساس کوي.

په عین حال کې د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې د صدراعظمې شیخ حسینې له استعفا وروسته د سرپرست حکومت د جوړولو لپاره نن سه‌شنبې پارلمان منحل کړ.

د ولسمشرۍ دفتر نن په یوه بیان کې وویل، د پارلمان د منحلولو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر د وسله‌والو ځواکونو د درې ګونو قواوو له مشرانو، د سیاسي ګوندونو له مشرانو، د مدني ټولنې له استازیو او د محصلانو د تبعیض ضد غورځنګ له مشرانو سره کتنه ترسره کړه.

د ولسمشر ویاند وویل، ولسمشر سمدستي د یوه موقت حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

پرون دوشنبې د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې په ميلیونونو کسان واټونو ته راوتلي او د نوي حکومت د جوړولو لپاره یې د بنګله‌دېش د پوځ د لوی درستیز د اعلان هرکلی وکړ.

د محصلانو له‌خوا د څو اوونیو پراخو اعتراضونو په نتیجه کې چې له تاوتریخوالي سره مله وو، د شیخ حسینه پنځلس کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې د دغو تاوتریخجنو مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا درې سوه کسان ووژل شول.

په بنګله‌دېش کې اعتراضونه تېره میاشت د دولتي دندو د سهمیې د سیسټم په وړاندې پیل شول چې وروسته په‌کې له قدرت څخه د صدراعظمې شیخ حسینه د لیري کېدو غوښتنه راپورته شوه.

د بشري حقونو یو شمېر ډلو د شیخ حسینه په مشرۍ حکومت له دولتي ادارو او واک څخه د ناوړه ګټې اخیستو او د غیرقانوني وژنو په ګډون د مخالفانو پر ځپنې تورن کړی و.

د بنګله‌دېش ولسمشر پرون دوشنبې د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز سره تر کتنې وروسته له زندانونو د اپوزیسیون د مهمې څېرې خالده ضیا په شمول د مخالفینو د مهمو مشرانو د خوشې کېدو امر صادر کړ.

۷۸ کلنه خالده ضیا چې په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې سیالې شیخ حسینه له‌خوا د اختلاس په تور زنداني شوې، روغتیایي وضعیت یې ناسم بلل شوی دی.

همدارنګه د هغو سیاسي بندیانو چې د شیخ حسینه د واکمنۍ پر مهال په پټه نیول شوي، په سلګونو مېندې نن سه‌شنبې په ډاکه کې د پوځ د استخباراتو د ادارې مخې ته راټولې شوې وې ترڅو د خپلو اولادونو له حاله ځان خبر کړي.

XS
SM
MD
LG